د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د سره صلیب کمېټه نړۍ ته: په افغانستان کې د اقتصادي او روغتیایي کړکېچ مخه ونیسئ 


د سرې میاشتې له خوا له خلکو سره مرستې
د سرې میاشتې له خوا له خلکو سره مرستې

په یو تازه اقدام کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس په افغانستان کې بشري ناورین ته پام کړی او له نړۍ یي غوښتي چې په دغه هېواد کې شته اقتصادي، روغتیایي او انساني کړکېچ ته رسېدنه وکړي.

رابرت ماردیني چې د تېرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د اقتصادي او روغتیایي وضعیت د څېړلو لپاره کابل ته تللی و د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ یي خپل سفر پای ته ورسوو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس رابرت ماردیني
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس رابرت ماردیني

ماردیني پر خپل ټویټر لیکلي:"مرسته کوونکو ته زموږ پیغام دا دی چې د اقتصاد د پیاوړي کولو او د عمومي خدماتو د بشپړ درېدو د مخنیوی لپاره دې همدا اوس اقدام وکړي."

هغه د خپل ټویټ په دوام لیکلي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په شته نا معلومه شرایطو کې د افغانستان ترڅنګ دریږي.

په هغه اعلاميې کې چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري رسنیو ته استول شوې د ښاغلی ماردیني له خولې په کې لیکل شوي چې بانکي ستونزو او د نغدو پیسو نشتوالي د افغانستان روغتیایي سیستم اغېزمن کړی.

په دی اعلامیه کې راغلي چې روغتیایي مرکزونه د خپلو کارکوونکو د تنخواوو ورکړې توان نه لري، امبولانسونه غیر فعاله دي، ناروغانو ته خواړه او کافي درمل نه شته.

د همدی اعلامیي په یوه برخه کې راغلي چې د سره صلیب نړیواله کمېټه روغتونونو څخه د ملاتړ پروژی له لارې اقدام کوي چې د روغتیایی خدمتونو سیستم له دی ډیر اغیزمن نشي.

په خوست کې د سرې میاشتې کمېټې په بې وزله کسانو مرستې وېشلي
په خوست کې د سرې میاشتې کمېټې په بې وزله کسانو مرستې وېشلي

په ورته وخت کې نادیه د کابل اوسېدونکي وایي چې د اقتصادی کړکېچ په رامنځته کېدو سره خلک مرستو ته اړتیا لری، خو تر اوسه نه دوی او نه یې هم کوم خپلوان ته مرسته شوې.

نادیه وایي:" موږ غواړو چې دا مرستې دې پر هغو اړمنو کورنیو ووېشل شي چې له لوږې سره مخ دي. که رښتیا هم دا مرستې د خلکو لپاره دي، نو باید په شفافه توګه ټولو اړمنو کسانو ته ورسیږي."

خو وړاندی تر دې ځینو مرسته رسونکو ادارو دا ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د اړمنو کسانو شمېر ډېر دی نو له همدې امله ځینو ته مرستې په ځڼډ رسیږي.

د دوی په خبره، اړمنو کورنیو ته د مرستو رسول د نړیوالو مرسته رسوونکو په لومړیتوب کې دي.

د ملګرو ملتونو په ګډون، مرسته کونکی اداری د افغانستان بانک د مالي شتمنیو کنګل کېدل او د اقلیمی بدلون له امله رامنځته شوې وچکالۍ په افغانستان کې د لوږې د ډېرېدو او د بانکي نظام د ګډوډېدو لوی لاملونه بولي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دا مهال نږدې ۲۴ ملیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG