د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

سکاټسمن:ریچارډز وايي لویديځ بالاخره طالبان په رسمیت پېژني،دا کار اوس ولې نه کوي


طالب مشران
طالب مشران
  • سکاټسمن

دې سکاټسمن ورځپاڼې هم د بريتانیا د پوځ د پخواني لوی درستیز په حواله مقاله خپره کړې چې باید دا تریخ حقیقت ومنو چې طالبان اوس واک ته رسېدلي او د څلوېښتو میلیونو وګړو برخلیک یې په لاس کې دی.

هغه ویلي چې لوېدیځ بالاخره د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني خو ولې دا کار اوس نه کوي.

سکاتسمن ورځپاڼې زیاته کړې د بریټانیا د پوځ دغه پخواني لوی درستیز داسې وخت د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو غږ اوچت کړی چې افغانستان له یوه بشري کړکېچ سره مخ دی.

اقتصاد سقوط کړی او اته میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي چې په کې یو میلیون ماشومان هم شامل دي.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ شااوخوا شپږ میاشتې وتلي خو لا د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی چې دې حالت له افغانستان سره ګڼې راکړې ورکړې او مرستې ځنډولي دي.

په دې وروستیو کې د امریکا خزانې وزارت بیا لږ نرمښت ښودلی او نادولتي مؤسسو ته یې اجازه ورکړې چې افغانستان ته پیسې لېږلی شي.

  • نېشنل

د اماراتو نېشنل ورځپاڼې د ښاغلي ریچارډز په حواله لیکلي چې لوېدیځ هېوادونه دې خپله ماته کې لویوالی وښيي او په هغو څلوېښتو میلیونو انسانانو زړه سواندي واوسي چې د طالبانو تر رژیم لاندې اوسي.

جنرال ریچارډز د بي بي سي په یوه پروګرام کې غږېده او دا څرګندونې یې کړي.

نېشنل ورځپاڼې د ښاغلي ریچارډز په حواله چې په ۲۰۰۶ کال کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان و لیکلي چې د طالبانو په رژیم کې ځینې داسې خلک وو چې موږ ورسره جوړ راتلی شوو.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې د هغو بې وزلو افغان ماشومانو په ژوند یوه مقاله خپره کړې چې د کابل په سختو شرایطو کې په کار بوخت دي.

" وېرېدلي،وږي او یخ وهلي" دا په کابل کې د کارګرو ماشومانو په اړه د ګارډین د مقالې عنوان دی.

ګارډین د کابل په یوه له ګڼې ګوڼې ډک مارکېټ منډوي کې له لس کلنې ماشومې ښایستې سره خبرې کړي چې وايي که کار ونه کړي وږې به پاتې شي.

ښایسته پلاستیکي کڅوړې پلوري.

ګارډین لیکلي د کابل په دې مارکېټ کې هر دوکان له خوراکي توکو ډک دی خو د ښایستې په څېر د کارګرو ماشومانو کورنۍ یې د هېڅ شي د اخیستلو توان نه لري.

د یونېسف د شمېرو له مخې پخوا د کابل په بازارونو کې شااوخوا شپېته زره ماشومان په کار بوخت وو خو اوس وخت دا شمېر درې چندو ته رسېدلي.

که څه هم د افغانستان یوه لویه برخه خلک له پخوا راهیسې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي خو تېر اګست د طالبانو په بیا واکمنېدو لوږه او بې وزلي لا پسې زیاته شوه.

ګارډین لیکلي د افغانستان اقتصادي سقوط د دغه هېواد خلک د لوږې له ناورین سره مخ کړل. د تېر حکومت اتیا فیصده لګښتونه چې په کې بې شمېره معاشونه هم شامل وو له بهرنیو مرستو تموېلېدل.

د ګارډین په خبره د افغانستان د کلنیو ناخالصه تولیداتو ۴۳ سلنه په بهرنیو مرستو ولاړه وه.

ګارډین لیکي کله چې طالبان واک ته ورسېدل سمدستي دا پراختیايي بودیجه وځنډېده.

یو شمېر ورځپاڼو هم د بریټانیا د پوځ د پخواني لوی درستیز ډېوېډ ریچارډز وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي لوېدیځ باید په افغان جګړه کې خپله ماته ومني او د پراخې لوږې د مخنیوي لپاره له طالبانو سره کار وکړي.

XS
SM
MD
LG