د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

رینا امیري: اسلامي نړۍ دې طالبان د ښځو حقونو ته د درناوي په خاطر راوبولي


ارشیف، په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې
ارشیف، په کابل کې یو شمېر معترضې مېرمنې

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي همکاریو سازمان له چارواکو سره په دې هېواد کې د بشري حقونو په اړه خبرې اترې کړي.

دا لیدنه پرون د جمعې په ورځ (د سلواغې ۲۹مه) شوې.

رینا امیري د دې لیدنې جزییات په خپله ټویټرپاڼه خپاره کړي او لیکي: "دا لیدنه د عربستان په جده ښار کې شوې او په کې ټینګار شوی چې اسلامي نړۍ باید طالبان بشري حقونو ته په احترام او د ښځو په برخه کې د خپلو شوېو ژمنو عملي کېدو ته ځواب ویوونکي کړي."

رینا امیري له دې سازمان دا هم غوښتي چې پر طالبانو فشار راولي، څو یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ او ترخوا یې د معترضه ښځو مجازات پای ته ورسوي.

اغلې امیري زیاته کړې: "د ښځو د پیاوړتیا لپاره باید هڅې وشي او ښوونځیو، کار، ټولنیز ژوند او سیاست کې د هغوی ګډون ته بیا زمینه برابره شي."

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د اسلامي همکاریو سازمان سره په افغانستان کې د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي په لارو چارو هم غږېدلې او ترخوا یې د اسلامي پراختیايي بانک مسوولانو سره، افغانستان ته د مرستو د جلب په خاطر خبرې اترې کړي.

دا لیدنې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت پرښځو د لګېدلو محدویتونو له امله تر نیوکو لاندې دی.

خو د طالبانو حکومت بیا وايي، په اسلامي چوکاټ کې د ښځو هر ډول حقونو ته ژمن دي او په دې برخه کې شوې نیوکې بې‌ځایه بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د ښځو د حقونو برخه کې هغه شرعي حقونو ته ژمن دی. انشاالله ښځو ته به هغه حقوق ورکول کېږي چې اسلام ورکړي دي. په دې اړه موږ مخکې هم ویلي، بیا یې هم وایو چې کومه کمې به نه وي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد :د ښځو د حقونو برخه کې شرعي حقونو ته ژمن یو
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد :د ښځو د حقونو برخه کې شرعي حقونو ته ژمن یو

خو له دې ژمنې سره- سره، د افغانستان د متقدرو ښځو غورځنګ په یوه اعلامیه کې چې د طالبانو د حکومت د شپږ میاشتو د پوره کېدو په پلمه یې خپره کړې او په کې یې د ښځو وضعیت ته اشاره کړې لیکلي، له ښځو سره د طالبانو چلند نه دی بدل شوی.

دوی طالبان د واک په انحصار، ظلم، هدفي وژنو او نورو تورن کړي او له نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې د طالبانو د غونډو کوربه‌توب کوي غوښتي چې د هغوی له ملاتړ لاس واخلي.

خو د طالبانو حکومت تل دا تورونه رد کړي او دا ډول اعتراضونه یې شخصي عقدې او له افغانستانه د وتلو لپاره یوه تګ‌لاره یاده کړې ده.

XS
SM
MD
LG