د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۱

د افغانستان بانک: د بایډن پرېکړه ناعادلانه ده، د اسعاري زېرمو خاوندان افغانان دي


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

د افغانستان بانک وايي، هېڅ‌کله هغه پرېکړه نه مني چې د افغانستان بانکي زېرمه د بشري مرستو او یا هم د غرامت لپاره د خلکو په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان په یوه اعلامیه کې د جو بایډن پرېکړه چې د دې بانک اووه میلیارډه زېرمه په افغانستان کې په بشري مرستو مصرفوي او پاتې نیمايي یې د سېپټمبر د ۱۱مې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکوي، ناعادلانه او د نه منلو وړ بللې.

د افغانستان بانک له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې: "د اسعاري زېرمو اصلي خاوندان د افغانستان ولس دی. دا زېرمې په تېر او اوس‌مهال کې په حکومتونو، ګوندونو او ډلو پورې تړاو نه‌لري او د هغوی د غوښتنو او پرېکړو پر بنسټ، کارول شوي نه‌دي."

د افغانستان بانک په اعلامیه کې لیکل شوي، د افغانستان اسعارې زېرمې د اړوند قوانینو او مقررو پر بنسټ د پولي سیاست د پلي کېدو، له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانتیا او د هېواد د مالي نظام د ټینګښت په موخه کارول کېږي.

دا بانک د امریکا له جمهور رییس څخه غواړي چې په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي او تر څنګ یې د افغانستان بانک ټولې زېرمې ازادې کړې.

دا بانک د امریکا له جمهور رییس څخه غواړي چې په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي
دا بانک د امریکا له جمهور رییس څخه غواړي چې په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي

د افغانستان د بانکي زېرمې په دوو برخو د وېشلو وروسته، د بشري حقونو د څار سازمان هم د جو بایډن د حکومت په دې پرېکړې نیوکه وکړه او ویې ویل، طالبان ظالم،‌ بې‌رحمه او ښځه ځپونکي دي، خو ولې باید د دوی سزا افغانانو ته ورکړل شي؟

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، که د افغانستان بانکي زېرمه په دې ډول ووېشل شي، په دې هېواد کې به اقتصادي ثبات له‌منځه یوسي.

یو شمېر پخوانیو چارواکو هم د امریکا د جمهور رییس پرېکړې سره مخالفت ښودلی او وايي، دا تاوان باید د ترهګرۍ له ملاتړو واخیستل شي، نه له بې‌وزلو افغانانو!

د جمهور رییس بایډن پرېکړه په کور دننه هم له مخالفتونو سره مخ ده او له سیاست‌والو تر عادي وګړو، ځینو یې نا عادلانه او غیر منطقي بللې.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا دا له افغانانو د ملاتړ یوه برخه بللې او د افغانستان لپاره یې ځانګړي استازي ټوماس وېسټ هم لیکلي، په افغانستان کې اوسنی ناورین نړیواله همکاري غواړي او د نن ورځې د اجرایي فرمان صادرول د افغانانانو د اړتیاوو او ملاتړ لپاره دي.

خو د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو، افغان نجونو او ښځو لپاره ځانګړي استازې رینا امیري له دې پرېکړې وروسته په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "نن د افغانانو لپاره بده ورځ ده."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا د بایډن پرېکړه له افغانانو د ملاتړ یوه برخه بللې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن بیا د بایډن پرېکړه له افغانانو د ملاتړ یوه برخه بللې

اغلې امیري د دې لیکنې په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

هاخوا بیا د ۱۱م سېپټمبر د پېښې د قربانیانو د کورنیو وکیل جیري ګولډمن یو شمېر نور هېوادونه او بنسټونه هم باید په دې اړه ځواب ووايي: "موږ پوهېږو چې زیاتو ډلو له القاعده شبکې ملاتړ کړی. موږ ویلي چې عربستان او ایران په دې کې ښکېل و او په دې اړه مو قضاوت کړی. موږ ادعا کوو چې ځینې خیریه بنسټونو یې ملاتړ کړی. موږ ادعا کوو چې سوډان یې ملاتړ کړی. له همدې امله زیات بنسټونه او دولتونه شته چې لکه د طالبانو په څېر باید ځواب ویونکي و اوسي."

د سېپټمبر د ۱۱مې د پېښې د قربانیانو کورنۍ وايي، د دې پېښې طراح ته طالبانو پناه ورکړې او سره له دې چې امریکا یې د ور سپارلو غوښتنه وکړه، خو طالبانو د خپل رژیم د سقوط په بیه دا غوښتنه و نه منله.

XS
SM
MD
LG