د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د بایډن پرېکړې ته غبرګونونه؛ افغانان: د امریکا او القاعدې د دښمنۍ پور نه پرې کوو


د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه په ۲۰۰۱ کال کې وشوه، هغه مهال چې افغانستان کې د طالبانو لومړنۍ پلا واکمني وه.
د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه په ۲۰۰۱ کال کې وشوه، هغه مهال چې افغانستان کې د طالبانو لومړنۍ پلا واکمني وه.

د امریکا جمهور رییس جو بایډون په یوه اجراییه فرمان کې د افغانستان بانکي زېرمه ازاده کړه.

د بایډن د لاس‌لیک شوي فرمان پر بنسټ، د افغانستان له اووه میلیارډه بانکي زېرمې ۳،۵ میلیارډه یعنې درې نیم زره میلیونه ډالر د سېپټمبر د ۱۱مې د پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي.

یو شمېر افغانان د امریکا دا پرېکړه د هغو میلیونونو افغانانو په حق کې جفا بولي چې همد اوس ولږې او بې‌وزلۍ سخت ځپلي دي.

د کونړ اوسېدونکي مطیع‌الله شهاب د بایډن فیصله غیرعادلانه او غیر منصفانه بولي: "نهه میلیارډه ډالر دا نه د طالبانو دي، نه د تېر جمهوریت. دا د عامو افغانانو پیسي دي. د امریکا جمهور رییس باید خپله پرېکړه بېرته واخلي."

د کندهار د ژورنالېزم پوهنځي محصل کمال‌الدین څپاند بیا وايي، د سېپټمبر ۱۱مې په پېښه کې هېڅ افغان ښکېل نه و او په افغانانو پورې هېڅ تړاو نه‌لري: "د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه د القاعده مشر اسامه بن‌لادن کړې وه او هغه په ایبټ‌اباد کې ووژل شو. دا چې اوس یې زوی چېرته اوسېږي، امریکا ته معلومه ده. دا په افغان ولس پورې هېڅ تړاو نه‌لري، هم‌هغوۍ سره دې حساب و کتاب وشي."

ځینې نور هېوادوال بیا وايي، دا پیسې د افغانانو ملکیت دی، نه د طالبانو.

د بغلان اوسېدونکی حیات وايي، افغانان خپله د ترهګرۍ قرباني دي او نه‌باید له القاعده سره د امریکا د معاملاتو قرباني ورکړي: "امریکا، نړیواله ټولنه او جو بایډن دې نور د بشر دوستۍ چېغې نه وهي. د بشري په ستوني پښه همدوی اېښې ده."

د امریکا د جمهور رییس په فرمان کې راغلي چې د افغانستان درې نیم میلیارډ ډالر د مرسته رسوونکو صندوق ته ولېږدول شي، څو مرسته کوونکي وشي کولی د دې پیسو په مرسته په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي او همدا ډول د افغانانو د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې مصرف کړي.

د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه په ۲۰۰۱ کال کې وشوه، هغه مهال چې افغانستان کې د طالبانو لومړنۍ پلا واکمني وه.

هغه مهال متحده‌ایالاتو له طالبانو وغوښتل چې د القاعده مشر اسامه بن لادن دوی ته وسپاري، خو طالبانو دا غوښتنه و نه منله او بالاخره امریکا پر افغانستان له برید وروسته، د دوی رژیم سقوط کړ.

XS
SM
MD
LG