د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

ناروې: د افغانستان بشري وضعه خطرناکه ده، لس میلیونه ډالره مرسته ورسره کوو


آرشیف- په کابل کې ځینې بې وزله مېرمنې
آرشیف- په کابل کې ځینې بې وزله مېرمنې

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکېن هوټفېلډټ ویلي، د افغانستان بشري وضعه خطرناکه ده او د همدې لپاره ناروې خپله بشري مرسته ورسره زیاتوي.

مېرمن انېکېن ویلي، ناروې له افغانستان سره شپږ اتیا میلیونه کرونه/نږدې لس میلیونه ډالره اضافي مرسته کوي.

ناروې د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستان سره د بشري ناروین د مخنیوي په هدف د ۲۶۱ میلیونه نارويژي کرونو/۲۹ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې وه.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د ناروې تازه لس میلیونه ډالره اضافي مرسته به د ناروې د ځینو بشرپاله بنسټونو له هغې ډلې د ناروې د کډوالو شورا، د ناروې سره صلیب او ځینو نورو موسسو له خوا په افغانستان کې ولګول شي.

په اعلامیه کې د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن انېکېن په حواله زیاته شوې، ناروې وروسته له هغه د مرستو د زیاتولو پرېکړه وکړه چې په افغانستان کې د سخت بشري حالت او د مرستو د اړتیا په اړه یې راپورونه او معلومات ترلاسه کړل.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې ۲۴ میلیونه افغانان د کافي خوړو له نشتوالي او لوږې سره مخ دي او سږ ۲۰۲۲ کال سختو مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو دا خبرداری هم ورکړی چې ښایي تر یو میلیون ماشومان د لوږې او خوارځواکۍ له لاسه ومري او که له افغانستان سره عاجلې مرستې منسجمې نه شي ښايي بشري ناورین لا پسې پراخ شي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انېکېن هوتفیلدت هم زیاته کړې چې موږ باید د روغتیا او پوهنې په څېر د اساسي برخو د سقوط مخه ونیسو.

ناروې څه وخت مخکې د طالبانو د لوړپوړي پلاوي، لویدیځو ډپلوماټانو او یوه ډله افغان فعالانو د بحثونو کوربه وه.

په دې ناستو کې د افغانستان په اوسنۍ سیاسي وضعې سربېره له دغه هېواد سره د بشري مرستو د انسجام په تړاو هم بحثونه وشول.

XS
SM
MD
LG