د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس؛ د ملګرو ملتونو د تمې سره سم مرسته ونه‌شوه


د ملګرو ملتونو، جرمني، بریتانیا او قطر په کوربه‌توب د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس
د ملګرو ملتونو، جرمني، بریتانیا او قطر په کوربه‌توب د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس

د ملګرو ملتونو، جرمني، بریتانیا او قطر په کوربه‌توب د افغانستان د مرستو په نړیوال کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو په افغانستان کې له بشري بحران سره د مبارزې لپاره د څه باندې دوه ميلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

هماغسې چې اټکل کېده په ۲۰۲۲ کې له افغانستان سره د ۴ ميلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالره مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه پوره نه‌شوه.

ملګرو ملتونو پرون ناوخته اعلان وکړ چې له افغانستان سره په ۲۰۲۲ کې ۴۱ نړیوالو مرستندویانو د ۲ ميلیارده او ۴۴۰ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه چې تر هغه هدف چې ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره ټاکلی و، لږي.

د ملګروملتو سرمنشي انتونيو ګوترش دې انلاین کنفرانس ته په وینا کې په افغانستان کې بشري وضعیت ګواښوونکي حد ته خراب وباله او پر مرستندویانو یې غږ وکړ چې له دې هېواد سره بې‌قید و شرطه مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو په جنوا کې د افغانستان د مرستو تر کنفرانس مخکې ۴ ميلیارده او ۴۰۰ ملیون ډالره مرسته غوښتې ده.

سرمنشي د افغانستان د مرستو د کنفرانس په پرانیستونکې وینا کې وویل، د افغانستان اقتصاد له هغه مهاله چې طالبان واک ته رسېدلي، سقوط شوی او اوس ۹ ملیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

ده زياته کړه: "موږ نن له مرستندویانو غواړو چې د بشري مرستې لپاره تر ټولو سترې غوښتنې ته پیسې ورکړي، د افغانستان خلکو ته سږ کال د دوی د اړتیا تر ټولو په سختو شرایطو کې څلور ميلیارده او ملیون ډالرو غوښتنه کوو."

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړه، ګڼو کورنیو د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ماشومانو او د بدن د غړو پلورلو ته اړ شوي دي.

ده په عین حال کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

سرمنشي وویل، په داسې حال کې چې انتظار باسي نجونې ښوونځیو ته ستنې شي، د دوی له تعلیم څخه د معاملې لپاره د یوې وسیلې په توګه باید کار وانه‌خیستل شي. ده همداراز وویل، د طالبانو د دې پرېکړې په خاطر د بشري مرستو د درولو لپاره هېڅ منطق نه‌شته.

ډېرو کتونکو له یوه هېواد سره د بشري چارو په خاطر د نږدې څلور نیم میلیارده ډالره مرستې غوښتنه ډېره بلله، او ویل‌یې چې د طالبانو د بشري حقونو سابقه د دې سبب کېږي چې مرستندویان شا ته شي او همداراز پر اوکراین د روسیې د یرغل له کبله د مرستو مخه د اوکرایني کډوالو خوا ته اوښتې ده.

دوه اوونۍ وړاندې په کندهار کې د طالبانو د مشرانو له غونډې وروسته دوی ځپونکي اقدامات زیات او د ۱۹۹۰مې لسیزې افراطي کارونه یې خلکو ته ورپه یاد کړل.

روانه میاشت له یمن سره د مرستې لپاره د غوښتل شویو پیسو په درو کې تر یوه هم لږې ټولې شوې.

ملګروملتو د کنفرانس په پای کې هیله څرګنده کړه چې د مرستندویانو له لوري اعلان شوې مرستې څومره چې ممکنه وي ژر وروسپارل شي.

XS
SM
MD
LG