د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۰

نړیوال بانک: د افغانستان اوسنی حالت وېروونکی دی، اقتصاد به‌یې ډېر پسې خراب شي


نړیوال بانک
نړیوال بانک

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې څرګنده کړې ده چې اوسنی حالت وېروونکی دی، که‌یې مخه ونه‌نیول شي د کال تر پایه به اقتصاد ډېر پسې خراب شي.

د نړیوال بانک په وینا د ۲۰۲۱م کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د سړي سر عواید له درېیو څه باندې یوه برخه کم شوي دي.

د نړیوال بانک په باور د افغانستان اقتصادي انزوا او د اګسټ په میاشت کې سیاسي بحران د دې فقر سبب شوی دی.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک جګپوړی اقتصاد پوه توبیاس هاک پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته د نړیوال بانک معلوماتي راپور د چهارشنبې په ورځ یوې غونډې ته وړاندې کړ او ویې‌ویل، افغانستان د نړۍ یو خوار هېواد دی چې اقتصاد یې نور هم پسې خراب شوی دی.

روېټرز اژانس څرګندوي چې د طالبانو واکمني د دې سبب شوه چې په امنیتي او اقتصادي برخو کې پر افغانستان مرستې بندې شي او بندیزونو د افغانستان بانکي سکټور کمزوری کړی دی.

کابل کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنې چې د مرستو ترلاسه کولو ته په تمه دي
کابل کې یو شمېر بې‌وزله مېرمنې چې د مرستو ترلاسه کولو ته په تمه دي

د نړیوال بانک په نوي راپور کې راغلي چې شااوخوا ۳۷ په سلو کې افغانان د خوراکي موادو د اخیستو لپاره کافي پیسې نه‌لري او ۳۳ فیصده دا توان لري چې خوراکي مواد واخلي، خو نور څه نه‌شي اخیستلی.

نړیوال بانک څرګندوي چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان اقتصادي وضعیت وېروونکی دی.

دغه بانک وړاندوینه کوي که چېرته اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي سړي سر عواید به له ۲۰۲۰م او د سږکال تر اخره شااوخوا ۳۴ فیصده ښکته شي.

د امریکا متحده ایالاتو په مارچ میاشت کې له شپږم ټولګي ورپورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو لپاره له طالبانو سره پر مهمو اقتصادي موضوعاتو غونډې وځنډولې، په ځینو دې غونډو کې د نړیوال بانک استازو هم برخه اخیسته.

XS
SM
MD
LG