د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د بشري حقونو څار ډلې له ځنډ پرته د افغان نجونو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه وکړه


ارشیف، خوست کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، خوست کې د نجونو یو ښوونځی

د بشري حقونو د څار ډله د ملیونونو افغان نجونو د زده‌کړو برخلیک ته چې څرګند نه‌دی، اندېښمنه ده.

د دې بنسټ د ښځو برخې مسؤلې هیدر بار ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید له ځنډ پرته د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

اغلې بار زیاتوي: "دا ټکان ورکوونکی واقعیت دی. افغانستان په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې نجونې په‌کې د خپل جنسیت په خاطر له درسونو محرومې دي. طالبان باید سمدستي لاس په‌کار شي او پرېږدي چې د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، همداراز د نجونو په وړاندې له ډېرو نورو تېریو لاس واخلي."

هیدر بار
هیدر بار

یو شمېر نجونې د طالبانو پرېکړې نهیلې کړې دي.

د سمیرا په نوم د ۱۰م ټولګې زده‌کوونکې چې نه‌غواړي د استوګنې ځای معرفي کړي، وایي: "څه ته چې موږ ګورو طالبان خپل مقصد لري، مدرسې ته نجونې ځي له هغې یې ولې نه‌راګرځوي، هره ورځ زما د کور مخې ته تېرېږي زه ډېره نهیلې شم، ډير بد احساس کوم، زموږ زړونه ډېر ازارېږي په دې سره چې د مدرسې نجونو ته اجازه شته چې مدرسې ته ولاړې شي او موږ مخکې هم په حجاب کې ښوونځي ته تلو اوس هم په حجاب کې غواړو چې ولاړې شو."

په غزني کې د مریم په نوم د ۱۲م ټولګې زده‌کوونکې له نهیلۍ سره سره هیله‌منه ده چې ښوونځي به پرانیستل شي.

دا وايي: "ما ویل چې کله زه مکتب خلاص کړم ځان ته به راتلونکې جوړه کړم لوړې زده‌کړې به وکړم، خو له بده مرغه زما دا ټولې هیلې داسې فکر کوم چې په سیند کې لاهو شوې، خو بیا هم هیله لرم، خپل همت له لاسه نه‌ورکوم او فکر کوم چې ان‌شاءالله هر څه به سم شي."

له زده‌کړو محرومه شوې یوه افغان زده‌کوونکې
له زده‌کړو محرومه شوې یوه افغان زده‌کوونکې

طالبانو د ۱۴۰۰ کال په وروستیو کې ویلي و چې د وري په ۳مه به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي پرانیزي، خو د پرانیستو په ورځ‌یې بېرته فرمان ورکړ چې هلکان دې مکتبونو ته ورشي او تر شپږم ټولګي پورته نجونې دې بېرته کورونو ته ستنې شي.

د طالبانو پر دې پرېکړې نړیوالو سخت غبرګون وښود، د امریکا متحده ایالاتو له دوی سره پلان شوې غونډې لغوه کړې او نړیوال بانک په سلګونه ملیونه ډالر مرستې وګرځولې.

XS
SM
MD
LG