د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

له ښوونځیو ۲۰۰ ورځې محرومیت؛ افغان نجونې ولې د درس ویلو حق نه‌لرو؟


ارشیف، له زده‌کړو پاتې یوه افغان زده‌کوونکې
ارشیف، له زده‌کړو پاتې یوه افغان زده‌کوونکې

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړل کېدو ۲۰۰ ورځې پوره شوې.

"موږ ولې د درس ویلو حق نه‌لرو؟"

دا هغه پوښتنه ده چې د ثنا په څېر ګڼې افغان زده‌کوونکې یې له طالبانو مطرح کوي.

ثنا د رابعه بلخي د ۱۰م ټولګي زده‌کوونکې ده چې له اتو میاشتو راهیسې یې په مخ ټولګی تړلی پاتې دی، خو وايي هیله‌منه ده چې ښوونځي یې پرانیستل شي.

دا وايي: "دا خو زموږ یوه لویه هیله ده چې زموږ ښوونځي شروع شي. که زموږ مکتبونه پيل شي د افغانستان اینده به هم موږ جوړه کړو. که زموږ مکتبونه پيل نه‌شي د نجونو هیلې به له خاورو سره خاورې شي."

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د وږې/سنبلې په ۲۷مه د هلکانو او وړو نجونو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې یې بې‌برخلیکه پرېښودې.

ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

د بغلان د نجونو د لېسې د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې فرزانه عمرخېل ازادي راډیو ته وویل چې له نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

فرزانه زیاتوي: "طالبانو له شپږم ټولګي نه پورته د ښوونځیو تړلو پرېکړې موږ نهیلې کړو. اوس داسې په چرت او فکر کې یو چې شاید موږ نامعلوم برخلیک سره مخ شو او مکتبونه خلاص نه‌شي. کومې هیلې مو چې درلودې هغه له خاورو سره خاورې شي."

د نړیوالو او کورنیو فشارونو سربېره طالبانو لا هغه ژمنه نه‌ده پر ځای کړې چې ویل‌یې د طرزالعمل په جوړولو به د نجونو ښوونځي پرانیزي.

ټولې هیلې پسرلي ته وې چې ګواکې د نوي ښوونیز کال په پيل سره به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شي، خو طالبان په خپله هغه ژمنه ونه‌درېدل چې ویل‌یې په حمل کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري دا اوونۍ ویلي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستل د طالبانو لپاره یوه ازموینه وه.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

هغې زیاته کړې تر څو چې طالبان په دې تړاو د نړیوالو غوښتنې ونه‌مني پر دوی لګول شوي بندیزونه به کم نه‌شي او نه به هم په رسمیت وپېژندل شي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي دوی د خپلې مشرتابه امر ته په تمه دي او هر کله چې ورته امر وشي په ټول افغانستان کې به د نجونو ښوونځي پرانیزي.

XS
SM
MD
LG