د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

یو شمېر زده‌کوونکې نجونې: نړۍ باید زموږ د هیلو پر وړاندې غلې پاتې نه‌شي


کابل ښار کې د زرغونې عالي لېسه
کابل ښار کې د زرغونې عالي لېسه

سږ کال نجونو زده‌کوونکو د نوي ښوونیز کال د زنګ د کړنګېدو پر ځای د ښوونځیو د دروازو د بندېدو او له زده‌کړو د بې‌برخې کېدو د ګواښ خبر واورېد.

د نجونو د ښوونځیو بندې دروازې ورځ بلې ته د دوی اندېښنې زیاتوي.

دوی وایي دوه کاله کېږي چې له زده‌کړو بې‌برخې دي، مخکې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله او اوس طالبان دوی زده‌کړو ته نه‌پرېږدي.

بهاره د سلګونو هغو زده‌کوونکو له ډلې ده چې له ښوونځي د فارغېدو او پوهنتون ته‌یې د تلو هیله درلوده.

هغه دوه کاله مخکې د کابل ښار د رخشانې لېسې د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې وه چې د کرونا ویروس په خپرېدو سره د سلګونو نورو زده‌کوونکو په شان د درسونو له دوامه پاتې شوه.

بهاره وایي، د کرونا ویروس په کمېدو سره سږ کال د ښوونځي پیل ته ډېره هیله‌منه وه، خو په خبره‌یې طالبانو د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې.

دا زیاتوي: "په زرو هیلو ښوونځي ته ولاړو، خو له بده مرغه طالبانو د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو په تړلو د راتلونکي ځوان نسل په ځانګړي ډول زموږ نجونو راتلونکي ته نه‌جبرانېدونکی ګوزار ورکړ، طالبه باید زموږ راتلونکی تیاره نه‌کړې، دوی دې پوه شي دا هېواد د ښځو له حضور پرته نه‌جوړېږي، اسلام موږ ته اجازه راکړې نو طالبان ولې غواړي زموږ راتلونکی تیاره کړي؟"

هرات ولایت کې یو شمېر زده‌کوونکې نجونې
هرات ولایت کې یو شمېر زده‌کوونکې نجونې

یوه بله زده‌کوونکې چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ټاکل شوې وه سږکال د کابل ښار په مریم لېسه کې ۱۲م ټولګی ووایي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو دروازې وتړل شوې.

دا وايي: "۱۰م ټولګي کې وم چې کرونا ویروس خپور شو، له هغه وروسته دوه کاله بې‌برخلیکه پاتې شوو، سږ کال مې غوښتل ښوونځي ته ولاړه شم، ډېرې هیلې مې درلودې، خو طالبانو زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې وتړلې، زموږ هیلې یې واخیستې، دا یو نه‌جبرانېدونکی زیان زموږ ځوان نسل په ځانګړي ډول موږ نجونو ته دی، نړۍ باید زموږ د هیلو پر وړاندې غلې پاتې نه‌شي."

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د دغو نجونو زده‌کوونکو د اندېښنو په اړه ازادي راډیو ته وویل، له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د خلاصون لپاره د خپل مشرتابه حکم ته په تمه دي.

ښاغلي ریان زیاته کړه: "تر ۱۲م ټولیګو د نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو د خلاصون صلاحیت د اسلامي امارت له رهبرۍ سره دی، هر کله چې رهبرۍ حکم وکړ د پوهنې وزارت د نجونو د ټولو ښوونځیو خلاصون ته چمتو دی."

طالبانو د روانې حمل میاشتې په درېیمه په سړو سیمو کې د ښوونیز کال له پیل سره د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته پر تګ د بیا بندیز اعلان وکړ.

د طالبانو دې پرېکړې د ډېریو نجونو زده‌کوونکو له سترګو اوښکې تویې کړې او په کابل ښار کې یو شمېر نجونو زده‌کوونکو له دې امله په اعتراض هم لاس پورې کړ.

د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون اعتراضیه لاریون
د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون اعتراضیه لاریون

اوس نږدې دوه اوونۍ کېږي چې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د طالبانو دې پرېکړې په کور دننه او په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي دي.

له دې مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه بیان کې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو لامل دا ښودلی و چې د ښوونځي لباس د اسلامي شریعت، سنت او د افغانستان د فرهنګ خلاف دی.

خو نجونې زده‌کوونکې وایي، د دوی د ښوونځي جامې تورې او ټیکري سپین دي، ساده دي او هېڅ ستونزه نه‌لري او نه هم په اسلامي شریعت کې د نجونو زده‌کړو لپاره د لباس کوم رنګ مشخص شوی، بلکې د دوی په خبره اسلام د ښځینه‌وو او نارینه‌وو پر تعلیم ټینګار کړی دی.

دوی د طالبانو دا پرېکړه سیاسي چلند او له نړیوالو هېوادونو باج اخیستل بولي، هغه څه چې طالبان‌یې ردوي.

XS
SM
MD
LG