د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

کابل ته له امریکا راغلې ښځې: افغان نجونې او هلکان دې زده‌کړو ته مساوي لاسرسی ولري


ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان نجونې زده‌کوونکې

یوه ډله امریکايي مېرمنې چې له یوې اوونۍ راهیسې په افغانستان کې دي، د نجونو د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کوي.

دوی چې د بېلابېلو غیر دولتي بنسټونو غړې دي، زده‌کړو ته د ټولو نجونو پرېښودل، له افغانستان سره د بشري مرستو د ډېرېدو او د افغانستان بانک د کنګل شویو مالي شتمنیو لپاره له طالبانو او امریکایانو سره په خبرو بوختې دي.

یادو مېرمنو افغانستان ته د سفر پر مهال له ځینو سازمانونو او روغتیایي کلینیکونو هم لیدنه کړې او له یو شمېر کورنیو او د طالبانو حکومت له سیمه‌ییزو چارواکو سره‌یې لیدلي.

سونیتا ویسوانات "مېرمنې د افغان مېرمنو لپاره" په نوم د یوه سازمان بنسټ ایښودونکې او د همدې بنسټ د مدیره پلاوي پخوانۍ غړې ده. هغه د هندو مذهب یوه پرمختللې رهبره هم ده.

سونیتا چې د دغو ۷ امریکایي مېرمنو په ډله کې ده وایي، د افغانستان ښه راتلونکی، نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو د مساوي فرصتونو په برابرولو پورې تړلی دی.

دا زیاتوي: "هغه څه چې د مساواتو لپاره اړین دي، هغه دا دي چې موږ دلته راغلي یوو، څو افغان حکومت ته دا پیغام ورکړو چې د دې هېواد لپاره مهمه دا ده چې د دې وطن نجونې او هلکان په ټولو پړاوونو کې په مساویانه توګه زده‌کړو ته لاسرسی ولري."

مسعوده سلطان، سونیتا ویسوانات، کلي کمپبل، ریو دکتر کلویي، دایسي خان، روث مسینجرو، مدیا بنجامین، د بشري حقونو هغه فعالان، مذهبي رهبران، د سپټمبر د ۱۱مې پېښې هغه پاتې شونې او امریکایي لیکوالې مېرمنې دي چې افغانستان ته راغلي، څو په اوسني وضعیت کې د خلکو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

د افغان-امریکایي مېرمنو د حقونو فعاله چې د (Unfreeze Afghanistan) په نوم د سازمان مشري یې په غاړه ده، افغانستان ته‌یې د خپل سفر د هدافو په اړه وویل: "زه له یو ډله امریکایي مېرمنو سره دلته راغلم، څو د افغانستان وضعیت له نږدې وګورو، د افغان ماشومانو او مېرمنو غږ پورته کړو، څو له دوی سره مرسته وشي. بل دا چې ژر تر ژره دوی ته ښوونځي پرانیستل شي. پر کور له ناستو نجونو سره مو وکتل، هغوی ډېرې خواشینې وې او درېیم دا چې د افغانستان شتمني باید ازاده شي، ځکه دا د افغانانو پیسې دي او باید بېرته افغانستان ته ورکړل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند هم د چهارشنبې په ورځ د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین سره د یاد پلاوي لیدل تأیید کړل.

هغه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "موږ د خپلو خلکو پر وړاندې د مسؤلیت له مخې خپلو وطنوالو ته د زده‌کړو په برخه کې اسانتیاوې برابروو، نه د بهرنیانو د فشارونو او سپارښتنو پر بنسټ او موږ په دې باور یو چې دا فشارونه او فرمایشونه له افغانانو سره د همدردۍ له مخې نه، بلکې د اسلامي امارت د منزوي کېدو لپاره دي."

ټاکل شوې دا پلاوی بېرته امریکا ته ستون شي او په یادو برخو کې د افغانانو د حقونو لپاره غږ پورته کړي.

XS
SM
MD
LG