د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

د افغان نجونو د زده‌کړو د بندیز پر پرېکړې د ملګرو ملتونو عمومي منشي اندېښنه


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د طالبانو له لوري په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده‌کړو پر بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د حقونو د برابرۍ غیر توجیه وړ نقض" بللی دی.

هغه نن شنبې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو نه ملاتړ، هغه ملاتړ دی چې ماشومان له لوږې او ټولنه له بې‌وزلۍ ژغوري.

نوموړي لیکي: "زه په ژوره توګه خواشینی یم چې له شپږم ټولګیو لوړ د نجونو زده‌کړې بندې پاتې دي، دا د حقونو د برابرۍ نه توجیه کېدونکی نقض دی چې ټول هېواد ته زیان رسوي.”

له دې سره د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم ویلي چې نجونو د زده‌کړو موضوع د «ټرویکا» ناستې چې په چین کې ترسره شوه، په بحثونو کې یاده شوې ده.

ښاغلي ویسټ تېره شپه په ټویټر لیکلي: "د ناستې غړو په اتحاد د ډېریو مسایلو په اړه د منځنۍ دورې ښوونځیو ته د نجونو زده‌کوونکو د بېرته ستنېدو پر اړتیا او د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړولو اشاره وکړه.”

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ

طالبانو د روانې حمل میاشتې په لومړیو ورځو کې هغه مهال د منځنۍ او لېسې دورې نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته پر تګ د بیا بندیز اعلان کړ چې دغه نجونې د ښوونځیو تر دروازو په ډېره لېوالتیا رسېدلې وې.

نن ۱۰مه ورځ ده چې د نوي ښوونیز کال د پیل راهیسې، له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له زده‌کړو محرومې پاتې دي.

مژده په هرات ولایت کې د نجونو د یو ښوونځي د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکې ده.

هغه چې د خپل ټولګي اول نمره ده د دې لپاره چې له ښوونځي محرومه شوې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنه ده: "ښایي ځیني خلک فکر کوي یوازې هماغه دوه درې نجونې چې ټلوېزیون کې وښودل شوې او ژړل‌یې د خفګان احساس لري، زده‌کوونکي هر څومره د رخصتیو غوښتونکي وي، خو کله چې دا رخصتۍ دوام مومي او بیا ووایي چې افغان نجلۍ نه‌شي کولای زده‌کړې وکړي، واقعاً بد احساس دی."

تېره ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي دې پرانیزي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

نوموړي پر ټویټر لیکلي: "د افغانستان د خلکو غوښتنې ته درناوی وکړئ او ژر تر ژره په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیزئ."

طالبانو تازه د خپلې دغې پرېکړې په اړه کوم وضاحت نه‌دی ورکړی ،خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی به له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځي د مشرتابه تر حکم وروسته پرانیزي.

له دې مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه بیان کې ویلي و چې هر کله د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځي لباس ذ اسلامي شریعت، سنت او د افغانستان د فرهنګ سره برابر طرحه شول د "اسلامي امارت" له فرمان وروسته به دا ښوونځي پرانیستل شي.

XS
SM
MD
LG