د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

د امریکا ځانګړې استازې: طالبان د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه یوه خوله نه‌دي‌


ارشیف، یو شمېر زده‌کوونکې افغان نجونې
ارشیف، یو شمېر زده‌کوونکې افغان نجونې

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وايي، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه یوه خوله نه‌دي‌.

اغلې امیري ویلي، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه‌مني، پر دوی لګول شوي بندیزونه به کم نه‌شي او نه به هم په رسمیت وپېژندل شي‌.

دې د ترکیې له ټي‌ار‌ټي ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، د طالبانو یوه ډله د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو پرانیستل سمه پرېکړه بولي‌: "زه باور لرم چې په طالبانو کې داسې کسان هم شته چې د ښځو او نجونو د ښوونځیو پرانیستل ورته پر ځای پرېکړه ښکاري او دا د افغانانو غوښتنه هم ده چې نجونې ښوونځیو او ښځې د کار ځای ته ولاړې شي، ځکه طالبان د خپل سیاسي بقا او د افغانستان د ګټې لپاره په دې خبره پوهېږي، خو ځیني نور طالبان هم شته چې هغوی افغانستان ته نه‌ګوري، هغوی په خپل فکر کې تصوري افغانستان ویني. دا ډول افغانستان یو خیالي او خالصانه اسلام پر بنسټ ولاړ ماډل دی چې له نورې اسلامي نړۍ سره هېڅ صدق نه‌کوي."

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د طالبانو له‌خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندېدو پرېکړه ډېره مأیوسوونکې بولي او زیاتوي، دا د طالبانو لپاره یو کلیدي ازموینه وه.

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

اغلې امیري زیاتوي، که طالبان د نړیوالو غوښتنې ونه‌مني، پر دوی لګول شوي بندیزونه به کم نه‌شي او نه به هم په رسمیت وپېژندل شي‌.

طالبانو د مارچ په ۲۳مه د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه خپله ژمنه تر پښو لاندې کړه او له شپږم ټولګي پورته‌یې نجونو ته اجازه ورنه‌کړه چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

طالبان د دې کار لامل د نجونو زده‌کوونکو یونیفورم یاد کړ او ویلي یې دي، باید له اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو سره په ټکر کې نه‌وي.

د طالبانو دا اقدام په کور دننه او بهر له پراخو او سختو غبرګونونو سره مخ شو.

یو شمېر افغان مېرمنو په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د تعلیم په اړه کمپاین پیل کړی او تر خوا یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش دا پرېکړه د حقونو د برابرۍ غیر توجیه وړ نقض بللی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

خو د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان له دې ټولو اندېښنو سره سره وايي، د ښوونځیو د بیا پرانیستل کېدو پرېکړه د طالبانو د مشرتابه امر پورې تړلې ده.

ښاغلی ریان زیاتوي: "د پوهنې وزارت پوره چمتووالی لري، کله چې امر وشي په هماغه وخت کې به ټول ښوونځي پرانیستل شي. دا د اسلامي امارت مشرتابه صلاحیت دی چې کله د ښوونځیو د پرانیستلو فیصله کوي."

اووه نیمې میاشتې وړاندې طالبانو ټول ښوونځي وتړل، وروسته‌یې هلکانو او پسې تر شپږم ټولګي نجونو ته اجازه ورکړه چې ښوونځیو ته ولاړې شي، خو تر ننه د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې دي او لا یې د پرانیستل کېدو لپاره هېڅ د هیله‌مندۍ څرک نه‌شته.

XS
SM
MD
LG