د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

طالبان: د ټولو موسسو مالکان دې بېرته افغانستان ته راشي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو د اقتصاد وزارت د یو مکتوب له لارې د ټولو غیر دولتي موسسو او انجو ګانو له اصلي مالکانو غوښتي چې بېرته افغانستان ته راشي او یا دې هم نوي تعینات وکړي څو د انجو ګانو چارې یې په وزارت کې له خنډ سره مخ نه شي.

محمد امین خانزاده چې د ټولنې " د پیاوړتیا لپاره د مېرمنو د یوالي موسسې" بنسټ ایښودنکی دی د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې افغانستان پرېښوده.

هغه اوس له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، تازه یې د طالبانو د اقتصاد وزارت لخوا داسې یو مکتوب ترلاسه کړی چې په کې د ټولو غیر دولتي انجو ګانو له مالکانو او کلیدي کارکونکو بېرته افغانستان ته د ستنېدنې او یا هم په انجونوګانو کې د نویو تعیناتو غوښتنه شوې.

ښاغلی خانزاده د طالبانو لخوا دا ګام د انجو ګانو او مدني ټولنو د منځه وړلو لپاره یوه بهانه بولي.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه طالبان غواړي د مدني ټولنو او دغه شان د هغه انجو ګانو غږونه چې اوسمهال د ټولنې د سمولو لپاره کار او یا غږ پورته کوي له منځه یوسي، دوی غواړي په دې کار سره داسې ادرسونو رامنځته کړي چې د دوی تر کنټرول لاندې وي او له دې لارې د نړیوالو نه خپلې ګټې خوندي کړي."

ښاغلی خانزاده وايي، اوسمهال د مدیریت چارې له لرې د ټکنالوژۍ په وسیله ستونزمن کار نه دی.

د دې مکتوب په یوې برخه کې هغه انجو ګانو ته چې بنسټ ایښودنکي یې دننه په افغانستان کې شته ۱۵ ورځې فرصت ورکړل شوی څو د خپلې انجو لپاره نوي اجرایي رییسان او مدیره هیئت وټاکي او په رسمي ډول یې د اقتصاد وزارت ته معرفي کړي.

دغه مکتوب د روانې لمریزې میاشتې په ۲ مه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف په لاسلیک سره صادر شوی.

خو طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي معین لطیف نظري بیا د دغه مکتوب صادرول د درغلۍ مخنیوی یادوي.

نظري وویل: "د دوی ډېری فعالیتونه په الکترونيکي امضا او اسکن دي او دا چاره د تقلب او جعل زمینه مساعدوي، د همدغه مسئلې پر بنسټ د اقتصاد وزارت د دې لپاره چې د یادې چارې مخه ونیسي ټولو غیر دولتي انجو ګانو ته یې دغه مکتوب استولی."

ښاغلی نظري وايي، د دې غیر دولتي انجوګانو د طرزالعملونو او قوانینو په برخو کې هم دوی بیا کتنه درولوده او راتلونکي بدلونونه به سیاسي ثبات، د افغانستان ملي ګټو او دغه شان کورنیو او بهرني موسساتو لپاره ګټور وي.

د اقتصاد وزارت په داسې حال کې دغه مکتوب صادروي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وورسته ډېری غیر دولتي موسسو د ناامنۍ او مالي ملاتړ د نه شتون له امله خپل فعالیتونه ودرول او ځینې بیا خپل فعالیتونه اوس هم په ډېرو کمو امکاناتو پر مخ بیايي.

خو طالبان بیا وايي، که د غیر دولتي موسسو مالکان بېرته افغانستان ته راشي دوي به یې مال، ځان او ګټې ورته خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG