د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د افغانو ښځو د سولې او ازادۍ موسسه: امریکا دې د بانکې زیرمو په اړه خپله پرېکړه واخلي


د کنګل شویو پیسو په غبرګون کې لاریون
د کنګل شویو پیسو په غبرګون کې لاریون

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر جو بایدڼ پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ نیمایي برخه به د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي دې مسئلې په افغانستان کې غبرګونونو او اعتراضونه راپارولي او د زیاتېدو په حال کې دي.

په دې لړ کې تازه د پنجشنبې په ورځ د افغان ښځو د سولې او ازادۍ موسسې هم په یوه ناسته کې پر امریکا غږ وکړ چې د افغانانو دغه شتمني دې په بشپړه توګه د دوی په واک کې ورکړي.

د دې موسسې غړې او د غونډې یوې ګډنوالې ثنا ازادي راډیو ته وویل:" دا د افغانانو شتمنۍ او حق دی نه باید پر امریکایانو ووېشل شي، ځکه هغو دغو پیسو ته اړتیا نه لري خو افغانان اوس مهال په ډېرو سختو شرایطو کې دي او دې ټولو پیسو ته شدیده اړتیا لري."

ارشیف؛ د افغانستان کنګل شویو پیسو په غبرګون د لاریون یوه څنډه
ارشیف؛ د افغانستان کنګل شویو پیسو په غبرګون د لاریون یوه څنډه

دوی وایي د امریکا دا پرېکړه ځکه ناسمه ده چې د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه کې افغانانو په هېڅ ډول لاس نه درلود.

د ناستې ګډونوالو د امریکا له جمهور رئیس وغوښتل چې د افغانستان د کنګل شوې بانکې زېرمې په اړه خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي.

د غونډې یوه بله ګډونواله شبنم رحماني له ملګرو ملتونو غواړي چې د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې دې له افغانستان سره ودرېږي.

اغلې رحماني وایي:" زموږ غوښتنه دا ده چې د امریکا د دې پرېکړې پر وړاندې دې “ملګري ملتونه” هم غږ پورته کړي، چپ دې نه کېني او له افغانانو سره دې په دې برخه کې همکاري وکړي."

د افغان ښځو د سولې او ازادۍ موسسې د مسؤلینو په خبره دغه موسسې په افغانستان کې په ۲۰۱۵کال خپل فعالیت پیل کړی او د ښځو د سولې او ازادۍ د نړیوال خوځښت څانګه ده.

مخکې تر دې هم د افغانستان یو شمېر فعالو مېرمنو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د متحده ایالاتو له جمهور رئیس جو بایډن څخه غوښتي چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د شتمنۍ د یوې برخې د ځانګړې کولو په پرېکړه له سره غور وکړي.

دغه لیک د بېلابېلو بنسټونو د ۴ زره افغان مېرمنو په استازیتوب لیکل شوی و چې څه باندې سلو فعالو افغان مېرمنو لاسلیک کړی دی.

د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل
د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل

خو د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ازادي راډیو ته ویلي، په قطر کې له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د امریکا د شارژدافیر د وضاحت په ډول وویل؛ د ګنګل شویو پيسو د تقسیم په اړه د ولسمشر بایډن خبره په رسنیو کې غلطه تعبیر شوې او په یوه مېکانیزم کار روان دی چي احتمال لري د یادو پیسو یوه برخه د افغانستان بانک په اختیار کي ور کړل شي چي د خپلي پشتوانې په ډول استفاده ځینې وکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او اروپايي هېوادونو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

امریکا د تېر میلادي کال د اګسټ پر ۱۵مې وروسته له هغې د افغانستان بانک ټوله شتمني چې د افغانۍ کرنسۍ پشتوانه بلل کېږي، کنګل کړه چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول.

XS
SM
MD
LG