د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

له دریو افغان ماشومانو دوه یې کافي خوړو ته لاس رسی نه لري


په فاریاب کې دوه ماشومان هګۍ خرڅوي
په فاریاب کې دوه ماشومان هګۍ خرڅوي

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په خپل نوي راپور کې خبرداری ورکړی، چې په وروستۍ یوه لسیزه کې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله په هرو دریوو ماشومانو کې دوه تنه یې د خوړولو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

معصومې او شپږ کسیزې کورنۍ ته یې ژوند سخت شوی دی، نوموړې چې د هرات ولایت له یوې ولسوالۍ د وچکالۍ له امله له خپل کور کلي بې ځایه شوې وايي، اوس د نورو په کورونو کې په کار کولو سره دومره ګټي، چې خپلو ماشومانو ته د ژوندي پاتې کېدلو په خاطر پوره، نیمه ډوډۍ واخلي.

معصومه یو زوی او څلور لوڼې لري، او مېړه یې هم ورځنۍ مزدوري کوي.

نوموړې وايي، ماشومان یې د نورو د پاتې شونو خوړو د خوړلو له امله په نس ناستي اخته شوي دي.

هغه زیاتوي: "زه یو ماشوم لرم چې د خولې او لمنې دی، ځکه کوم ډودۍ چې زه راوړم ورته هغه له بل وخت پاتې وي، او بوی اخیستې وي، چې ورکوم یې نو خوله او لمن شي، ځکه څه نه شته چې ور یې کړم، نه ښه خواړه او نه مېوه."

په افغانستان کې په وروستیو کلونو کې ورښت کم شوی دی، او په دې سره له کروندو د کروندګرو په حاصل کې هم کموالی راغلی دی.

د ماشومانو د ساتنې ادارې یا "Save the children" راپور ښيي، چې په افغانستان کې د ۱۲ میلیونه ماشومانو ژوند په کرنې پورې تړلی دی، چې وروستیو کمو ورښتنو او له ځمکو کم حاصل تر نورو ډېر د دوی کورنۍ اغېزمنې کړې دي.

د دغه راپور موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د ۸۱ سلنه کورنیو ژوند چې ۲۵ میلیون کسان کېږي له کرنې او مالدارۍ سره تړلی دی.

چې کم ورښت، د اوبو د سرچینو کمښت او دغه شان د حیواني محصولاتو د بیو کمښت، بې وزلي ډېره کړې او دا د قحطۍ په لور د افغانستان د تګ خبر ورکوي.

ارشیف: کندهار کې ماشومان
ارشیف: کندهار کې ماشومان

د ماشومانو د ژغورنې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغانستان د خوړو د نه شتون په برخه کې بد ناورین تېروي، او په دغه هېواد کې پنځه میلیونه ماشومان له قحطۍ سره مخ دي.

په افغانستان کې د دغې ادارې رییس کرییس نیامندي په دغه هېواد کې د نظام سقوط او د افغانانو پانګو ګنګل کېدو ته په اشارې سره وايي: "دې ته په پام سره چې د افغانانو پانګې لا تر اوسه ګنګل دي، کورنۍ وروسته له هغې چې په تېرو کلونو کې په پرله پسې ډول دوی زیانمن شوي دي، په خپلو پښو د درېدو توان نه لري، بشري مرستې کولای شي د دوی بېړنۍ اړتیاوې کمې کړي خو د ټول اقتصاد ملاتړې نه شي کېدای."

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ په اړه زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په افغانستان کې د انساني او اقتصادي ناورین په پراخېدلو سره نړیوالې ټولنې افغانستان سره د بشري مرستو لپاره ۲ اعشاره ۴ ملیارده ډالره ځانګړي کړل، تر څو په دې ډول ماشومان له لوږې او بې وزلۍ وژغول شي.

خو د معصومې په شان په زرګونه کورنۍ شته چې له دې مرستو کمې برخمنې شوي .
معصومۍ وايي ، دا مهال د خپل څلوېښت کلن ژوند تر ټولو سختې، شپې ورځې تېروي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG