د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې په ټول افغانستان کې د کوکنارو کر منع کړ


د طالبانو مشر ملا هبت‌الله
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده په افغانستان کې په بشپړه توګه د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه فرمان ورکړ.

په دغه فرمان کې چې نن یکشنبه «۱۴۰۱ کال د وري ۱۴مه» په کابل کې د طالبانو حکومت په کورنیو چارو وزارت کې د یوې خبري ناستې پر ترڅ کې له رسنیو سره شریک شو، په‌کې راغلي چې "د کوکنارو کرکېله په ټول هېواد کې په مطلق ډول منع ده او هېڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه‌کوي."

په دې فرمان کې نه‌یوازې د کوکنارو کر، بلکې په افغانستان کې د ټولو نشه‌یي توکو د کار او بار د مخنیوي ویل شوي دي.

د دې فرمان په یوه برخه کې راغلي "په ټول هېواد کي د نشه‌يي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا، چرس او نورو استعمال، انتقال، پېر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه‌یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منع دي."

کندهار کې د کوکنارو کروندې
کندهار کې د کوکنارو کروندې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور له فرمان نه د سرغړوونکو په اړه وویل: "هېڅ‌څوک دا حق نه‌لري چې د دې فرمان نه سرغړونه وکړي که بالفرض خدای مه‌کړه بیا هم څوک سرغړونه وکړي، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي او د هغو په اړه به شرعي او قانوني پرېکړه کېږي."

مخکې تر دې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، دوی له هغو کروندګرو سره نرم چلند یا ګوزاره کوي چې کوکنار یې کرلي.

طالبان د دې کار لامل، د کروندګرو خراب اقتصادي وضعیت، بي‌وزلي او ترڅنګ‌یې د یوې بدیلې لارې نه‌درلودل په ګوته کړي و.

د طالبانو مشر دا فرمان داسې مهال ورکړی چې د اسوشیټډ پرس خبري اژانس په یو تازه وېډیویي راپور کې لیدل کېږي چې د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې بزګر د کوکنارو له کروندو حاصل ټولوي او د کوکنارو په یوه لویه کرونده کې لسګونه کارګر د شیرې د راټولولو په حال کې دي.

په دغې وېډیو کې ښکاري چې په نادعلي کې د کوکنارو کروندې ته نږدې په یوه لویه خونه کې بزګران ټول دي. څوک چای او ډوډۍ خوري، خو یوه ډله بیا د کوکنارو ټوله شوې شیره تلي او په کڅوړو کې یې اچوي.

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (یو اېن او ډي سي) د راپور پر بنسټ تېر کال افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو لوی تولیدوونکی و او د کوکنارو محصولات د دغه هېواد د اقتصاد ۱۱ فیصده برخه جوړوله.

د افغانستان لپاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې سیګار د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د مې میاشتې په راپور د یو امریکايي چارواکي په حواله اټکل شوی چې طالبان ۶۰ سلنه خپل کلنی عاید له غیر فانوني نشه‌يي توکو څخه ترلاسه کوي.

د یادونې ده چې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم د هلمند په ګډون په یو شمېر نا امنو ولایتونو کې کوکنار کرل کېدل او په ښارونو کې د نشه‌یي موادو او الکولي مشروباتو تولید، پلور او پېر هم کېده چې وخت نا وخت به‌یې د کار او باریانو د نیول کېدو راپورونه هم ورکول کېدل.

XS
SM
MD
LG