د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د طالبانو حکومت له ترکیې غوښتي چې افغان بزګرانو ته د کوکنار بدیل کښت چمتو کړي


په کندهار کې د پنبې کښت
په کندهار کې د پنبې کښت

د ترکيې د بشري همکاريو بنسټ مشر چې تازه له افغانستانه بېرته ترکيې ته تللی، له افغانستان سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د ترکيې د هڅو يادونه کړې ده.

د دې بنسټ مشر بولنت يلدريم د ترکيې اناتولي خبري اژانس ته ويلي، د طالبانو د حکومت مقاماتو دوی ته ويلي چې له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دي، خو دا اړتیا شته چې بايد د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته وکړي.

ارشیف؛ د کوکنارو کرکېله
ارشیف؛ د کوکنارو کرکېله

د طالبانو د حکومت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وياند مستعين عمري ازادۍ راډيو ته وويل دوی له ترکيې غوښتي چې د دوه ډوله زراعتي تخمونو په چمتو کولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

عمري وایي:" د کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ سرپرست وزير له دوی دا غوښتنه وکړه چې تاسي زموږ سره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې څه مرسته کولای شئ؟ داسې يو کښت وي چې په للمي ځمکو کې هم په اسانۍ سره وشي او له دې لارې خلک د کوکنارو له کښت څخه لاس واخلي. د ترکيې هيئت وخت وغوښت، ويل کله چې موږ خپل هېواد ته ولاړ شو، په دې اړه به مشورې وکړو او بيا به تاسې ته احوال درکړو چې په دې برخه کې څه کولای شو. "

د ترکيې د بشري همکاريو بنسټ مشر د افغانستان نشه يي مواد د اروپايي هېوادونو لپاره يو جدي روغتيايي او امنيتي ګواښ بللی او ويلي يې دي چې دا هېوادونه بايد له اعتياده د خپلو ځوانانو د ژغورلو لپاره د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې د افغانستان له بزګرو سره همکاري وکړي.

زمین‌های زراعتی در ولایت هلمند
زمین‌های زراعتی در ولایت هلمند

ترکيې اعلان کړی چې په لومړي ګام کې د زراعت د ودې او زعفرانو د حاصلاتو د ډېروالي په برخه کې د افغانستان له بزګرو سره مرستې کوي.

د کندهار ولايت يوه بزګر عبدالحکيم او غور ولايت يوه قومي مشر عبدالله د کوکنارو د کښت په اړه ازادۍ راډيو ته وويل:" دا ځمکه د غنمو له لارې چندان پيسې نه جوړوي، که تارياک په وکرم خدای ته امید شته چې دومره پيسې راجوړې کړي چې د تېلو لګښت پوره کړي. "

" موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې د کوکنارو کښت بند کړي او پر ځای دې يې غنم، کچالو، زعفران او نور بوټي وکرل شي. "

ترکيه داسې مهال د کوکنارو د بديل کښت په برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت تر اوسه د کوکنارو کښت په رسمي ډول نه دی منع کړی.

XS
SM
MD
LG