د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

بزګران: بد اقتصادي وضعیت اړ کړو چې پر خپلو ځمکو کوکنار وکرو


ارشیف، کندهار یو تن بزګر
ارشیف، کندهار یو تن بزګر

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ را وروسته د دې هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.

بزګران وايي، بد اقتصادي وضعیت اړ کړي چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو فصل وکري.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی اته دېرش کلن ګل محمد وايي، په ۱۲ جریبه ځمکه يې کوکنار کرلي او هیله لري چې طالبان به يې مخه ونه نیسي.

دی زیاتوي، د کامې په ګډون د ننګرهار ډېری ولسوالیو کې سږکال کوکنارو کرل شوي دي.

دی يې لامل د خلکو د اقتصادي وضعیت خرابوالی او پر وړاندې د طالبانو خاموشي بولي: "له مجبوریه مو کوکنار کرلي دي، دا شل کاله مو اقتصادي وضعیت جوړ وو، خو اوس چې کارونه خراب دي، که طالبان خلکو ته د کارونو زمینه برابره کړي نو خلک به ولې کوکنار کري؟"

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی اته دېرش کلن ګل محمد وايي، د کامې په ګډون د ننګرهار ډېری ولسوالیو کې سږکال کوکنارو کرل شوي دي.
د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی اته دېرش کلن ګل محمد وايي، د کامې په ګډون د ننګرهار ډېری ولسوالیو کې سږکال کوکنارو کرل شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، سږکال يې په خپلو کروندو کې په پراخه کچه د کوکنارو فصل کرلی دی.

د افغانستان د یو شمېر نورو ګرمسیرو ولایتونو څخه هم د کوکنارو د کښت د زیاتېدو راپورونه ورکول شوي دي.

د کندهار اوسېدونکی نور محمد ازادي راډيو ته وویل، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په پراخه کچه د کوکنارو پیل شوی کښت اوس مهال پای ته رسېدلی دی: "له ناتوانۍ یې کرو، که موږ تاریاک ونه کرو څه وکړو؟ خو که طالبان يې وغواړي بند يې کړي، نو دوی زورو خلک دي، دستي يې بندولی شي، خو موږ ته له غنمو، جوارو او نورو کښتونو زیاته ګټه کوي، موږ مجبور یو چې کوکنار وکرو."

د کندهار له ګاونډ هلمنده هم د کوکنارو د پراخه کښت راپورونه ورکول شوي دي.

هلمند هغه ولایت دی چې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، له اتو کالو راهيسې هرکال د افغانستان د ټولو تارياکو په سلو کې ۸۰ يوازې له همدې ولایته ترلاسه کېدل.

په افغانستان کې د کوکنارو کښت نوې پدېده نه ده، خو دې هېواد د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې چې نږدې شپږ میاشتې ترې تیریږي، د کوکنارو د کښت زیاتېدل ښايي ډېرو ته ځکه نوې خبره وي چې طالبانو په ۹۰مه میلادي لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پرمهال دې هېواد کې د کوکنارو کښت په بشپړ ډول بند کړی وو.

خو اوس د بېلابېلو ولایتونو بزګر اوسېدونکي وايي، تردې دمه ورته طالبانو د کوکنارو د کښت د مخنیوي برخه کې څه نه دي ویلي.

که څه هم د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو په اړه بې خبري ښيي، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد يې زیاتېدل ردوي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډيو ته وویل، کوکنار کرل شوي او لامل يې هم د خلکو بد اقتصادي وضعیت دی، خو دی وايي د بشپړ مخنیوي لپاره يې د نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد زیاتوي: "کومې ادعاوې چې ګرمسیرو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د زیاتېدو په اړه کېږي، دا زه ردوم البته دا منم چې ښايي د پخوا په کچه کښت شوی وي، ځکه دې برخه کې موږ تر اوسه کوم ګام لا نه دی اخیستی او هغه هم د خلکو د مجبوریت له مخې ځکه خلک اړ دي او ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دي او موږ هم ورته بدیل کښت نه لرو، خو که دې برخه کې شریک ګامونه واخیستل شي، هم کمېدلی او هم بندېدلی شي او اسلامي امارت هم په دې برخه کې جدي دی."

په همدې حال کې د کرنې د برخې یو شمېر متخصصین وايي، د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره اړینه ده چې بزګرانو ته بدیلې لارې په ګوته شي.

له ډلې يې میرویس خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل: "حکومتونه باید له کروندګرو سره کار وکړي، څو کروندګر د کوکنارو له کښت مخ واړوي، دا به ټولنیزې ستونزې هم راختمې کړي او دا شان به بزګران حلال رزق وګټي، د دې ترڅنګ به د واراداتو کچه هم راټیټه شي، که موږ په افغانستان کې د لومړنیو کرنیزو توکو د کښت زمینه برابره کړو نو په هماغومره کچه له نورو هېوادونو د وارداتو مخه نیول کېږي او په ځان بسیا کېږو."

په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې ګډې سروې ښودلې وه چې دې کال کې د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې کوکنار کرل شوي و، خو اوس چې ۲۰۲۱ ميلادي کال هم پای ته رسېږي، داسې رسمي شمېرې نه دي خپرې شوي چې په افغانستان کې څومره تارياک توليد شوي او په څومره ځمکو او څو ولايتونو کې کوکنار کرل شوي دي.

XS
SM
MD
LG