د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۴

طالبان: څو چې د بدیل معیشت پروګرام پلی نه‌شي د کوکنارو د کښت مخه نه نیسو


په کندهار کې یو تن بزګر د کوکنارو په کښت کې
په کندهار کې یو تن بزګر د کوکنارو په کښت کې

د کندهار ولایت اوسېدونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي، له مجبوریته یې کوکنار کرلي: "چاره مو څه ده، مجبور یوو چې کوکنار وکرو. کارونه مو ډېر خراب دي، ډېر ستړي یوو."

ښکاري چې د طالبانو حکومت هم د کروندګرو دې وضعیت مجبور کړی چې د کوکنارو له کښت کوونکو سره نرمه غاړه یوسي.

تازه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، له هغو کروندګرو سره نرم چلند یا ګوزاره کوي چې کوکنار یې کرلي.

طالبان د دې کار لامل، د کروندګرو خراب اقتصادي وضعیت، بي‌وزلي او ترڅنګ یې د یوې بدیلې لارې نه درلودل په ګوته کوي.

ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان لویدیځ ته د خپل سفر پرمهال رسنیو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د کوکنارو د کښت کوونکو سره به څه ډول چلند وکړي وویل، ترهغه چې کروندګرو لپاره د بدیل معیشت پروګرام پلی نه‌شي، دوی د کوکنارو د کښت مخه نه نیسي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

مجاهد وايي:​"اوس باید له هغوی سره د بدیل معیشت مرسته او همکاري وشي چې دوی دا کښت پرېږدي او مثبت کښتونه وکري. نړیوالو ادارو سره په اړیکه کې یوو، ژمنې یې را سره کړي، ورته هیله‌مند یوو."

ښاغلی مجاهد په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د بشپړ مخنیوي لپاره په نړیواله کچه د یوې حل لارې غوښتونکی دی.

طالب چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې واک ته د دوی له رسېدو وړاندې نړیوالې ټولنې افغانستان کې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې په دې برخه کې د جدي چلند غوښتنه کړې.

خو په افغانستان کې د ناټو پخوانی ستر سلاکار او د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدم د کوکنارو د کښت او د نشه‌يي توکو د قاچاق مخنیوی په نړیوالۍ همکارۍ پورې تړلې مساله بولي.

د ناټو پخوانی ستر سلاکار او د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدم
د ناټو پخوانی ستر سلاکار او د سیاسي مسایلو شنونکی شفیق همدم

همدم زیاتوي:​ "نړیواله ټولنه کولی شي چې د بدیل معیشت او له خلکو سره د باالمثل مرستو له لارې د کوکنارو د کښت سره مبارزه وکړي او طالبان هم دې اړ کړي چې د هغو خلکو مخه ونیسي چې کوکنار کري."

موده وړاندې ازادي راډیو ته د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو وویل، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، سږکال ان هغو سیمو کې کوکنار کرل شوي چې تېرو نږدې ۱۸ کلونو کې نه و کښت شوي.

که څه هم په ۲۰۲۱ کال په افغانستان کې د کرل شوېو کوکنارو د کچې په اړه کره شمېرې نه‌دي خپرې شوي، خو په ٢٠٢٠ کال کې په ٢٢٣ زره ٦٧٤ هکټاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي و.

د ازادي راډیو د زهرو کاروان برخې د راپورونو پر بنسټ، په افغانستان کې د تریاکو کلني ګټه لږ تر لږه دوه نیم میلیارده ډالر ښودل شوې ده چې ډېرې پیسې د نشه‌يي توکو د مافیا جېبونو ته ځي.

XS
SM
MD
LG