د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

سیګار: په افغانستان کې د تارياکو کاروبار د ودې په حال کې دی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په دې ورځو کې د افغانستان د پخواني حکومت د نسکورېدو د عواملو په اړه څېړنه پيل کړې ده.

د دې ادارې په تازه درې مياشتني راپور کې راغلي، افغانستان کې ۲۰۲۱ ميلادي کال په وروستيو ۱۱کالو کې درېيم کال و چې تر ټولو ډېر کوکنار په کې کرل شوي او تر ټولو ډېر تارياک ځنې ترلاسه شوي دي.

د سيګار د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په افغانستان کې ټول شپږ زره او اته سوه ټنه تارياک توليد شوي چې له دې تارياکو څخه دوه ميليارډه ډالره لاس ته راغلي دي، خو له دې پيسو څخه نژدې څلور سوه ميليونه ډالره د بزګرو او پاتې پيسې د نشه يي توکو مافيايي ډلو جېبونو ته تللي دي.

سیګاروايي، په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په افغانستان کې ټول شپږ زره او اته سوه ټنه تارياک توليد شوي
سیګاروايي، په ۲۰۲۱ ميلادي کال کې په افغانستان کې ټول شپږ زره او اته سوه ټنه تارياک توليد شوي

سيګار یې په اړه وايي:"که څه هم د طالبانو وياند د تېر ميلادي کال د اګسټ په ۱۷مه نېټه ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د کوکنارو کښت منع کړي، خو سيګار هېڅ داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي طالبانو رښتيا هم د کوکنارو کښت بند کړی دی او که نه؟اوس مهال په افغانستان کې د کوکنارو کاروبار د ودې په حال کې دی."

ازادي راډیو وغوښتل چې د سيګار د دې ادعا په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلي، خو د طالبانو د حکومت وياندويانو په دې اړه څه و نه ويل.

تردې مخکې د طالبانو د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني ازادي راډيو ته ويلي و چې د کوکنارو د کښت منع کولو لپاره د نړیوالې ټولنې له خوا د بزګرو لپاره بديل کښت ته اړتیا ده، خو د سيګار په راپور کې راغلي چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت پاليسي د طالبانو او يا د افغانستان له دولتي ادارو سره د مستقيمو مرستو په برخه کې ټکر لري، خو په افغانستان کې له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځينې پروژې د نادولتي ټولنو له خوا د عملي کېدو په حال کې دي.

د هلمند ولايت دوو بزګرو غلام حضرت او عبدالجبار ازادي راډيو ته وويل، دا چې د دوی نور زراعتي محصولات مناسب بازار نه لري، دوی له بې وزلۍ او ناچاریه د کوکنارو کښت ته مخه کړې تر اوسه يې چا مخه هم نه ده نيولې: "له مجبورۍ او ناچاریه کوکنار کرو، که کوکنار و نه کرو له ډېرو ستونزو سره به لاس او ګرېوان شو، امارت زور لري، که وغواړي د کوکنارو کښت بند کړي موږ يې بندوو، خو چاره نشته، موږ مجبوره يو چې کوکنار وکرو.

-سږکال د تارياکو له رانيولو او خرڅولو څخه څرګندېږي چې بیه يې ښه ده، پروسږکال د يوه کيلوګرامو تارياکو بيه له څلوېښتو څخه نيولې بيا تر اته څلوېښت زرو کالدارو پورې وه، خو سږ کال تر دوه اتیا زرو پورې ښه تارياک خرڅېږي."

بزګران وايي بد اقتصادي وضعیت اړ کړي چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو فصل وکري.
بزګران وايي بد اقتصادي وضعیت اړ کړي چې پر خپلو ځمکو د کوکنارو فصل وکري.

د افغانستان دولت، ملګرو ملتونو او امريکا متحده ایالاتونو له نشه يي توکو سره د مبارزې او قانون عملي کولو ادارو په ګډه له ۲۰۰۹ ميلادي کال څخه بيا د ۲۰۲۱ ميلادي کال تر لومړيو مياشتو پورې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو د توليد د اندازې په اړه شپږ مياشتني او کلني راپورنه خپاره کړي دي، خو اوس چې د طالبانو د واکمنۍ نژدې شپږ مياشتې پوره کېږي، په دې اړه هېڅ رسمي راپور نه دی خپور شوی.

له نشه يي توکو سره د مبارزې پخوانی مرستیال ډاکټر ظفر وايي، که د طالبانو حکومت وغواړي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت بند کړي، نو اسانه يې بندولای شي.

دی وايي: "د سيګار راپور تر يو ځایه سم دی، خو مشکل هم په کې شته. په تېرو شلو کالو کې له نشه يي موادو سره چې بايد څنګه مبارزه شوې وای نه ده شوې، په دې اړه هم حکومت او هم بهرنیان ملامت دي، اوس ناامني نشته، خو له ځينو مسائلو څخه داسې ښکاري لکه څنګه چې بايد له نشه يي موادو سره مبارزه وشي، هغسې نه کېږي، که اسلامي امارت وغواړي د ۲۰۰۱ ميلادي کال تجربې ته په کتو سره په ټول افغانستان کې د نشه يي بوټو د کښت مخ نيولای شي. "

د امريکا متحده ايالاتونو له ۲۰۰۳ ميلادي کال څخه بيا تر ۲۰۲۱ ميلادي کاله پورې په افغانستان کې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې تر ۹ ميليارډو ډالرو ډېرې پيسې ولګولې، خو د پخواني حکومت له ړنګېدو سره سم له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې د نورو فعاليتونو په ډول ډېری هغه ادارې هم ړنګې شوي چې د امريکا متحده ایالاتونو په مالي او تخنيکي مرستو جوړې شوي وې.

غږیز راپور یې هم اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:50 0:00
مستقیم لېنک

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG