د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

فعالان: نشه‌يي توکو سره د بنسټيزې مبارزې لپاره دې د کوکنارو کښت بند کړل شي


ارشیف، د کوکنار کښت
ارشیف، د کوکنار کښت

د کابل او فراه له زندانونو څخه د سلګونو معتادینو تر رخصتېدو وروسته اوس د طالبانو حکومت د کندهار او هرات ولایتونو له ښارونو څخه سلګونه معتادین راټول کړي او په زندان کې يې ساتلي دي.

مدني فعالان د معتادینو راټولول د نشه يي موادو غوښتنې کمولو لپاره ګټور کار بولي او د دې تر څنګ له حکومته غواړي چې د دې معتادینو درملنه په معیاري ډول وکړي.

د هرات ولايت دوه مدني فعالان فيروز احمد بهزاد او عبدالرازق یوسفي وايي، که افغانستان کې د کوکنارو کښت بند نه کړل شي او د دې ترڅنګ د نشه يي موادو د قاچاقو مخه و نه نيول شي، په زندان کې د معتادینو اچول به هغوی بېرته په نشو اخته کړي: "له ښاره د معتادینو راټولولو برخه کې د اسلامي امارت اقدام ښه کار دی او موږ يې هرکلی کوو، خو د دې ترڅنګ دا اړتیا هم شته چې څو نور کارونه هم وکړي. د نشه يي موادو کوچني او لوی قاچاق کوونکي دي ونيول شي، دغه ډول دي د کوکنارو د کښت مخه ونيول شي چې نشه يي مواد يو مخ له منځه ولاړ شي.

-يوازې د معتادینو راټولول کفایت نه کوي، بايد هغو خلکو ته هم پام وشي چې نشه يي مواد د پرچون په بڼه خرڅوي او معتادینو ته نشه يي مواد رسوي. معتادین هره ورځ په ازاد ډول له ساقيانو څخه نشه يي مواد رانيسي، دولت بايد د دې ساقيانو مخه ونيسي چې معتادینو ته نشه يي مواد اسانه په لاس ور نه شي."

فعالان وايي، که افغانستان کې د کوکنارو کښت بند نه کړل شي او د دې ترڅنګ د نشه يي موادو د قاچاقو مخه و نه نيول شي
فعالان وايي، که افغانستان کې د کوکنارو کښت بند نه کړل شي او د دې ترڅنګ د نشه يي موادو د قاچاقو مخه و نه نيول شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په تشکيلاتو کې تازه له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت اعلان کړی او له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز يې هم فعاله کړی دی، خو تر اوسه يې له نشه يي موادو سره د مبارزې په اړه هېڅ ځانګړې پاليسي او ستراتيژي نه ده اعلان کړې.

له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت په دې وروستیو اوونیو کې داسې راپورونه خپاره کړي چې په ځينو ښارونو کې يې د نشه يي موادو پلورونکي نيولي دي، خو په دې نيول شويو خلکو کې يو لوی قاچاق کوونکی هم نه ليدل کېږي.

د هرات ولايت د معتادینو د درملنې د مرکزونو مسوول مولوي ذهين وايي چې د طالبانو له نظامي ځواکونو سره په همغږۍ يې د نشه يي موادو ځينې خرڅوونکي نيولي دي.

ذهین زیاته کړه:"هغو خلکو چې نشه يي مواد خرڅول ځينې مو يې ونيول او اوس هم زموږ عمليات دوام لري، خو دا چې دوی ته به څه جزا ورکول کېږي دا جزا به محکمه ورته ټاکي. موږ غواړو چې له هرات ښاره له څلورو تر پنځو زرو پورې معتادین راټول او د درملنې لپاره يې تدابير ونيسو. که راتلونکي کې مرستندويه ټولنو او سوداګرو زموږ سره مرستې وکړي د کار زمينه به هم ورته برابره کړو."

مدني فعالان د طالبانو له حکومته داسې مهال د کوکنارو د کښت بندولو غوښتنه کوي چې هرات ولايت ته نژدې په فراه او هلمند ولايتونو کې تر ټولو ډېر کوکنار کرل کېږي. څرنګه چې هرات ولايت له ايران سره ګډه پوله لري، نو تر اويا زره ډېر بې کوره معتادین په کې اوسېږي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

XS
SM
MD
LG