د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

د هند، ايران او پاکستان شکایت؛ طالبان: نشه‌يي توکو سره مبارزه کې جدي یو


د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د ځانګړي ستراتيژۍ او مېکانيزم نوم نه يادوي
د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د ځانګړي ستراتيژۍ او مېکانيزم نوم نه يادوي

په وروستۍ اوونۍ کې دوه ځله د نشه يي توکو ډېر مواد د ډيورنډ کرښې ها خوا ته او دوه ځله نور زرګونه کيلوګرامه کېمياوي نشه يي مواد هم په هند کې ونيول شول. دا هغه مواد وو چې لومړی له افغانستانه پاکستان او بيا د پاکستان د کراچۍ له لارې هند ته قاچاق شوي وو.

د هند د نشه يي موادو د کنټرول ادارې مشر د دې هېواد رسنيو ته ويلي چې په دې وروستیو مياشتو کې تر ميانمار وروسته افغانستان دوهمه سرچينه ده چې هند ته ډېر نشه يي مواد قاچاقوي.

که څه هم د طالبانو حکومت له نشه يي موادو سره د مبارزې لپاره د ځانګړي ستراتيژۍ او مېکانيزم نوم نه يادوي، خو وايي خپلو ځواکونو ته يې امر کړی چې د نشه يي موادو د قاچاقو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ازادي راډيو سره په خبرو کې پر دې ټکي ټينګار وکړ چې د دوی حکومت له نشه يي موادو سره جدي مبارزه کوي.

مجاهد زیاتوي: "موږ د نشه يي موادو د قاچاقو او تجارت پر وړاندې اقدام کوو، په هېڅ ځای کې چا ته د قاچاقو اجازه نه ورکول کېږي، البته ځينې صعب العبور لارې شته، طبعاً له هغو لارو نشه يي مواد قاچاقېږي چې دا يوه جلا موضوع ده، خو موږ خپلو ټولو ځواکونو ته امر کړی چې د نشه يي موادو د تجارت مخه ونيسي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ټينګار وکړ چې د دوی حکومت له نشه يي موادو سره جدي مبارزه کوي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ټينګار وکړ چې د دوی حکومت له نشه يي موادو سره جدي مبارزه کوي.

که څه هم د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې له نشه يي موادو سره د مبارزې معينيت تشکيلات بيا فعاله کړي او د افغانستان د ۳۴ ولايتونو لپاره يې له نشه يي موادو سره د مبارزې مديران هم ټاکلي دي، خو تر اوسه پورې د طالبانو د حکومت له خوا د نشه يي موادو په اړه ځانګړی قانون او ستراتيژي نه ده اعلان شوې.

پاکستاني پولیسو په تورخم کې تازه سل کيلوګرامه هيرويین داسې مهال ونيول چې په يوه پاکستانۍ لارۍ کې بار شوي او له افغانستانه پاکستان ته قاچاقېدل، خو د هند د نشه يي موادو د کنټرول اداره ادعا کوي چې په پاکستان کې يوه ځانګړې مافيايي ډله له افغانستانه هند ته د نشه يي موادو په قاچاقو کې لاس لري.

د طالبانو د حکومت وياند د خپل حکومت په لومړیو کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دوی له نشه يي موادو سره مبارزې ته ژمن دي، خو له هغه وخته بيا تر اوسه پورې د کوکنارو د نه کرلو په اړه رسمي اعلان نه دی شوی.

پاکستاني پولیسو په تورخم کې تازه سل کيلوګرامه هيرويین داسې مهال ونيول چې په يوه پاکستانۍ لارۍ کې بار شوي
پاکستاني پولیسو په تورخم کې تازه سل کيلوګرامه هيرويین داسې مهال ونيول چې په يوه پاکستانۍ لارۍ کې بار شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت پخوانی معين ډاکټر ظفر وايي چې که د طالبانو حکومت وغواړي د نشه يي موادو پر ضد مبارزه به ډېره بريالۍ وي: "ځينې مسایل داسې دي لکه څنګه چې بايد له نشه يي موادو سره مبارزه وشي، هغسې مبارزه نه ورسره کېږي. که اسلامي امارت وغواړي چې د ۲۰۰۱ ميلادي کال له تجربې کار واخلي، نو په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت بندېدلای شي، خو دا کار د دوی په پرېکړه پورې تړلی دی چې څنګه عمل کوي."

د پخواني حکومت تر نسکورېدو مخکې هغه درې میاشتنی راپور چې له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له خوا خپرېده، تر کابل وروسته ننګرهار هغه ولایت ښودل شوی و چې د نشه يي موادو ډېرې پېښې يې درلودې، خو په وروستیو څلورو مياشتو کې د دې ولايت د نشه يي موادو په اړه څه نه دي خپاره شوي.

بشپړ غږیز راپور د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG