د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۴

ډاکتران: زرقي معتادینو ته د سرنجونو نه‌ورکول د ساري ناروغيو د ډېرېدو سبب کېږي


کابل کې زرقي معتادین
کابل کې زرقي معتادین

په معتادینو کې د ساري ناروغیو د خپرېدو په اړه زرقي معتادینو ته د سرنجونو نه‌رسېدو اندېښنې راپورته کړې دي.

د معتادینو د درملنې مرکزونو کارکوونکي وايي چې د نشه‌يي موادو د زيانونو کمولو پروګرام چې پخوا به د معتادینو د راټولېدو په ځايونو کې عملي کېده، اوس له ستونزو سره مخ شوی دی.

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې د نشه‌يي موادو د زيانونو کمولو پروګرام ځنډ به د دې سبب شي چې په معتادینو کې د ساري ناروغیو لمن پراخه شي او روغ خلک هم په ناروغيو ککړ شي.

د کابل پل سوخته هغه سيمه ده چې پخوا به سلګونه معتادين په‌کې راټولېدل او هلته به‌يې خپلې نشې کولې، خو اوس د دې سيمې په هره څنډه کې يوازې دوه درې معتادين په پټه سره راټولېږي او نشې کوي.

په دوی کې ډېری معتادین ځانو ته د سرنج له لارې نشه‌يي مواد پیچکاري کوي چې يو سرنج يا د پیچکارۍ بمبه تر خپل منځ څو ځله په ګډه استعمالوي.

پخوا د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ساري ناروغیو د مخنيوي لپاره دغه ډول معتادینو ته هر سهار په وړيا ډول سرنجونه ورکول، خو اوس دا پروګرام له ستونزو سره مخ شوی دی.

د نجات مرکز په نوم د يوې نادولتي ټولنې د طبي خدماتو او عامه پوهاوي د برخې کارکوونکی امان‌الله رؤفي وايي چې که څه هم د نشه‌يي موادو د زیانونو کمولو پروګرام په رسمي ډول نه‌دی بند شوی، خو دوی د ځينو دلایلو له مخې نه‌شي کولای چې د اوس لپاره معتادینو ته دا خدمات وړاندې کړي.

ارشیف، د کابل یوه څنډه کې د معتادینو د اوسېدو یو ځای
ارشیف، د کابل یوه څنډه کې د معتادینو د اوسېدو یو ځای

دی زیاتوي: "د نشه‌يي موادو د زيانونو کمول زموږ يو پروګرام دی چې نه‌دی درېدلی، خو ستونزه دا ده هغه معتادین چې پخوا به پر يوه ځای سره راټولېدل، اوس په ښار کې سره تيت شوي دي، هغه چا ته چې به موږ د پیچکاريو بمبې ورکولې اوس نه‌شته، موږ هڅه کوو چې څوک د پیچکاريو له لارې نشه کوي هغوی ته خپل خدمات ورسوو."

موږ وغوښتل چې د نشه‌يي موادو د زيانونو د کموالي او کور په کور د درملنې پروګرام د بیا پيل کېدو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو د عامې روغتیا وزارت مقاماتو زموږ د پرله‌پسې اړيکو سره سره بيا هم ځواب رانه‌کړ.

د ملګرو ملتونو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د کیمياوي نشه‌يي موادو د استعمال له ډېرېدو سره سم، په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې هغه معتادین هم ډېر شوي چې نشه‌يي مواد د پیچکاريو له لارې استعمالوي.

له همدې امله په وروستیو کلونو کې ملګرو ملتونو او کولمبو پلان د نشه‌يي موادو د زیانونو کمولو پروګرام د عملي کولو لپاره معتادینو ته سرنجونه، الکول او داسې نور طبي وسايل ورکول چې په معتادینو کې د ساري ناروغيو مخه ونيول شي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر بريالی ميوندوال وايي چې معتادینو ته د پیچکاريو نه‌رسېدل د اندېښنې وړ خبره ده، ځکه د دې پروګرام ځنډ د دې سبب کېږي چې په معتادینو کې د ساري ناروغيو لمن پراخه شي.

د کابل پل سوخته کې یو شمېر معتادین
د کابل پل سوخته کې یو شمېر معتادین

ښاغلی میوندوال وايي: "له بده مرغه چې دا پروګرام اوس‌مهال نه‌شته او د معتادینو د راټولېدو ځای هم نه‌دی معلوم. اوس معتادین يو سرنج په ګډه استعمالوي چې د بېلابېلو ساري ناروغيو سبب کېږي لکه HCV او HIV او بيا دا ناروغۍ له معتادینو څخه روغو خلکو ته ورځي، ځکه چې دا معتادین خپلو کورونو ته ځي او هلته اوسېږي."

پر افغانستان د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته اوس نشه‌يي مواد په بازارونو کې په پټه خرڅېږي او معتادین هم د پخوا په شان پر يوه ځای نه سره راټولېږي، له همدې امله د روغتيايي خدماتو کارکوونکو ته ګرانه ده چې هغوی ته سرنجونه ورکړي.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:03 0:00
XS
SM
MD
LG