د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

طالبانو د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون کې '۲،۷۰۰' معتادین بستر کړي


ارشیف، د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر افغان معتادین
ارشیف، د معتادینو د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر افغان معتادین

د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون د کابل په ختيځ کې پروت دی چې پخوا د بهرنيو نظامي ځواکونو اډه وه.

دا روغتيايي مرکز ناروغ د يوه پړاو لپاره ۴۵ ورځې بستري کوي چې پر يوه وخت يوازې د زرو ناروغانو د بستري کولو ځای او امکانات لري.

که څه هم د دې مرکز په ټولو کټونو کې معتادین بستري شوي دي، خو څو ورځې مخکې د طالبانو حکومت دې روغتون ته ۲،۰۰۷ نور معتادین هم وروړل چې اوس‌يې شمېر ۲،۷۰۰ کېږي.

د دې روغتيايي مرکز رئيس ظاهر سلطاني ازادي راډيو ته وويل چې دا پرېکړه اوسني سخت وضعيت ته په کتو سره او د طالبانو حکومت د حکم په اساس شوې ده.

ښاغلی سلطاني وايي: "له تېرې پنجشنبې څخه نيولې بیا تر اوسه پورې د ابن سينا زر بستريز روغتون ته د ۲،۷۰۰ په شااوخوا کې معتادین راوړل شوي او تر دې مخکې مو هم زر بستر شوي ناروغان درلودل، دا روغتون د زرو ناروغانو لپاره جوړ شوی، دومره ډېرو ناروغانو ته مو ځکه ځای ورکړی چې يو خو شرایط سخت شوي او بل په دې اړه رئیس‌الوزراء امرونه ورکړي دي، موږ هڅه کوو چې په روغتيايي برخه کې د دوی خدمت وکړو."

ارشیف، د یو شمېر معتادینو د راټولونې بهیر
ارشیف، د یو شمېر معتادینو د راټولونې بهیر

د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولايتونو کې معتادین راټول کړي او د درملنې د مرکزونو پر ځای يې زندانونو ته وړي دي.

د کورنیو چارو وزارت معين مولوي محمد محسن هاشمي هم زندانونو ته د معتادینو وړل مني او وايي چې هغه معتادین چې په دې وروستيو کې د کابل ښار له بېلابېلو سيمو څخه راټول شوي، همدا اوس په پلچرخي زندان کې ساتل کېږي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت يوې سرچينې ازادي راډيو ته وويل چې معتادین د دوی له مشورې او د معتادینو د درملنې د مرکزونو د ظرفيت په پام کې نيولو پرته راټولېږي.

دا سرچينه وايي، هغه معتادین چې زندان ته وړل شوي، د ډاکتر او درملو د نشتوالي له امله له جدي روغتيايي ستونزو سره مخ دي.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر فريد بزګر وايي چې له طبي پلوه معتاد ناروغ بلل کېږي او په زندان کې د هغوی ساتل منطقي کار نه‌دی.

ډاکتر بزګر وايي: "که د دوی هدف له سړې هوا څخه د معتادینو ژغورل وي څه نه‌شم ويلی، خو د درملنې لپاره نه زندان او نه هم په روغتون کې د زرو معتادینو پر ځای د دوه زرو معتادینو بستري کول علمي او منطقي کار دی. په روغتون کې اسانتياوې د مشخصو ناروغانو لپاره برابرې شوې وي، که چېرې تاسې د زرو خلکو پر ځای دوه زره کسان اچوئ ښکاره خبره ده چې بايد امکانات‌يې هم د دوو زرو کسانو وي، بايد د دوو زرو کسانو لپاره پرسونل هم موجود وي. په بستر کې يوازې د ګوليو او ډوډۍ ورکول نه‌دي، هغوی ته مشورې ورکول کېږي او ټولنيز ژوند ته هڅول کېږي، دا امکان نه‌لري چې په زر بستريز روغتون کې دي دوو زرو کسانو ته دا خدمات برابر شي."

ارشیف، کابل کې د پلچرخي زندان مخ ته ولاړ وسله‌وال طالب
ارشیف، کابل کې د پلچرخي زندان مخ ته ولاړ وسله‌وال طالب

د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې په ډله‌ييز ډول د معتادینو د بستري کولو خبره په داسې حال کې راپورته کېږي چې په تېرو ۱۲ کالو کې په افغانستان کې د معتادینو د درملنې ۸۴ دولتي او غير دولتي روغتيايي مرکزونو فعاليت کاوه، خو اوس ډېری غير دولتي مرکزونه تړل شوي او دولتي مرکزونه هم د درملو او خوراکي موادو د نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG