د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

عبدالودود انوري: معتاد ته د مجرم په سترګه کتل کېږي او زندان ته اچول کېږي


یو تن معتاد او وسله وال طالب
یو تن معتاد او وسله وال طالب

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د لومړي ځل لپاره په فراه ولايت کې پنځوس معتادین تر درملنې وروسته له روغتيايي مرکزونو څخه رخصت شول.

دا معتادین چې له فراه ښار څخه راټول شوي وو، لومړی د فراه ولايت زندان او بیا د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول چې هلته يې د ۴۵ ورځني پړاو پر ځای (۳۶) ورځې تېري کړې.

د فراه د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکزونو مسوول عبدالودود انوري وايي چې پخوا به معتادین په خپله خوښه راوستل کېدل او د معتادینو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې به بستري کېدل، خو اوس دوی په زور بستري کېږي.

ښاغلی انوري وايي، له دې روغو شوېو معتادينو څخه په ليکلې بڼه ژمنه اخيستل کېږي، د ژمنې اساسي خبره دا ده که دا معتادین له روغتونه تر رخصت کېدو وروسته بيا نشو ته مخه کړي، نو زندان ته به واچول شي.

دی وايي: "معتاد ته د مجرم په سترګه کتل کېږي او زندان ته اچول کېږي. نن چې موږ ستاسې څخه کوم تعهد واخيست، په کې ليکل شوي چې زه پلانی د پلاني زوی چې د درملنې موده مې پوره شوې اوس هېڅ ستونزه نه لرم، که په راتلونکې وخت کې مې بيا نشه وکړه او اسلامي امارت د چارواکو له خوا ونيول شوم، د ګيلې او شکايت حق نه لرم، د دوی له خوا چې هر ډول چلند راسره وشو، ودي شي. "

فراه کې یو شمېر معتادین
فراه کې یو شمېر معتادین

د فراه ولايت د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې په دې وروستيو کې له فراه ښاره سلګونه معتادین راټول او زندانونو ته استول شوي دي، کله چې پنځه څلوېښت ورځې وروسته معتادین تر درملنې وروسته له روغتيايي مرکزونو رخصت شي، نو د هغوی پر ځای به له زندانه نور معتادین د درملنې لپاره دې روغتيايي مرکزونو واستول شي.

ګل علم او عبدالحميد دوه هغه معتادین دي چې ۳۶ ورځې مخکې د فراه ولايت له زندانه د معتادینو د درملنې روغتيايي مرکز ته وړل شوي او اوس تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

دوی ازادي راډيو ته وويل، خوښ دي چې روغ شوي او د هغې ژمنې له مخې چې د طالبانو له حکومت سره يې کړې، هڅه کوي چې بيا هېڅکله نشو ته مخه نه کړي: "زه ډېر خوښحاله يم چې موږ يې له دې بد عمله وژغورلو، نور مې توبه ده، بيا په ژوند کې نشه نه کوم، که مې بيا نشه وکړه ما دې ووژني، معتاد چندان ژوند نه لري، زما څخه د نشې په دوران کې ډېر اشتباهات کېدل، شل کاله کېږي چې نشه مې کوله، خو اوس مې توبه ده.

-زه ۳۵- ۳۶ شپې دلته بستري وم، نورو معتادینو ته مې پيغام دا دی چې په اوسنيو شرایطو کې نشه کول ښې پايلې نه لري، ځکه چې اسلامي امارت د هېچا مراعت هم نه کوي، د دې پرځای چې زندان يا بل ځای ته يووړل شي، ښه لاره دا ده چې هر ورور په خپله خوښه درملنې ته حاضر شي. "

په فراه ولايت کې ځينې مدني فعالان له طالبانو غواړي چې د معتادینو انساني حقونو ته پام وکړي او له هغوی سره د زندانيانو پرځای د ناروغانو په ډول چلند وکړي.

له دې مدني فعالانو څخه يو هم نورولي دی چې د معتادینو پر حقونو ټينګار کوي، دی د طالبانو دا کار ستايي چې معتادین راټولوي او درملنه يې کوي.

دی وايي دا کار په فراه ولايت کې د دې لامل کېږي چې بازار ته د نشه يي موادو وړاندې کول او د دې موادو غوښتنه راکمه شي:

"اوس د فراه په ښار کې معتادین نه ليدل کېږي، خلک رښتيا هم چې له دې ډول خلکو په تکليف وو، اوس چې زه د ښار پر سړکونو او کوڅو کې تېرېږم، معتاد ځوانان نه وينم، څوک نيول شوي، څوک بل ځای ته تللي او د ځينو درملنه کېږي چې دا دی نن له روغتونه رخصتېږي. "

په تېرو دوو مياشتو کې د معتادینو د درملنې په روغتيايي مرکزونو کې د خدماتو محدود کېدلو وروسته په دې وروستيو وختونو کې ځينو روغتيايي مرکزونو خپل فعاليتونه بيرته پيل کړي دي، خو د دې روغتيايي مرکزونو چارواکي وايي چې د پخوا په شان د کار کوونکو د معاشونو، تخنيکي او مالي امکاناتو په برخه کې اوس هم ستونزې لري.

بشپړ غږیز راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG