د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۱

ارزګان کې معتادین: د نشه‌يي موادو خرڅوونکي دې ونيول شي


ارشیف، په لارو کوڅو پراته یو شمېر معتادین
ارشیف، په لارو کوڅو پراته یو شمېر معتادین

د افغانستان په جنوبي ولایت ارزګان کې د (inl) په نوم د یوې غیري دولتي مؤسسي له‌خوا په لومړي ځل د معتادینو لپاره ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو.

د دې روغتون مشر ډاکتر قدرت‌الله محمدي وايي چې دوی په وړیا ډول د معتادینو درملنه کوي.

ډاکتر محمدي زیاتوي: "په دې روغتون کې به یو معتاد ۴۵ ورځې بستري کېږي، له هغه وروسته به يو کال هغه په خپل کور کې زموږ له‌خوا تر څارنې لاندې وي. تر اوسه زموږ روغتون ۲۰ بستريز دی، که مو د درملنې پروسه بریالۍ شوه او د خلکو غوښتنې زياتې وي، په هغه صورت کې به دا روغتون ۰ ۷ بستريز کړو او په ولسواليو کې به‌یې هم څانګې پرانیزو."

که څه هم تر دې مهاله په ارزګان ولایت کې د معتادینو کره شمېر نه‌دی معلوم، خو د تېر جمهوري نظام له نشه‌يي موادو سره د مبارزې د چارواکو په خبره په دې ولایت کې نږدې ۲۵ زره کسان په نشه‌يي موادو اخته دي.

ارشیف، د معتادینو د درملنې یو معتاد
ارشیف، د معتادینو د درملنې یو معتاد

په ورته وخت کې د معتادینو خپلوان د دې مرکز په جوړېدلو ډېر خوښ دي. له دې ډلې څخه یوه هم ۳۷ کلنه اسماء ده چې معتاد مېړه‌یې په دې روغتون کې بستري دی.

دا له طالبانو څخه غواړي چې د نشه‌يي موادو د خرڅلاو مرکزونه وتړي: "زه نن د دې روغتون په جوړېدلو ډېره خوشحاله یمه چې دوی زما د خاوند درملنه کوي، زه به مې خاوند وهلم او د کور وسایل به‌یې راڅخه غلا کول، زه له طالبانو څخه مې غوښتنه ده چې ساقیان ورک کړي چې دا کار د طالبانو په وس پوره دی چې دلته د هیروئینو خرڅلاو بند کړي، ساقیان ورک او بندیان کړي."

د دې روغتون د پرانیستې په لومړۍ ورځ لسګونه معتادینو په خپله خوښه ځانونه بستري کړل.

نور احمد چې یو له بستر شویو معتادینو څخه دی وايي، که په ارزګان کې د نشه‌يي موادو د پلور مرکزونه ونه‌تړل شي، درملنه به مؤثره او ګټوره نه‌وي.

دی وايي: ​"له مسؤلينو څخه غواړو چې لومړی دې د نشه‌يي موادو خرڅوونکي ونيسي، که داسې ونه‌کړي، نو له درملنې وروسته مو د نشه‌يي موادو پلورونکي بېرته مجبوروي چې نشو ته مخه کړو. دغه ډول دولت باید موږ ته د کار زمينه هم برابره کړي چې کار نه‌وي ځوانان مجبور دي بېرته نشو ته مخه وکړي."

ارشیف، یو شمېر معتادین
ارشیف، یو شمېر معتادین

د ارزګان ولايتي چارواکي په پلان کې لري چې روغو شویو معتادینو ته د کار زمینه برابره او د نشه‌یي موادو مرکزونه وتړي.

د دې ولايت یو طالب چارواکی حافظ وايي چې د نشه‌يي موادو له پرچون خرڅوونکو او قاچاق کوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

ده وویل: ​"موږ د نشه‌يي موادو له خرڅوونکو سره مبارزې ته ژمن يو، حکومت ورځ تر بلې ښه کېږي ان‌شاءالله ټولو خلکو ته به د کار زمينه برابره شي او هغه کسان چې نشه‌يي مواد پلوري، د هغو کسانو پر وړاندې عملیات کوو، تر څو يې مخه ونيسو، تاسې ټولو ته ډاډ درکوو چې د نشه‌يي موادو پلورنځي به په بشپړ ډول له‌منځه یوسو."

ارزګان د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې ډېر نشه‌يي مواد ورکې کرل کېږي او هر کال پرېمانه نشه‌يي مواد تولیدوي.

XS
SM
MD
LG