د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

طبي ډاکټران کورونو کې د ډاکټر له مشورې پرته د معتادينو درملنه خطرناک بولي


یو شمېر معتادین
یو شمېر معتادین

څرنګه چې په دې وروستيو وختونو کې په افغانستان کې معتادينو ته نشه يي مواد اسانه په لاس نه ورځي، ډېری معتادین په خپله خوښه حاضر شوي چې د معتادینو په روغتيايي مرکزونو کې يې درملنه وشي، خو په ورته وخت کې د دې روغتيايي مرکزونو امکانات کم شوي او د پخوا په اندازه د معتادينو درملنه نه شي کولای.

دا چې اوس معتادينو ته د پخوا په شان نشه يي مواد په لاس نه ورځي، طبي ډاکټران دا وضعيت د نشې پرېښودلو لپاره ښه فرصت بولي او له کورنيو غواړي که د کورنۍ غړي يې د معتادينو په ځانګړو روغتيايي مرکزونو کې نه بستري کېږي، نو عادي روغتونونو او کلنيکونو ته دې ورشي او له ډاکټرانو دې مشورې وغواړي.

د معتادينو د درملنې د برخې ډاکټر حکمت الله صالحي وايي چې د معتادينو د عَرَضي تکليفونو درملنه د سيمه ييزو روغتيايي مرکزونو په مرسته هم کېدلای شي.

ډاکټر صالحي زیاته کړه: "معتادينو ته نشه يي مواد په لاس نه ورځي او په عمومي ځايونو کې يې هم نه شي استعمالولی، له همدې امله دوی مجبور دي چې نشه پرېږدي، د دې ستونزې اساسي لاره دا ده چې دوی د معتادينو د درملنې نژدې روغتيايي مرکز ورشي او هلته د ځان عرضي درملنه وکړي او يا مشوره وغواړي، ښکاره خبره ده څوک چې نشه پرېږدي لس پنځلس ورځې به يې ځان خوږېږي، خواګرځی به لري، اشتها به يې کمه وي او خوب به نه ورځي، دوی کولی شي چې د درملنې لپاره ان دا چې د کلي يوه کلينيک ته ورشي او د درد لپاره ګولۍ او د بې خوبۍ لپاره دوا واخلي او په پای کې به دوې اوونۍ وروسته نشه ځینې پاتې شي."

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د نړۍ په سلو کې تر شپېتو لږو معتادينو ته روغتيايي خدمات رسېدل چې دا شمېرې په افغانستان کې ډېرې ټیټې وې او اوس چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، نو د معتادينو د درملنې مرکزونه له مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او ډېری روغتيايي مرکزونه معتادين نه بستري کوي.

له همدې امله ځينو کورنیو پرېکړه کړې چې د خپلو معتادينو درملنه په کور کې وکړي، خو طبي ډاکټران په کور کې د ډاکټر له مشورې پرته د معتاد درملنه خطرناکه بولي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د نړۍ په سلو کې تر شپېتو لږو معتادينو ته روغتيايي خدمات رسېدل
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د نړۍ په سلو کې تر شپېتو لږو معتادينو ته روغتيايي خدمات رسېدل

د معتادينو د درملنې د برخې ډاکټر بريالی ميوندوال وايي، که د معتاد اعراض د ډاکټر له خوا دقيق و نه کتل شي او څارنه يې و نه شي، کېدای شي چې معتاد مړ شي.

دی وايي: "د اعتياد د اعراضو مديريت ګران کار دی او په کور کې امکان نه لري، ځکه چې معتاد نس ناستی، خواګرځی او ضمني دردونه لري، فشار يې لوړ او کښته کېږي، څوک چې غواړي نشه پرېږدي بايد د معتادينو د درملنې په روغتون کې بستري شي، کله کله اړتيا پېښېږي چې معتاد تر دې يوه بل مجهز روغتيايي مرکز ته يووړل شي چې هلته يې ښه درملنه او څارنه وشي، په تېره بيا هغه معتادين چې ضمیموي ناروغۍ ولري."

د معتادينو د درملنې د روغتيايي مرکزونو امکانات داسې مهال کمېږي چې په دې وروستيو کې ډېر متخصص ډاکټران له افغانستانه وتلي او د معتادينو د درملنې روغتيايي مرکزونه د مسلکي کادرونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ددې راپور غږیزه بڼه ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:05 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG