د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

افغانستان کې د ژمي په رارسېدو سره بې‌سرپناه معتادین د مرګ له ګواښ سره مخ دي


ارشیف، د معتادینو د اوسېدو یو ځای
ارشیف، د معتادینو د اوسېدو یو ځای

د افغانستان په هرات ولایت کې په تېره یوه اوونۍ کې د معتادینو څو مړي موندل شوي چې د سړې هوا له امله‌يې ساه ختلې وه.

ځیني معتادین چې په وروستيو ورځو شپو کې یې د سړې هوا له امله معتاد ملګري مړه شوي، په تېرو دوو میاشتو کې د طالبانو له ډاره د هرات له ښاره لیرې سیمو ته تښتېدلي وو، خو اوس د هوا په سړېدو سره بېرته د هرات ښار ته راستانه شوي دي.

معتادین او د هرات ښار اوسېدونکي ادعا کوي چې په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ښار کې ۱۴ معتادین د سړې هوا له امله مړه شوي او د ژمي په رارسېدو سره د نورو معتادینو ژوند هم د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

خو د هرات د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکتر جلالي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه دغه روغتون ته یوازې د دوو معتادینو مړي وروړل شوي. ښاغلی جلالي د نورو معتادینو د مړینې خبره هم نه‌ردوي.

ارشیف، هرات کې د یوه معتاد د اوسېدو ځای
ارشیف، هرات کې د یوه معتاد د اوسېدو ځای

ښاغلی جلالي زیاتوي: "موږ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د معتادینو دوه مړي ترلاسه کړي چې له بده مرغه د سړې هوا له امله مړه شوي او مړي یې روغتون ته راوړل شوي دي. که د مړو نورې شمېرې خپرې شوې وي، کېدای شي هغه پېښې وي چې مړي یې زموږ روغتون ته نه‌دي راوړل شوي."

د طالبانو د حکومت مسؤلين په ځینو ولایتونو کې د نشه‌یي موادو د خرڅوونکو د نیولو خبر ورکوي او وایي چې نشه‌یي موادو ته د لاسرسي په کمېدو سره، ډېری معتادین په خپله خوښه درملنې ته حاضر شوي، خو د هرات په ګډون د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکي بیا وایي چې معتادینو ته د نشه‌يي موادو رسول د پخوا په څېر دوام لري، توپير يې يوازې دا دی چې اوس د نشه‌يي موادو پلورونکي په پټه فعالیت کوي.

کابل ښار چې د زرګونو بې‌سرپناه معتادینو کوربه دی، په دې ښار کې یوازې د تېر کال په ژمي کې نږدې ۵۰ معتادین د سړې هوا له امله مړه شوي وو.

هغه معتادین چې د دوی د درملنې په یوه مرکز کې بستر شوي دي.
هغه معتادین چې د دوی د درملنې په یوه مرکز کې بستر شوي دي.

په دې اړه د معتادینو د درملنې د برخې متخصص ډاکتر منصور ارشاد وایي چې د نشه‌يي موادو معتادین د سرپناه نه‌درلودلو او مناسبو خوړو ته د نه‌لاسرسي او دغه ډول د وجود د کمزورۍ له امله د سړې هوا پر وړاندې مقاومت نه‌شي کولای.

په کابل کې د ابن سینا په نوم د معتادینو د درملنې زر بستريز مرکز رئیس محمد ظاهر سلطاني وایي، که څه هم د دوی روغتون زر کټونه لري، خو اوس په دې مرکز کې درې زره تنه بستري شوي دي، له همدې امله‌یې تر اوسه د معتادینو راټولولو ژمنی پروګرام نه‌دی عملي کړی.

ښاغلی سلطاني وايي: "د معتادینو راټولولو لپاره پلان لرو، خو تاسې پوهېږئ چې زموږ د روغتون ظرفیت زر بستره و او په دې وروستیو کې درې زره نور ناروغان هم په‌کې بستري شول، موږ همدا اوس ۳،۰۰۰ ناروغان لرو. په راتلونکې یوه-دوو ورځو کې د دوی د درملنې پړاو پای ته رسېږي او د معتادینو راټولولو لړۍ بیا پيل کېږي."

ارشیف، هرات کې د معتادینو د درملنې یو مرکز
ارشیف، هرات کې د معتادینو د درملنې یو مرکز

د طالبانو حکومت په تېره یوه نیمه میاشت کې د افغانستان په څو ولایتونو کې د معتادینو د ډله‌ییزې راټولونې پروګرام پیل کړی او روغتونونو ته د معتادینو پر انتقال سربېره‌يې په ځینو ولایتونو کې زرګونه معتادین زندانونو ته هم اچولي دي.

د طبي ډاکترانو په باور، روغتیایي خدمتونو او درملو ته د معتاد د نه‌لاسرسي په صورت کې معتاد له ناوړه روغتیایي ستونزو سره مخ کېږي او په داسې یوه حالت کې د معتاد د مړينې امکان ډېر دی.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG