د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

هرات کې د معتادینو د درملنې بهېر بند شوی؛ سړې هوا ۱۷ معتادین وژلي


ارشیف؛ په کابل کې د نجات د معتادینو د درملنې مرکز
ارشیف؛ په کابل کې د نجات د معتادینو د درملنې مرکز

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ سره سم، په هرات ولايت کې د معتادینو د درملنې بهېر درېدلی دی.

يوازې په هرات ښار کې د معتادینو د درملنې لس خصوصي مرکزونه فعاليت کوي چې د سلو معتادینو درملنه کوي او لګښت يې خپله د معتادینو کورنۍ ورکوي.

د هرات د صحت عامې مرستيال ډاکټر محمد اصف کبير وايي،دې ولايت کې د معتادینو د درملنې دولتي مرکزونو فعاليتونه د بودجې د نشتوالي له امله درېدلي دي.

کبیر وایي: "هرات ولايت کې د غوريان ولسوالۍ په ګډون د معتادینو د درملنې مرکزونو ۳۲۰ بسترونه د بهرنيو مرستندویه ادارو يا ډونرانو په مرستو پورې تړلي وو، اوس د دې معتادینو درملنه نه کېږي، ځکه چې د خوړو او درملو لپاره بودجه نشته."

هاخوا پنځوس کلن معتاد محمد رضا خپل بل معتاد ملګري ته د بې سرپناه او سړې هوا له امله شکايت کوي.

محمد رضا چې ۱۳ کاله کېږي نشه کوي خپلې کورنۍ شړلی او اوس د هرات ښار د واټونو پر غاړه په سړه هوا کې شپې او ورځې تېروي.

د ده په وينا، مېرمن او شپږ زامن يې په ايران کې اوسېږي او دی په هرات کې يوازې پاتې دی.

دی د خپلو هغو معتادو ملګرو له امله وير کوي چې سړې هوا وژلي دي: "هوا ډېره سړه ده، دوه شپه مخکې درې معتادین په پارک کې مړه شول، د معتادينو ستونزو ته هېڅ څوک پام نه کوي."

د هرات ښار ډېری معتادین د سرپناه او درملنې په لټه کې دي، خو دا معتادین په اوسني وضعيت کې يوازې او له نامعلوم برخليک سره مخ دي.

د هرات ښار ډېری معتادین د سرپناه او درملنې په لټه کې دي
د هرات ښار ډېری معتادین د سرپناه او درملنې په لټه کې دي

له دې ډلې څخه يوه هم ۳۵ کلنه ليلی ده چې نشه يي موادو بې سرپناه او ستومانه کړې ده.

دا د طالبانو له حکومته غواړي چې د درملنې زمينه ورته برابره کړي: "په دې ژمي کې که بل هېڅ نه وي يوه خيمه او يو پټو مرسته دې راسره وکړي، په خيمه کې به ژوند وکړو او لږ تر لږه له سړې هوا خو به وژغورل شو."

که څه هم تر اوسه پورې په هرات ولایت کې واوره او باران نه دی ورېدلی، خو د سړې هوا له امله د معتادینو تلفات مخ پر ډېرېدو دي.

په دوو وروستیو اونيو کې چې د هوا درجه منفي اته سانټي ګراډه ته رسېدلې ده، په هرات ښار کې ۱۷ معتادين د سړې هوا له امله مړه شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبيب ډاکټر محمد عارف جلالي وايي، دوی ته په ورځ کې له دوو څخه بیا تر پنځو پورې د معتادینو مړي ور وړل کېږي.

ښاغلی جلالي وایي: "د عقرب د مياشتې له لومړۍ نېټې بيا تراوسه پورې حوزوي روغتون ته د معتادینو ټول ۳۵ مړي ور وړل شوي دي. معمولاً روغتون ته په ورځ کې دوه، څلور یا پنځه مړي راوړل کېږي."

د هرات د صحت عامې رياست د شمېرو له مخې په دې ولايت کې پنځوس زره معتادین ژوند کوي چې له دې ډلې نژدې پنځه زره یې سرپناه نه لري، دوی د واټونو پر غاړه او يا هديرو کې شپې او ورځې تېروي.

XS
SM
MD
LG