د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

تودو 'ګرمسیره' ولایتونو کې د کوکنارو کښت پیل شوی؛ طالبان یې پرکښت چوپ دي


د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ
د کندهار ژیړۍ ولسوالۍ

د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د ليندۍ د مياشتې په لومړيو کې چې د کوکنارو نوی کښت پيل شوی و، اوس نژدې پای ته رسېدلی دی.

د دې سيمو ځينو خلکو ازادي راډيو ته وويل، که څه هم دوی د طالبانو له خوا د کوکنارو د کښت د بندېدو په اړه اندېښنه درلوده، خو حکومت تراوسه دوی ته په رسمي ډول د کوکنارو د نه کرلو په اړه څه نه دي ويلي.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد هاشم الکوزی د کوکنارو د کښت په اړه د طالبانو پټه خوله پاتې کېدلو لامل په ظاهره د افغانستان تر نهو ميليارډو ډالرو ډېرې هغه پيسې بولي چې د امريکا متحده ايالاتونو له خوا کنګل شوي دي.

د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد هاشم الکوزی
د مشرانو جرګې پخوانی غړی محمد هاشم الکوزی

الکوزی وایي:" امريکايانو د افغانانو پيسې کنګل کړي او اسلامي امارت يا اوسني نظام ته يې نه را استوي، له بلې خوا په هغو ولايتونو کې چې وچکالي ده، هر تخم چې وکري حاصل نه ورکوي او بزګرو ته ګټه نه کوي، له همدې امله د هلمند او افغانستان د نورو ولايتونو ولسونه مجبور دي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري. "

څلور مياشتې مخکې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو سره سم، د دوی وياند يوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال په يوه شرط د کوکنارو کښت منع اعلان کړ، خو ترهغه وروسته د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت په اړه هېڅ رسمي حکم نه دی صادر شوی.

ازادي راډیو وغوښتل چې د کوکنارو د کښت په اړه د طالبانو د حکومت تازه درېځ وپوښتي، خو د طالبانو د حکومت وياندويان يې له پرله پسې اړيکو سره-سره بيا هم خبرو کولو ته حاضر نه شول.

د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د ليندۍ د مياشتې په لومړيو کې چې د کوکنارو نوی کښت پيل شوی و
د افغانستان په تودو يا ګرمسيرو ولايتونو کې د ليندۍ د مياشتې په لومړيو کې چې د کوکنارو نوی کښت پيل شوی و

د هلمند ولايت د زراعت رياست د پلان مدير مولوي عبدالحميد دا مني چې تراوسه دوی ته کابل د کوکنارو د منع کولو په اړه رسمي حکم نه دی استولی.

عبدالحمید وایي: "که امارت د کوکنارو کښت منع کړي، خلک يې نه کري او په يوه غږ به په ټول هلمند کې د کوکنارو يو بوټی هم و نه ليدل شي."

په هلمند ولايت کې د کوکنارو د کښت فيصدي ۹۵ ته رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، له اتو کالو راهيسې هر کال د افغانستان د ټولو تارياکو په سلو کې ۸۰ يوازې له هلمنده ترلاسه کېدل.

د ولسي جرګې پخوانی غړی کريم اتل وايي، د طالبانو حکومت نه يوازې دا چې د کوکنارو د کښت مخه نه نيسي، بلکې د کوکنارو په کښت کې له بزګرو سره همکاري هم کوي.

اتل وایي: "د طالبانو حکومت په هېڅ یوه ځای کې هېڅ يوه بزګر ته نه دي ويلي چې کوکنار دې نه کري، بلکې د کوکنارو د کښت په پراختيا کې له خلکو سره همکاري کوي، په هره اندازه چې د کوکنارو کښت ډېرېږي طالبان يې مخه نه نيسي، زما د معلوماتو پر بنسټ يوازې په هلمند ولايت کې د کوکنارو د کښت فيصدي ۹۵ ته رسېدلې ده. "

اتل وایي د طالبانو حکومت په هېڅ یوه ځای کې هېڅ يوه بزګر ته نه دي ويلي چې کوکنار دې نه کري
اتل وایي د طالبانو حکومت په هېڅ یوه ځای کې هېڅ يوه بزګر ته نه دي ويلي چې کوکنار دې نه کري

په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې ګډې سروې ښودلې وه چې دې کال کې د افغانستان په ۲۲ ولايتونو کې کوکنار کرل شوي و، خو اوس چې ۲۰۲۱ ميلادي کال هم پای ته رسېږي، داسې رسمي شمېرې نه دي خپرې شوي چې په افغانستان کې څومره تارياک توليد شوي او په څومره ځمکو او څو ولايتونو کې کوکنار کرل شوي دي.

  • 16x9 Image

    محمد ایاز ترنک

    محمد ایاز ترنک (Mohammad Ayaz Tarnak) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

XS
SM
MD
LG