د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د طالبانو حکومت د کابل او فراه ولايتونو له زندانونو څخه معتادین رخصت کړل


ارشیف، کابل کې یو شمېر طالبان د معتادینو د راټولولو پر مهال
ارشیف، کابل کې یو شمېر طالبان د معتادینو د راټولولو پر مهال

يوه مياشت مخکې د طالبانو حکومت د افغانستان له څو ولایتونو څخه معتادین راټول او زندانونو ته واچول.

خو اوس دغه معتادین چې نږدې درې زره کېږي او د کابل او فراه ولايتونو په زندانونو کې ساتل کېدل، د معتادینو د درملنې مرکزونو ته يووړل شول.

د طالبانو حکومت امنيتي او روغتیايي چارواکي وايي، ځيني معتادین بيا تر جوړېدو وروسته په ضمانت له زندانونو څخه خوشې او کورنیو ته سپارل شوي دي.

د فراه امنيه قوماندان نعمت‌الله معصومي ازادي راډيو ته وويل: "مجاهدینو شپږ، شپږ نیم سوه معتادین راټول او په زندانونو کې يې د هغوی درملنه وکړه، دا ۹۰ تنه معتادین چې اوس په بشپړ ډول روغ شوي، خپلو کورنیو ته مو وسپارل او له ډېری کورنیو څخه مو ضمانت واخيست چې د دې عمل مخنيوی به خپله کورنۍ کوي."

د افغانستان د پخواني حکومت د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر کابل او نیمروز وروسته په فراه ولايت کې معتادین ډېر دي.

فراه کې د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادین
فراه کې د درملنې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادین

که څه هم په کابل ولایت کې تر ۷ زرو ډېر بې‌سرپناه معتادین ژوند کوي، خو د طالبانو حکومت يوه مياشت مخکې دوه زره دغه ډول معتادین راټول او د پلچرخي زندان ته واستول.

په کابل کې د ابن سينا په نوم د معتادینو د درملنې زر بستريز روغتون مشر ډاکتر ظاهر سلطاني وايي، د ټولو هغو معتادینو درملنه شوې چې د دوی روغتون ته وروړل شوي دي.

ښاغلی سلطاني وايي: ​"د دوو زرو په شااوخوا کې ناروغان چې زندان ته وړل شوي وو، زموږ روغتون ته راوړل شوي او اوس‌يې درملنه کېږي. دوی د عامې روغتیا وزارت د لارښوونې په اساس تر اوسه نه‌دي رخصت شوي، زما په نظر وزارت کوم نوی پلان په پام کې لري چې ورباندې عملي کېږي، له همدې امله دا ناروغان اوس هم په روغتون کې دي."

د معتادینو د درملنې کارپوهان وايي چې د معتاد د درملنې دوره ۴۵ ورځې ده، خو چارواکي په دې اړه جزئيات نه‌ورکوي چې ولې يې د معتادینو د درملنې دوره ۳۰ ورځو ته رالنډه کړې ده؟

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر بشير سروري وايي چې يوازې د يوه معتاد د درملنې لپاره ۴۵ ورځې بستري کېدل کفايت نه‌کوي، بلکې معتاد له روغتون څخه تر رخصت کېدو وروسته هم د کورنۍ پالنې او څارنۍ ته اړتیا لري.

کابل کې د طالبانو له لوري د یو شمېر معتادینو د راټولولو بهیر
کابل کې د طالبانو له لوري د یو شمېر معتادینو د راټولولو بهیر

دی وايي: ​"نوی رخصت شوی ناروغ مرستې ته اړتیا لري چې بېرته په نشو اخته نه‌شي، دا کار يوازې د ناروغ په وس نه‌دی پوره، ضروري ده چې کلينیکي، تخنيکي او اجتماعي مرستې ورسره وشي چې تر يوه حده پر ځان باوري شي او ځان له نشو څخه وساتي، نو بيا په يوازې ځان هم خپل ژوند مخ ته بیولای شي، نو بايد داسې یو پروګرام وي چې معتاد له ستونزو سره مبارزه وکړي."

د طالبانو حکومت له زندانونو او معتادینو د درملنې له مرکزونو څخه د معتادینو تر رخصتولو وروسته خپله له معتاد او هغه له کورنيو څخه په ليکلې بڼه ضمانت اخلي چې بيا به نشه نه‌کوي، خو معتادین له حکومت څخه غواړي، د دې لپاره چې دوی بېرته په نشو اخته نه‌شي، بايد د کوکنارو د کښت او نشه‌يي موادو د خرڅولو مخه ونيسي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG