د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

طالبانو د ۳۴ ولايتونو لپاره د نشه‌يي توکو پرضد مبارزې ته مديران ټاکلي


تریاک
تریاک

د طالبانو حکومت په يوه تازه اقدام کې د افغانستان د ۳۴ ولايتونو لپاره د امنيه قوماندانيو په چوکاټ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې مديران ټاکلي دي.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت معينيت نوېو ټاکل شوېو مديرانو ته امر کړی چې د نشه يي توکو د پلورونکو د نيولو لپاره اقدام وکړي، خو په دې نوي امر کې د کوکنارو د کښت او نشه يي توکو د توليد موضوع ته اشاره نه ده شوې.

په ورته وخت کې د معتادینو راټولولو په لړ کې د طالبانو حکومت په تېره يوه مياشت کې د نشه يي توکو څو پلورونکي هم نيولي دي.

د نيمروز ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير مولوي جمعه خان عثماني ازادي راډيو ته وويل چې دوی په تېره يوه مياشت کې د نشه يي توکو ۳۰ داسې پلورونکي نيولي چې په جرمي پېښو کې يې هم لاس درلود.

دی وايي: "په دې موادو کې چرس، تاریاک، هيرويين او ښیښه شامله ده، له نيول شوېو خلکو سره چاقوګان هم نيول شوي چې د هغو په وسيله به يې غلاوې کولې. موږ ولس ته دا پيغام لرو چې له نشه يي موادو سره د مبارزې برخه کې زموږ سره همکاري وکړي، موږ د دوی همکارۍ ته ډېره اړتيا لرو."

د طالبانو تر حکومت مخکې چې به درې مياشتني راپورونه خپرېدل، په هر راپور کې به د نژدې سلو قاچاق کوونکو د نيولو او محاکمه کېدلو خبر ورکول کېده، خو اوس چې د طالبانو د حکومت څلور مياشتې تېرې شوي، د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو د نيولو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی.

ارشیف؛ د تریاکو کرکیله
ارشیف؛ د تریاکو کرکیله

د خوست د امنیې قوماندانۍ جنايي مدير مولوي محمد صابر صابري له نشه يي توکو سره د مبارزې په لړ کې د خپلو تازه فعاليتونو په برخه کې د خلکو همکاري ډېره مهمه ګڼي.

صابري زیاته کړه: "په نيول شوېو خلکو کې نهه داسې خلک دي چې د نشه يي توکو پلورونکي دي، موږ د معتادینو له لارې دوی د نشه يي توکو د پلورلو پر مهال لاس په لاس نيولي دي."

ولسي خلک د نشه يي موادو د پلورونکو د نيولو په اړه د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي، خو د دې تر څنګ له حکومته غواړي چې د کوکنارو د کښت، نشه يي توکو د توليد او قاچاقو پر وړاندې مبارزې ته هم پاملرنه ډېره کړي، څو بازار ته د نشه يي توکو وړاندې کېدل لږ شي.

د نيمروز ولايت اوسېدونکی رستم عمران په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "موږ د دې ډول اقداماتو ملاتړ کوو او هغه ستايو، د دې اړتيا ده چې بايد له نشه يي توکو سره جدي مبارزه وشي، ځکه چې نشه يي توکي د يوه هېواد د وروسته پاتې کېدو لامل کېږي او ډول-ډول فسادونو ته زمينه برابرېږي او غلا ته لاره اوارېږي."

ددې ولایت بل اوسیدونکی عبدالخالق هم ورته نظر لري: "له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده د هغو خلکو مخه ونيسي چې د نشه يي بوټو کښت کوي، نشه يي توکي جوړوي او قاچاق يې کوي چې په راتلونکې کې زموږ ماشومان او زلميان په نشه يي موادو اخته نه شي. "

د طالبانو حکومت د ولايتونو په کچه له نشه يي توکو سره د مبارزې برخه کې په داسې حال کې تازه اقدامات کوي چې په دې وروستيو کې نړیوالې ټولنې له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه د نشه يي موادو د منظم پروګرام د نشتوالي له امله انتقاد کړی دی.

بشپړ غږیز راپور ددې تړوني په کېکاږلو سره واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG