د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۲

له ځنډ وروسته؛ نړيوال بانک افغانستان کې پر درې پروژو کار پيل کړی دی


ارشيف: د نړيوال بانک لوګو
ارشيف: د نړيوال بانک لوګو

نړیوال بانک په افغانستان کې پر هغو دریو پروژو بیا کار پیل کړی دی چې د کرنې، روغتیا او کورني معیشت پر مسایلو تمرکز کوي. خو دې بانک د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تعلیم پر پروژو کار لاهم نه دی پیل کړی.


له دې پرېکړې باخبرو دوو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته دا خبر تایید کړی دی. نړیوال بانک د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته د تېرې مارچ میاشتې په وروستیو کې د شاوخوا ۶۰۰ میلیون ډالرو په لګښت په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې وځنډولې.

د یوې سرچینې په وینا چارواکو له تعلیم پرته د شاوخوا ۴۵۰ میلیون ډالرو په لګښت په دریو نورو برخو کې د کار د بیا پیل پرېکړه د افغانستان د اقتصادي بحران ژورېدو او د خوړو او انرژۍ د موادو د بیو زیاتېدو ته پام سره کړې ده چې علت یې په اوکراین کې د روسیې جګړه ده.

د امریکا د خزانې وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پام کې ده د افغانستان د بیارغونې د صندوق اوه لوی تمویلوونکي هېوادونه د جمعې په ورځ د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال صندوق یا IMFد پسرلنۍ غونډې پرمهال د افغانستان د اقتصادي او غذایي امنیت پر زیاتېدونکې ستونزه بحث وکړي.

سرچینو ویلي دي چې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندوی دفتر یا یوناما، IMF او د اسلامي پراختیايي بانک په ګډون ځینې نور ښکېل اړخونه به هم په دې غونډه کې برخه واخلي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د ځنډولو د پرېکړې پرمهال ویلي و، چې د دوی د پالیسۍ له مخې د افغانستان د بیارغونې د صندوق یو معیار دا دی چې د دوی په ټولو خدماتو کې باید ښځو او نجونو ته انډول ونډه ورکړل شي.

نړیوال بانک تېره اونۍ په یوه راپور کې د افغانستان د اقتصاد په اړه یو تیاره تصویر ورکړ او ویې ویل چې د تېر ۲۰۲۱ کال په وروستیو څلورو میاشتو کې په دې هېواد کې د سړي سر عوایدو کې له دریو یوه برخه کموالی راغلی.

XS
SM
MD
LG