د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

چارواکي: د نړیوال بانک ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته په ښه وخت کې شوې


ارشیف
ارشیف

نړيوال بانک له افغانستان سره له کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې ۱۰۰ ميليونه ډالره بېړنۍ مرسته تصویب کړه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي، نړیوال بانک تازه له افغانستان سره په دې برخه کې د ۱۰۰میلیونو ډالرو بېړنیو مرستو اعلان وکړ.

نړیوال بانک د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرستې به د روغتیا پالانو، ډاکټرانو، روغتونو او لابراتوارونو په برخه کې ولګول شي.

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت ویاند وحید مایار له ازادي راډیو سره په خبرو کې له دغه مرستو هرکلی کوي او وايي، چې په ډېر ښه او حساس پړاو کې شوې.

هغه زیاته کړه: "له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د نړوال بانک سل میلیونه بېړنۍ مرستې په ښه وخت او مهم پړاو کې شوې، دغه مرستې به په وقاییوي او د درملنې په برخه کې مصرف شي او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې به ډېرې ګټورې تمامې شي."

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت ویاند وحید مایار
د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت ویاند وحید مایار

ښاغلي مایار زیاتوي، چې په ټول هېواد کې د کرونا وایروس پېښې ۲۷۳ ته ورسېدې چې تر اوسه له دې ناروغۍ شپږ کسان مړه شوي دي.

د کرونا مثبتې پېښې، کابل، فراه، سمنګانو، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکنډي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیا او بغلان ولایتونو ثبت شوې دي.

د عامې ورغتیا وزارت وايي، چې تراوسه له دې ناروغۍ په هرات، بلخ او دایکنډي ولایتونو کې د ښځو او نارینو په ګډون شپږو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له افغان حکومت سره له کرونا ویروس سره د مبارزې د پیاوړتیا په برخه کې ۱۵ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې وه.

تېره ورځ د چین په طبي وسایلو بار یوه الوتکه کابل ته راورسېده، چې افغان حکومت ته یې دغه مرستې تسلیم کړې.

په دې مرسته کې د کرونا ویروس د مخنیوي لومړني توکي شامل دي او ژمنه یې کړې، چې پنځه سوه کېټه مرسته به نوره هم کوي.

متحده عربي اماراتو هم له افغانستان سره د کرونا ویروس د مخینوي لپاره د طبي وسایلو او تجهیزاتو مرسته کړې وه.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون ټینګار کوي چې دغه مرستې باید تر ډېره له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې ولګول شي.

د دغه کمېسیون منشي، ډاکټر یار بازخان ازادي راډیو ته وویل، چې افغان حکومت له کرونا ویروس سره شوې مرستې باید په شفاف ډول مصرف کړي.

هغه زیاته کړه: "له حکومت نه مو غوښتنه همدا ده، چې له دغو مرستو د مصرف په برخه کې ښه څار وکړي، څو د عامې روغتیا وزارت له لارې په شفاف ډول مصرف شي."

دا مرستې داسې مهال کیږي، چې له افغانستان سربېره د نړۍ ډېری هېوادونه د کرونا ویروس له امله کړېږي.

د راپورنو له مخې په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له یو میلیون تنو واوښت.

افغان حکومت د کرونا ویروس د مخنیوي د هڅو په لړ کې د کابل او هرات په ګډون په زیاتره لویو ښارونو کې په تګ راتګ محدویتونه لګولي.

XS
SM
MD
LG