د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۷

هرات، فراه او زرنج ښارونو کې ګرځبندیز عملي شو


د هرات ښار یوه څنډه کې ښکاري چې دکانونه بند دي او په سړکونو خلک نه لیدل کېږي.
د هرات ښار یوه څنډه کې ښکاري چې دکانونه بند دي او په سړکونو خلک نه لیدل کېږي.

د کرونا ویروس د مخنیوي د هلو ځلو په لړ کې افغان حکومت د دې هېواد په دریو ښارونو کې ګرځبندیز اعلان کړ.

هرات، فراه او زرنج هغه ښارونه دي چې د خلکو په ګرځېدو په کې بندیز لګیدلی دی خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د اړتیا پر مهال خلک له خپلو کورونو راوتلی شي.

د هرات ښار یو انځور چې دکانونه په کې بند شوي.
د هرات ښار یو انځور چې دکانونه په کې بند شوي.

د افغانستان په هرات ولایت کې چېرته چې د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي دي په دې ویروس د یوې اخته مېرمنې د مړینې خبر ورکړ شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یوه مېرمن چې ۴۵ کاله عمر یې درلود، د کرونا په ویروس تر اخته کېدو وروسته تېره شپه ناوخته د هرات په سیمه ییز روغتون کې مړه شوې ده.

دا په دې هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مرګ دوهمه پېښه ده.

له دې وړاندې په بلخ کې په دې ویروس یو اخته شوی کس مړ شوی و.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د هرات، فراه او دغه شان د زرنج په ښارونو کې په بې ضرورته ګرځېدو هم بندیز لګېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار

هغه زیاتوي: "کوم مهم کار چې نن وشو هغه دادی چې د کرونا ویروس د مخنیوي کمېټې د دغه ویروس د مخنیوي په هدف په هرات، فراه او زرنج ښار کې ګرځبندیز اعلان کړ، دا هغه ښارونه دي چې تر ډېره په کې د دغه ویروس د خپرېدو خطر موجود دی خو په دې اعلان کې جزئیات شته چې څوک کولای شي له کوره بېرون شي او څوک نه شي کولای په دې برخه کې کارونه شوي دي."

د راپورونو له مخې په ختیځ ولایت ننګرهار کې هم ولایتي چارواکو په یو شمېر ولسوالیو او دغه شان په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې ډکې سیمې مارکیټونه او مېله ځایونه خلکو پر مخ تړلي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي په پلازمینه کابل کې هم د ودونو تالارونه او ځینې نورې سیمې تړل شوي دي خو دی وايي که د هوټلونو او د ودونو د تالارونو مسئولین د عامې روغتیا وزارت لارښوونې ونه مني دوی اړ دي چې په دې برخه کې له پولیسو ګټه واخلي.

داپه داسې حال کې چې په افغانستان کې په دې وایروس د اخته شویو کسانو شمېر ۷۴ کسانو ته رسېدلی چې له پنځوس ډېر يې په هرات ولایت کې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس په هېواد کې د یاد ویروس ګرځېدل پیل شوي او افغانان باید د دغه ویروس د مخنیوي په برخه کې له پوره احتیاطه کار واخلي.

د دې وزارت ویاند د چهارشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې وویل چې په وروستیو کې په هرات کې داسې کسان هم په دې ویروس اخته شوي چې نه هم ایران ته تللي او نه ترې راغلي دي.

نوموړي زیاته کړه: "ځینې یې ایران ته د سفر تاریخچه لري خو ځینې يې ایران ته د سفر تاریخچه نه لري او نه هم هغه خلکو ته نږدې شوي چې له ایرانه راستانه شوي دي نو دا یو خبرداری دی چې په هېواد کې د کرونا ویروس ګرځېدل پیل شوي دي، موږ بیا هم ټینګار کوو چې باید خلکو له راټولېدو ډډه وکړي، ځکه هر څومره چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي د کرونا ویروس د خپرېدو خطر ورسره زیاتېږي."

روغتیا وزارت وايي که خلک د روغتیا وزارت په لارښوونو عمل ونه کړي نو د نړیوال بانک د نوې وړاندوینې له مخې شونې ده چې په دې هېواد کې په راتلونکو نهه میاشتو کې څه باندې ۲۶ میلیونه افغانان په دې ویروس اخته شي چې له منځه به يې له شپږو لکو ډېر کسان مړه هم شي.

معمولې روغتیايي لارښوونې

د «کووېد-۱۹» په نوم د کرونا نوي وایروس خپرېدل د تېرې ډسمبر میاشتې راهیسې (نږدې درې میاشتې مخکې) د چین له ووهان ښار څخه پیل شو.

په دغه وایروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره ځینې لارښوونې:

خپل لاسونه په پاکو اوبو او صابون ومینځئ او دغه کار په ځلونو تکرار کړئ.

که صابون نه‌وي، د الکل لرونکو مکروب ضد موادو څخه کار واخلئ.

د پرنجي او ټوخي پر مهال هرو مرو خپله خوله وپوښئ؛ که دستمال نه‌لرئ، دغه کار خولې ته د خپل بازو په نیولو وکړئ، نه دا چې د لاس ورغوی خولې ته ونیسئ ځکه له چاپېریال او له نورو کسانو سره تر ډېره په اړیکه کې وي.

د کارول شویو دستمالونو له ساتلو ډډه وکړئ او ژر یې لیرې کړئ.

په خپل مخ، په ځانګړې توګه خولې، پزې او سترګو له لاس وهلو ډډه وکړئ.

له لاس ورکولو او مخ مچولو څخه ډډه وکړئ.

په عمومي او له ګڼې ګوڼې ډکو ځایونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو احتمال په‌کې ډېر وي، تر ممکن حده له ګډون ډډه وکړئ.

خو روغتیايي مسئولین وايي، که خلک روغتیايي سپارښتنې او خبرداري جدي وګڼي کېدای شي دغه شمېرې کمې شي، خو که خلک دغه مسایل عادي واخلي نو دغه وړاندوینې په حقیقت بدلیدای شي.

XS
SM
MD
LG