د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

'له لرې واټن څخه د زده کړې بهیر ممکن د وري میاشتې په ۱۰ مه پیل شي'


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، له لرې واټن څخه د زده کړې بهیر ممکن د روانې لمریزې میاشتي وري یا حمل په ۱۰ مه ڼېټه پیل شي.

وروسته له هغې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف ښوونځي د یوې میاشتې لپاره رخصت اعلان شول، اوس د افغانستان د پوهنې وزارت د زده کونکو لپاره د رسنیو له لارې د انلان زده کړو د پیل خبره کوي.

د دې وزارت ویاندې نوریه نزهت د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه بهیر ممکن د حمل میاشتې په لسمه نېټه پیل شي.

هغې زیات کړه: "د دولتي رسنیو ترڅنګ یو شمېر خصوصي رسنیو هم په دې برخه کې مونږ سره خپل چمتوالی اعلان کړی، زموږ درسونه به په انلان بڼه د ملي ټلویزیون له لارې خپرېږي، د دې لپاره چې ملي ټلویزیون په ۳۴ ولایتونو کې خپلې څانګې لري او موږ کولای شو له دې لارې ښه خدمتونه وړاندې کړو. "

نوریه نزهت
نوریه نزهت

اغلې نزهت وايي، په دې ترڅ کې به له لومړي ټولکي څخه تر دولسم ټولکې پورې د طبعي او ټولنیزو علومو مضمونونه تدریس شي او دا به بېړني حالت خلاصون پورې دوام ولري.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسېدوونکي په بېړنیو حالاتو کې د داشان اقداماتو هرکلی کوي خو وايي چې په ولایاتو کې خلک انټرنېټ او برېښنايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.

د دوي په خبره، که دغه خپرونې د راډیو له لارې خپرې شي اغېز به یې زیات وي.

د کابل ښار اوسېدونکي حمید وویل: "په انلان بڼه امکان نه لري، خلک انټرنېټ او برېښنا ته لاس رسی نه لري، زما په باور، د انټرنېټ له لارې ناممکنه ده."

دغه راز د کابل ښار بل اوسېدونکي شریف وویل: "د دې لپاره چې په ولایاتو کې خلک لاس رسی نه لري، خو که د راډیو له لارې وي بیا یو څه اغېز درلودلی شي."

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن بیا وايي، په بېړنیو حالاتو کې د زدکړې لپاره له هر ډول امکاناتو څخه استفاده ګټور ګام دی.

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن
د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن

هغه زیاتوي: "رامنځته شوی حالت یو غیر عادي حالت دی، یعنې داسې حالت نه دی چې زموږ په زړه وي، په بېړنیو حالاتو کې باید له هرې ممکنه لارې څخه استفاده وشي، باید په داسې طرحې فکر وشي چې هم په لنډ مهاله او هم په اوږد مهاله توګه ترې استفاده وشي او دا باید داسې تجربه وي چې په راتلونکې کې هم ترې ګټه پورته شي. "

په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته ټولې دولتي او غیر دولتي تعلیمي موسسې د ۱۳۹۹ کال د حمل میاشتې تر ۳۰ مې نېټې پورې رخصت دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت له ټولو کورنیو څخه غواړي چې، خپلو ماشومانو سره په سبقونو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG