افغانستان
غني: د پوهنې وزارت اوسنی تشکیل د اصلاحاتو په وړاندې خنډ دی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د مارچ په ۱۹مه، ویلي چې د پوهنې وزارت اوسنی تشیکل د اصلاحاتو په وړاندې خنډ دی.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني ویلي چې د پوهنې وزارت موجود وضعیت دوام نهشي کولائ ځکه اداري مدیریتیې په عنعنوي ډول پر مخ ځي او اداري فرهنګیې بدلون ته اړتیا لري.
د افغانستان ولسمشر سپارښتنه کړې چې باید د دې بدلونونو ترڅنګ د پوهنې وزارت په عصري ټکنالوژۍ برابر فعالیت وکړي او د وزارت لپاره باید پر نوي تشکیل کار وشي.
په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړل شوي.
د افغانستان په سړو سیمو کې باید د حمل په لومړیو ورځو کې د ښوونځيو او نورو تعلیمي مؤسسو فعالیت پیل شوی وی، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ځنډ پېښ شوی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله قزاقستان ته روانه شوه
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډله په نړیوالو لوبو کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته روانه شوه.
په دوی کې ۱۲ چاپ اندازان او ۳ د مدیره پلاوي غړي شامل دي.
د طالبانو د حکومت د المپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست ویلي چې دغه لوبې د نړۍ د ۹ لوبډلو په ګډون د مارچ له پنځلسمې تر یوویشتمې پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره کیږي.
دغه لوبو کې نورې لوبډلې د چین، قزاقستان، هنګري، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې هېوادونو دي.
د افغانستان او پاکستان د بریدونو دوام، زرداري وایي، طالبان له ( سرې کرښې) اوښتي
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري وایي، د طالبانو حکومت پر دوی " د سطحي ډرونونو" په برید سره " له سرې کرښې تېر شوی دی".
فرانس پریس نن شنبه د زرداري په حواله دغه خبره کړې او ویل شوي چې پر اسلام اباد د افغانستان له لوري ډرون بریدونه پوځي تاسیساتو ته له رسیدو مخکې شنډ شوي دي.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د ډرونونو د ټوټو له کبله په کوټه، کوهاټ او راولپڼدۍ کې د ۲ ماشومانو په ګډون ۳ ملکیان ټپيان کړي دي.
د طالبانو د دفاع وزارت بیا ادعا کړې چې تېر ماښام یې د اسلام اباد په فیض اباد کې د " حمزه" په نوم پوځي تاسیسات په نښه کړي دي.
له دغه برید وروسته پاکستاني رسنیو د اسلام اباد هوایي ډګر د فعالیتونو د لنډمهاله دریدو خبر هم خپور کړ.
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت دغه راز ویلي چې نن سهار یې کونړ او ننګرهار کې د کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني پوځیانو یوه پوسته نیولې او ۱۴ پوځیان یې وژلي دي.
ازادي راډیو په خپلواک ډول د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی.
اسلام اباد ته څېرمه پر فیض اباد د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي
د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته نژدې د فیضاباد په سیمه کې پرون مازدیګر د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، چې ورسره سم د اسلاماباد هوايي ډګر د الوتنو پر مخ وتړل شو.
پاکستاني رسنۍ وايي چې له افغانستانه د بې پېلوټه الوتکو د بریدونو له کبله د اسلام اباد هوايي ډګر ته ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.
پاکستاني رسنیو ویلي چې الوتکو ته ویل شوي چې خپل مسیر د اسلام اباد پر ځای بل هوايي ډګر ته بدل کړي او په هوايي ډګر کې ناستې الوتکې له الوتلو راګرځول شوې دي.
یو شمېر خبریالانو او ځینو رسنیو د الوتکو د برید په نتیجه کې اسمان ته د پورته شوې لوګي تصویرونه خپاره کړي.
طالبانو ته نژدې سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت اسلاماباد ته څېرمه په فیض اباد کې د پاکستان ځینې پوځي تأسیسات په نښه کړي دي.
پاکستاني چارواکو بیا ویلي چې د جمعې په مازدیګر یې د فیض اباد په اسمان کې دوې بې پېلوټه الوتکې ویشتې دي.
هغوی دا هم ویلي چې په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د چین د منځګړتوب هڅې ننګولي
د پاکستان د جټ او بېپیلوټه الوتکو بریدونه، چې د افغانستان کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونه یې په نښه کړي، د چین هغه ډیپلوماتیکې هڅې له ننګونې سره مخامخ کړې دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ یې د سولې لپاره بیل کړي دي.
چین په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شاوخوا ۲۶۰۰ کیلومتره ډیورند کرښې په اوږدو کې د وضعیت د عادي کولو لپاره پراخې ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې دي. د همدې هڅو په دوام، د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي Yue Xiaoyong یو شیائویونګ تېره اوونۍ د طالبانو او پاکستان له چارواکو سره ولیدل تر څو د دواړو لورو ترمنځ «خبرې او پخلاینه» پیاوړې کړي.
همداراز د چین د باندنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو له باندنیو چارو وزیرانو سره د تشدد د کمولو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
اسلام اباد پر کابل، کندهار، پکتیکا او پکتیا د پنجشنبې د شپې حملې تایید کړې خو ویې ویل چې د ترهګرو پناهځایونه یې له منځه وړي دي. خو په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی ماموریت او د طالبانو چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې د پاکستان په بریدونو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وايي چې په غبرګون کې یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د خیبرپښتونخوا په کوهاټ او همداراز فیض اباد کې د پاکستان پر پوځي مرکزونو بریدونه کړي دي.
پاکستان په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ
د افغانستان یو پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن ښار کې وفات شوی.
د ښاغلي کشتمند ورور اسدالله کشتمند په خپله فیسبوک پاڼه دا خبر تایید کړی دی.
کشتمند شاوخوا یوه لسیزه د ببرک کارمل او وروسته د ډاکتر نجیب الله په دوره کې د افغانستان صدراعظم وو.
دی لومړنی هزاره توکمی افغان وو چې دې څوکۍ ته رسېدلی وو.
کشتمند په ۱۹۳۵ کال کې د کابل د چهاردهی ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
هغه په خپلو خبرو او مرکو کې تل ټینګار کاوه چې د افغانستان د تلپاتې سولې او امنیت لپاره د اقتصاد ښه والی او د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کول ډېر مهم دي.
په پلازمینه کابل باندې د پاکستان په بمباریو کې څلور ملکیان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي
طالب چارواکو تایید کړې چې د پاکستان د هوايي بریدونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۴ افغان ملکیان په کابل کې وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه بیان کې دا خبره کړې ده.
هغه ویلي چې د کابل د ۲۱مې ناحیې په څرخي پله سیمه کې استوګنیزې سیمې د پاکستان په بیګانیو هوايي بریدونو کې هدف ګرځول شوي.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې وه چې په کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا کې پاکستان بیګا هوايي بریدونه کړي چې یو شمېر ملکیانو ته یې مرګژوبله اړولې.
مجاهد دا بریدونه غندلي او ګواښ یې کړی چې بې ځوابه به پاتې نه شي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې په کندهار کې هوایي ډګر ته څیرمه د کام ایر شخصي هوایي شرکت د تیلو ذخیره هدف ګرځېدلې.
د هغه په خبره له دې زیرمې ملکي هوایي شرکتونو او د ملګرو ملتونو الوتکو ته د سون مواد رسول کېدل.
پاکستاني چارواکو تازه په کابل او نورو سیمو د هوايي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
خو پرون پاکستاني چارواکو رویټرز ته ویلي چې پاکستان د چین په منځګړیتوب په افغانستان باندې هوايي بریدونه کم کړي.
د افغانستان د فوتبال تر اولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا جام لوبو ته تیاری نیسي
د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشره لوبډه د مرکزي آسیا د ۲۰۲۶ کال جام لوبو ته تیاری نیسي.
د افغانستان د فوتبال فدراسیون د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل چې د دې جام لوبې به په تاشکند کې د اپریل له ۴ نه تر۱۴ پورې ترسره شي.
ویل شوي چې د افغانستان په ګډون پنځه ټیمونه په دې لوبو کې ګډون کوي. د افغانستان د فوتبال تراولس کلنو کشرې لوبډلې په ۲۰۲۴ کال ازبکستان ته یو د صفر په ماتې ورکولو سره د مرکزي آسیا د ټولنې د جام اتلولي خپله کړې وه.
۲۱ افغان کډوال په پاکستان کې له بنده تر خوشي کېدو وروسته هیواد ته ستانه شول
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۱ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته افغانستان ته راستانه شوي دي.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۱ حوت) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې په بند کې ساتل شوي وو.
د دې افغانانو د نیول کېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.
تر دې مخکې ځینو افغان کډوالو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا کړې وه چې په پاکستان کې نیول شوي کډوال د دې پر ځای چې کمپونو ته ولېږدول شي یا افغانستان ته بېرته واستول شي، زندانونو ته انتقالېږي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر پیل کړ چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
طالبان وايي، د پاکستان له لوري پر خوست د درنو وسلو په ډزو ۴ ملکیان وژل شوي
د طالبانو د حکومت یو ویاند وايي چې د پاکستان له لوري پر خوست ولایت د توپونو د برید په نتیجه کې ۴ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې پاکستان نن سهار شاوخوا ۴ بجې د خوست ولایت د علیشېرو ولسوالۍ په صدقو کلي کې د عامو خلکو پر کورونو د توپونو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې څلور تنه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.
ده همداراز ویلي چې پاکستان د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو هم د درنو وسلو بریدونه کړي خو له کبله یې د مرګ ژوبلې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
پاکستان په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
په هرات کې د غالۍ اوبدلو ستر مرکز پرانیستل شو
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ د اسلامي پراختیايی بانک په همکارۍ د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په لوېدیځ هرات ولایت کې د غالۍ اوبدلو تر ټولو لوی مرکز پرانیست.
په دې نوښت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواتېIndrika Ratwatte ، ځايي سپینږیرو او مشرانو هم ګډون درلود. دا مرکز به د ۴۰۰ راستنېدونکو ملاتړ وکړي چې تر درې برخو زیات یې ښځې دي او هغوی ته به د کار فرصتونه او مسلکي روزنه برابره کړي.
د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېنرۍ په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې مرکز هدف دا دی چې راستنېدونکي او کوربه ټولنې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي څو باثباته او دوامدارې دندې او عایداتي سرچینې بېرته جوړې کړي.
د یادې ادارې په وینا، یوازې په تېرو دولسو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان له ایران څخه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې له امله یې د اقتصادي فرصتونو، په ځانګړي ډول د ښځو لپاره، اړتیا ډېره شوې ده.