د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصاد له یو مبهم حالت سره مخامخ دی


آرشیف، د کابل ښار منډوي
آرشیف، د کابل ښار منډوي

نړیوال بانک وایي، د افغانستان اقتصاد له یوه مبهم حالت سره مخامخ دی.

نړیوال بانک په نوي راپورکې ویلي چې دا افغانستان به د راتلونکو کلونو په مخه د نړیوالو ډېرو مالي مرستو ته اړتیا ولري.

نړیوال بانک وایي، افغانستان له اقتصادي پلوه له یوه مبهم حالت سره مخامخ دی او دلیل یې هم ترډیره دا دی چې په دې هیواد کې سیاسي وضعیت د تغیر په حال کې دی او د سولې لرلید هم څرګند نه دی.

نړیوال بانک د اقتصادي ودې په اړه په راپورکې چې نن چهارشنبې یې خپورکړی ویلي چې دغه وضعیت د دې هیواد پراقتصاد ډیر اغیزکړی دی.

په راپورکې نړیوال بانک دې ته هم اشاره کړې چې په داسې حال کې چې افغانستان له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی، مهمو مرسته کونکو داسې نښې ښودلې چې نیت لري له دې هېواد سره خپلې مرستې تر ډېره کمې کړي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې د افغانستان اقتصادي وده په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په سلو کې ۲،۹ وه او هغه هم د کرڼې د سکټورله برکته چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له وچکالۍ وروسته بېرته رغول شوی دی.

کابل ښار کې یو ماشوم د کار د ستړیا له امله خوب وړی. Jan.12.2020
کابل ښار کې یو ماشوم د کار د ستړیا له امله خوب وړی. Jan.12.2020

خو د دې بانک په وینا په دې ۲۰۱۹ میلادي کال په افغانستان کې بې وزلي بېساري حد ته رسېدلې وه.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشرهنري کرالي وویل، افغانستان بېړنو اصلاحاتو ته اړتیا لري څو د خلکو د ژوند د سطحې د لوړېدو او د بې وزلۍ د اندازې د کمولو هڅې ګړندۍ شي.

نړیوال بانک دغه راز اټکل کړی چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې ۳،۳ ته ورسېږي او هغه په دې پورې تړلې چې وچکالي کمه شي، خصوصي سکټور پیاوړی شي او د ولسمشرۍ د ټاکنو پایله بلاخبره اعلان شي.

د نړیوال بانک اقتصاد پوه "توبیاس هکي" په دې باور دی چې افغانستان به د راتلونکو کلونو په مخه نړیوالو مرستو ته اړتیا ولري او دغه مرستې باید په تدریجې ډول کمې شي.

د هغه په وینا دې ته پام سره چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په وروستیو کې د مرستو ژمنې پای ته رسېږي، یو شمېر مرسته کونکو له مخکې داسې نښې ښودلې چې خپلې مرستې به ترډېره کمې کړي.

د نړیوال بانک د راپورله مخې د افغانستان په سلو کې ۷۵ عامه لګښتونه د نړیوالو د مرستو له خوا تمویلیږي.

نړیوال بانک د باور د زیاتولو لپاره د افغانستان له حکومته غواړي چې د سوداګرۍ فضا ښه او له فساد سره مبارزه چټکه کړي.

XS
SM
MD
LG