د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان بشري وضعیت ته کتنه


ننګرهار کې د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ- ارشیف
ننګرهار کې د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ- ارشیف

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په دې هیواد کې د بشري حقونو وضیعت تر پخوا بدتر بللی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په دې هیواد کې روان بشري وضیعت د سختې اندېښنې وړ دی او یو ځل بیا د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د ولسي خلکو د سرومال خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

د دې کمیسیون په وینا، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په افغانستان کې بشري وضیعت د تیرو کلونو پرتله خراب شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په دې هېواد کې د کړکیچ د اصلي عامل په اړه وویل: "له بده مرغه جګړه یوازینی سبب دی چې د تاوتریخوالي، فساد او د قانون د واکمنۍ کمزورۍ ته یې زمینه برابره کړې ده، د جګړې له کبله، حقوقي، اقتصادي، ټولنیز، فرهنګي، سیاسي او مدني وضیعت ، ټول تر پوښتنې لاندې دي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا کمیشنر همدارنګه وايي چې د بشري وضیعت په اړه د یو ګزارش په چمتو کولو بوخت دي، چې د لومړنیو موندنو له مخې یې، په وضیعت کې هیڅ ډول ښه والی نه ده راغلی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې هم د سې شنبې په ورځ وویل، چې د کړکېچ د دوام له کبله په افغانستان کې بشري وضیعت د پخوا پرتله ډیر خراب شوی دی.

د دې ادارې په یوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ملګري ملتونو تر ۷۳۳ میلیونو ډالرو څخه زیاتو پیسو ته اړتیا لري څو په افغانستان کې نیمايي اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

د OCHA په وینا په دې مرستو غواړي د افغانستان څه باندې اوو میلیونو هغو وګړو ته مرستې وروسوي چې د جګړې، کړکېچ او طبیعي پېښو له کبله سخت زیانمن شوي دي.

پروان کې کورنۍ بې ځایه شوي کډوال
پروان کې کورنۍ بې ځایه شوي کډوال

په دې راپور کې، ویره، تاوتریخوالی، پرلپسې بې ځایه کېدل، د بې وزلۍ شدت، په افغانستان کې د بشري بحران اصلي سببونه بلل شوي دي.

تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې ۲۰۲۰ میلادي کال د خوړو خوندیتوب له کبله ډیر اندېښمنونکی اټکل کړی و.

د دې سازمان د اټکل له مخې په دې کال کې به افغانستان کې نژدې ۱۴ نیم میلیونه وګړي د خوړو د تامین له جدي بحران سره مخ وي.

ملګرې ملتونه تمه ښيي چې نیمايي اړو کسانو سره به لومړنۍ مرستې وکړای شي.

ملګرې ملتونه وايي، افغانستان به د خپلو بشري اړتیاوو د پوره کولو او اقتصادي پراختیا لپاره په بهرنیو مرستو تکیه وي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ سازمان د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستۍ ورځ وویل، د جګړې دوام، او ملګي وګړو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته پېښ ګواښ د خلکو د یوې لویې برخې د بې ځایه کېدو او بې کوره کیدو سبب شوی چې په پایله کې یې د افغانستان اقتصاد له بې ثباتۍ سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG