د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

بشري حقونو کمېسیون: د افغان ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی


لغمان کې د بمي چاودنې له امله د ټپي ماشومانو انځور October 16, 2019
لغمان کې د بمي چاودنې له امله د ټپي ماشومانو انځور October 16, 2019

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له امله، د افغان ماشومانو وضعیت ښه نه دی.

ناامني، بیوزلي او ټولنیزې ستونزې هغه ګواښونه دي چې افغان ماشومان ورسره مخ دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هېواد د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي وايي، د نا امنیو په ډېرېدو سره د ماشومانو وضعیت د تېرکال په پرتله لا خراب شوی دی.

د دغه کمېسیون غړې او د دې کمېسیون د ماشومانو د برخې مسؤلې راضیې صیاد د چهارشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل: " په خواشینۍ سره جنګ او ناامني لامل شوې چې د افغانستان د ماشومانو وضعیت د تير کال په پرتله خراب شي، د ماشومانو په وضعیت کې ښه والي نه وینم."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر نا امنیو سربېره، په جبر سره ودونه، ځورونې، درانه کارونه، تاوتریخوالی او له ماشومانو ناوړه استفاده، د دوی پر وړاندې نورې جدي ستونزې ګڼي.

د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ژغورنې نړیوال سازمان د دفتر موندنې د سې شنبې په ورځ خپرې شوې.

د دغو موندنو له مخې، په هرو درې ماشومانو کې له یوه سره یې د ښوونځي په لاره، د چاودنو، سړي تښتونې او تاوتریخوالي په اړه اندېښنې ملګرې وي.

دغه نظرپوښتنه د افغانستان په څلورو ولایتونو کې له ۹۰ ماشومانو او د شاوخوا شپږ سوه پلرونو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوې، چې ۹۵ پلرونو ویلي، زامنو یې په بېلابېلو بڼو جګړې تجربه کړي او ډیری ماشومانو هم ویلي چې بهر ته د تګ پرمهال وېره ورسره مل وي.

په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړي نړیوال دفتر رئیس اونو ون منن ویلي چې، افغان ماشومان له تاوتریخوالي په ډک چاپیریال کې اوسېږي رواني ناروغۍ یې ځوروي او جګړې باید د ښوونځیو څیرمه سیمو ته ونه رسیږي.

د پخواني شوري له جګړې پر پاتې شوي ټانګ ماشومان لوبې کوي
د پخواني شوري له جګړې پر پاتې شوي ټانګ ماشومان لوبې کوي

د ملګرو ملتو د ماشومانو ملاتړ صندق د شمېرو پر اساس له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې نږدې ۱۱۵۳ ښوونځي په افغانستان کې د وسله والو نښتو له امله زیانمن شوي او یواځې تېر میلادي کال ۳۳۷ ښوونځي په هېواد کې د جګړو له امله زیانمن شوي دي.

دغه راز « یونسف » یا د ملګرو ملتو د ماشومانو ملاتړ صندق وايي، سربیره په رواني ستونزو، میلیونونه افغان ماشومان لا هم له زده کړو بې برخې دي.

د دغه صندق ویاند فریدون ارین ازادي رادیو ته وویل: "افغان ماشومان له ډيرستونزو سره مخ دي، ۳.۷ میلیونه زده کړو ته لاسرسی نه لري او په ۲۲ ولایتونو کې ۲،۶ میلیونه له خوارزواکۍ سره مخ دي، مونږ یوځل بیا ژمنه کوو چې په ټول افغانستان کې د ماشومانو ستونزو ته رسېدنه وکړو."

خو دا یوازې افغان ماشومان نه دي چې له دغو ستونزو سره مخ دي بلکې، د نړۍ د د یو شمېر نورو هېوادونو ماشومان هم د جګړو او نا امنیو له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتو د سازمان عمومي منشي انتونیوګوترش د ماشوم د نړیوالې ورځې او د ماشوم د حقونو د کنوانسیون د تصویب د دیرشمې کلیزې په مناسبت په یوه پیام کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې، د ماشومانو حقونه په خپلو لومړیتوبونو کې ځای کړي.

هغه زیاته کړه: "میلیونونه ماشومان اوس هم له جنګ، بیوزلۍ، تبعیض او ټولنیزو زیانونو نه ځوریږي، زه ټول هېوادونه هڅوم چې د ماشومانو د ملاتړ لپاره ، خپلې ژمنې خوندي وساتي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرش

دماشومانو د وضعیت په اړه اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې، له نن نه دیرش کاله مخکې، د ۱۹۸۹ کال د نومبر په شلمه، د ملګروملتو په سازمان کې د ماشوم د حقونو کنوانسیون تصویب شو او افغانستان په ۱۹۹۴ میلادي کال کې له دغه کنواسیون سره یو ځای شو.

د ماشوم نړیواله ورځ له ۱۹۵۴ میلادي کال راهیسې هرکال د هغو هېوادونو لخوا نمانځل کیږي چې د ملګرو ملتو د ماشومانو د حقونو د ملاتړ سازمان غړي دي.

XS
SM
MD
LG