د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

د بشر حقونه: د ۲۰۱۹ کال په اولو ۵ میاشتو کې ۹۳۰ ولسي کسان وژل شوي او ۲۸۰۰ ټپیان دي


په کندز کې د یوه وژل شوي ملکي افغان جسد
په کندز کې د یوه وژل شوي ملکي افغان جسد

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دې هېواد کې د جګړو له امله د ملکي تلفاتو په کچه کې زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.

په افغانستان کې د جګړې له زیاتوالي سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه هم لوړه شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د روان ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړيو پنځو میاشتو کې شااوخوا ۹۳۰ ولسي کسان وژل شوي او تر ۲۸۰۰ ټپیان دي.

د دې کمېسیون اجرائيوي رئیس موسی محمودي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل: د امریکا د دفاع وزارت او د بشري حقونو د کمېسیون شمېرو ته په کتو ویلای شو چې په هېواد کې اوس هم ملکي مرګ ژوبله جریان لري او د بشري حقونو کمېسیون په دې اړه سخت اندېښمن دی، نو ملکي وګړو ته هر ډول زیان رسول، له بشري، اسلامي او د جګړې له اصولو سرغړونه ده او تاسې ګورئ چې د جګړې ښکېل اړخونه له بده مرغه دې برخې ته جدي پاملرنه نه کوي.

د پکتیا په زرمت کې د وژل شویو ملکي کسانو مړي
د پکتیا په زرمت کې د وژل شویو ملکي کسانو مړي

خو د امریکا دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ کانګرس ته په خپل کلني راپور کې د ۲۰۱۹ کال د لومړیو پنځو میاشتو د ۹۵۰ ولسي وګړو د وژل کېدو او ۲۲۱۳ د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دا وړاندې شوې شمېره د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون له شمېرو سره تفاوت لري.

د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې دا شمېره د ۲۰۱۸ کال د ډېسمبر میاشتې له ۳۱مې تر ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې ثبت شوې ده.

د امریکا د دفاع وزارت د راپور په اساس، په دې شمېر ملکي مرګ ژوبله کې اتیا په سلو کې مسؤلیت يې د ترهګرو ډلو پر غاړه دی، ځکه د دوی په وینا، تر ډېره دغو کسانو ته د مخالفو وسله والو ډلو په بمي چاودنو او انتحاري حملو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د ترهګرو ډلو په حملو کې ۷۷۸ ولسي افغانان وژل شوي او ۱۹۷۱ نور ټپيان شوي دي.

همدا شان په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د چارواکو په وینا، په تېرو پنځو میاشتو کې په افغانستان د مېشتو بهرنیو ځواکونو د عملیاتو له امله ۶۰ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

د دې ترڅنګ، د ۶۸ نورو ملکي افغانانو د وژنې او ۹۰ تنو د ټپي کېدو مسؤلیت پر افغان امنیتي ځواکونو اچول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په کابل او غزني ښار کې د وسله والو طالبانو د موټربم حملو له امله لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.

همدا شان د په بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم یو شمېر ولسي وګړي زیانمن شول.

په همدې حال کې د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته ژمن دی.

د ده په خبره، په ځینو حالاتو کې چې کله وسله وال مخالفین د ولسي وګړو د استوګنو په کورونو کې ځایونه نیسي، پرضد يې حتی د امنیتي ځواکونو عملیات درول شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د ملکي مرګ ژوبلې مسؤلیت تر ډېره وسله والو طالبانو ته ورګرځي.

د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډيو ته وویل: په افغانستان کې د ملکي تلفاتو عاملین وسله وال طالبان او نورې ترورېستي ډلې دي، تاسو شاهد یاست چې دوی په ښارونو او د خلکو د استوګنو په سیمو کې انتحاري حملې کوي او همداشان ولسي وګړي د جګړې په میدانونو کې د سپر په توګه کاروي او د خلکو په کورونو کې مورچې جوړوي.

د یو شمېر طالب وسله والو یو انځور
د یو شمېر طالب وسله والو یو انځور

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ردوي چې ګوندې د ملکیانو په وژلو کې دې تر ډېره دوی پړه وبلل شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې دوی هڅه کوي چې د جګړې او حملو پر مهال ملکیانو ته زیان ونه رسېږي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بیا د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې د جګړې پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته پاملرنه وکړي او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د پخوا په پرتله د جګړې له امله ماشومان او مېرمنې هم اغېزمنې شوي دي.

د دې راپور له مخې، د افغانستان په سویلي، سویل ختیځ، شمال، شمال ختیځ او مرکز کې ډېر تلفات ملکي کسانو ته اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG