د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲ کابل ۰۰:۳۹

'تېر لس کاله افغانان زیات وکړېدل'


ارشیف

د فرخندې له سوځولو او وژلو را نیولې په ښځو او ماشومانو د جنسي تیري پورې په افغانستان کې تېره یوه لسیزه بشري حقونه په بېلابېلو بڼو تر پښو لاندې شوي دي.

د ( ۱۳۹۳ کال د حوت د اته ویشتمې) یاد ۲۰۱۵ میلادي کال د مارچ د نولسمې یو سوړ مازیګری و چې ۲۷ کلنه فرخنده د کابل شاه دو شمېرې زیارت مخته د قران سوځولو په تور د سخت زړو خلکو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه.

قهرجنو خلکو د فرخندې بې وسه جسد ته اور واچاوه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل چې په سیمه کې د قران د سوځېدو هېڅ نښه پيدا نه شوه.

دا په تېرو لسو کلونو کې د انسان وژنې او بشري حقونو یوه پېښه وه چې نه یواځې افغانانو بلکې ټولې نړۍ ته یې ټکان ورکړ.

سره له دې چې فرخنده په بې رحمۍ ووژل شوه کورنۍ یې د ور پېښو خطرونو په خاطر ګاونډ تاجکستان ته کډه شوه.

د ازادي راډیو تاجکي څانګې د فرخندې له بوډۍ مور بي بي هاجره ملکزاده سره خبرې کړې وې چې ویل یې له قاتلانو چا ولې ونه پوښتل چې څنګه مو یوه ځوانه نجلۍ په دې بېرحمۍ وژله؟

د فرخندې مور د ازادي راډیو تاجکي څانګې سره څلور کاله مخکې غږېدلې:

د فرخندې مور وايي: "دې ظالمانو ته چا سزا ورنه کړه، چا پوښتنه نه ده ترې کړې چې دې نجلۍ څه کړي و، د یوې ښځې حقونه څه دي؟ د پوهنتون نجلۍ و، تحصیل یې کړی و حجاب یې مراعات کړی و، څه خبره وه؟ ولې یې راته ووژله، څه ګناه یې کړې وه."

په فرخندې یې د لیونۍ تور لګاوه خو مور یې وايي رکه روغه وه.

هغې زیاته کړه: "حوزې ته یې بوتلو راته ویل یې چې لور دې رواني ناروغي درلوده، امنیه قومندان راته کړه چې تاسو هم داسې ووايئ! د خطر احساس مو وکړ خپل ولایت ته ولاړو کاپیسا ته، بیا هم ویرېدو راغلو تاجکستان ته، زامن او لورګانې او ننګیندې مې دي، د کډوالۍ کور کې مو اړولي."

تېرو لسو کلونو ته که وکتل شي د فرخندې د وژلو په څېر ډېرې داسې نورې پېښې هم شته چې په یادولو یې سړی د ویرې حس کوي.

یوویشت کلنه رخشانه هلته په لرې پراته غور کې د زنا په تور سنګسار شوه او ویډیو یې هم ترې کړې وه چې ښودل یې سنګساروونکو په څومره غټې ډبرې چې وس رسېده د رخشانې په سر یې ویشتله.

چارواکو ویل چې رخشانه د طالبانو له خوا سنګسار شوې.

په شمالي ولایت فاریاب کې بیا دریزه ګل پوزه د هغه د مېړه له خوا پرې شوه.

لسګونه نور انسانان اکثر ښځې د زورواکو او طالبانو له خوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې صحرایي محکمه شول.

دا یواځې هغه پېښې وې چې رسنیزې شوې او خلک پرې خبر شول خو زیاتې پېښې راپور شوي نه دي او معلومه نه ده چې د فرخندې، ریزه ګل او رخشانې په څېر به په څومره نورو انسانانو تاوتریخوالی او ناکردې لورول شوي وي.

نه یواځې وژنې او ګواښونه بلکې ګڼ افغانان د تعلیم له حقه هم یا د جنګ یا د ناوړه کورنیو دودونو په سبب محرومه شوي او کړېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسیف ویلي چې درې میلیونه او اوه لکه افغان ماشومان له مکتبه محروم دي.

اکثر پکې نجونې دي، هغه نجونې چې ځینې په لوییدو یا د فرخندې یا هم رخشانې له برخلیک سره مخ کیږي.

جبري او له وخت مخکې ودونه، بدو کې د نجونو ورکول، وهل ټکول او ناموسي وژنې په افغانستان کې تېر لس کاله د بشري حقونو د ماتېدو غټ عوامل دي.

دې هېواد کې ځینې نجونې او واړه ماشومان پوره خوندي هم نه دي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په وروستیو کې د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي په شپږو ښوونځیو کې د ماشومانو د جنسي ځورونو او بد چلند په اړه د راپور موندنې له رسنیو سره شريکې کړې.

د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي
د لوګر د مدني ټولنې رییس موسی محمودي

محمودي د افغانستان د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

هغه وروسته په ویډیو کې وویل چې د رپوټ په جوړولو کې یې تېروتنه کړې.

خو د عفوې نړیوال سازمان د جَنوبي اسیا د برخې مرستیال عمر وړایچ ازادي راډیو ته ویلي و چې افغان حکومت د دې پر ځای چې د جنسي ځورونو عاملین ولټوي هغه کسان نیولي چې په دې اړه یې غږ پورته کړی.

وړایچ د ۱۳۹۸ کال د لیندۍ په څلورمه ازادي راډیو ته ویلي و: "چارواکي باید د ماشومانو د جنسي ځورونې پر ضد ګام پورته کړي، تحقیقات دې وکړي چې څه شوي، د دې کار عاملین دې پيدا او محاکمه کړي، هغوی د دې ټولو پر ځای په هغو کسانو پسې ګرځي چې له دې ځورونو یې پرده پورته کړې ده.

افغان حکومت لا هم په لوګر کې د جنسي ځورونو د ادعاوو څېړنه کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا د ټولو ستونزو تر څنګ د بشري حقونو له لاسته راوړنو خبرې کوي.

د بشر حقونو کمېسیون ویاند شکرالله مشکور
د بشر حقونو کمېسیون ویاند شکرالله مشکور

د دغه کمیسیون غړي او ویاند شکرالله مشکور ازادي راډیو ته وویل: "په څو برخو کې لاسته راوړنې لرو، له هغې ډلې دا چې افغانستان د بشري حقونو د څو نړیوالو کنوانسیونو غړیتوب ترلاسه کړی، په ملي کچه هم ځینې قوانین تصویب شوي او دا ټول د بشري حقونو له تحقق سره مرسته کوي."

مشکور د بشري حقونو په اړه د عامه پوهاوي ورکړه یوه لاسته راوړنه وبلله.

هغه زیاته کړه: " له دې ټولو سره سره د بشري حقونو وضعه په ځینو برخو کې خرابه ده، په افغانستان کې د جګړو د قربانیانو شمېر او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی."

عام خلک بیا تېر لس کاله د بشري حقونو وضعه څنګه ارزوي؟

د کندز یو اوسیدونکي عبدالله کاکړ ازادي راډیو ته وویل چې هلته هره ورځ جنګ وي.

کاکړ وايي: "د انسان مرګ بیخي داسې شوی لکه د مرغۍ مرګ غوندې، د باروتو او مرمیو د زیات استعمال له وجې کوم نوی نسل چې اوس پيدا کېږي هغوی کې هم مشکلات پیدا کیږي، څوک ګوزڼ دي او ګڼې نورې ناروغۍ هم لري."

نه یواځې جنګ ځپلی کندز بلکې غزني هم تېر لس کاله ښه ورځ نه درلوده.

د غزني یوه اوسیدونکي عصمت الله ازادي راډیو ته وویل چې د غزني سقوط او څو واره درنو جګړو خلک سخت ژوبل کړل.

عصمت الله وویل: "تېرو لسو کلونو کې غزنی یو له هغو ولایتونو وو چېرته چې ډېر بشري حقونه او د انسانانو انساني کرامات تر پښو لاندې شوي، طالبانو خو ډېره توجه نه ده کړې او دولت هم تر یوه حده پورې ځینو چارواکو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي."

د لرې پراته هلمند د مرکز لښکرګاه یو اوسیدونکی زین الله ستانکزي هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو د ماتېدو بیلابیلې بېلګې یادې کړې.

زین الله ستانکزی زیاتوي: "په مجموع کې د بشر حقونه تامین نه دي، د خلکو حق خوړل شوی، که دې خوا که دي یا هاخوا کې د هغوی حق نه دی ورکړل شوی، سلګونه زره ماشومان موږ په کلیو او بانډو کې لرو چې هغوی د خپل حق څخه برخمن نه دي."

په تېرو لسو کلونو کې جنګ جګړو نه یواځې دا چې د زورواکانو د خپلسرو فعالیتونو او د بشري حقونو د ماتېدو ښه زمینه برابره کړې بلکې تر ټولو مهمه دا چې لسګونه زره عام خلک یې د مرګ خولې ته ټېل وهلي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما تازه راپور خپور کړ او اعلان یې وکړ له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې دوی د ملکیانو د مرګ ژوبلو شمېرې ثبتوي د ۲۰۱۹ میلادي کال تر وروستیو په افغانستان کې د وژل شویو او ټپي ملکیانو شمېر تر یو لک اوړي.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د جګړې ټولو ښکېلو خواوو بشري حقونه مات کړي دي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر
د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر

هغې زیاته کړه: "متاسفانه چي نړیوال بشر دوستانه حقونه د جنګ د ټولو ښکېلو خواو له خوا تر پښو لاندې شوي، ملکیان هدف ګرځول شوي، د واده په مراسمو بریدونه شوي، په ښوونځیو او ورزشي کلپونو حملې شوي، یو وار په ننګرهار کې د کرکټ د لوبې په میدان کې چاودنه وشوه، دا ټول د بشردوستانه حقونو ماتول او جنګي جنایتونه دي."

نړیواله ټولنه چې له ۲۰۰۱ میلادي کاله راهیسې د افغانستان د سوکالۍ او بیارغونې ژمنې کړي په دې ژمنې د درېدو وعدې ورکوي.

د شمالي اټلانټیک تړون یا ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې وویل چې د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو خوندیتوب ډېر ورته اهمیت لري.

د شمالي اټلانټیک تړون یا ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ: "ناټو د ډیموکراټیکو اصولو، فردي ازادیو او د قانون د حاکمیت په ارزښتونو ولاړه ده، د ناټو متحدینو په افغانستان کې د دغو ارزښتونو په خوندي ساتلو زیاته پانګونه کړې، دا مونږ ته ډېره مهمه ده چې دا لاسته راوړنې حفظ کړو څو یې د له منځه تللو شاهد و نه اوسو، یواځینۍ لار یې دا ده چې د افغانانو په مشرۍ د ملي پخلاینې پروسه ترسره شي ځکه سوله د بشري حقونو لپاره ډېره مهمه ده."

افغان ښځینې فعالانې هم سخته هڅه کوي چې د بشري حقونو لاسته راوړنې خاصتاً د ښځو په برخه کې موجوده ازادۍ زیانمنې نه شي.

له دې ډلې فرحناز فروتن د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو کې "زما سره کرښه" کمپاین رامنځته کړ.

دې او ملګرو یې هڅه وکړه څو له طالبانو سره د سولې د خبرو ګډونوال وهڅوي چې د بشري حقونو په برخه کې د څو کلنو شته راوړنو خوندیتوب یو مهم شرط وګرځوي.

فروتن د دې کمپاین په اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ غواړو په دې کمپاین سره خپل سهم او مسوولیت ادا کړو، غواړو په دې کار سره د ښځو او سړیو غږ منعکس کړو."

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کولو لپاره باید څه وشي؟

افغان ښځو ته د بشري حقونو د روزنیز مرکز مشره روشن سیرن دا پوښتنه ځوابوي:" افغانستان په دې سربېره چې د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې ته متعهده دی، د بشري حقونو شپږ کنوانسیونونه هم لاسلیک کړي او غړیتوب یې لري، دا مسایل باید عملي شي او خلک یې احساس کړي."

ميرمن روشن وايي افغان دولت باید په ملي کچه د بشري حقونو د تحقق لپاره مشخصې کړنلارې خپلې کړي.

هغې زیاته کړه:" د بشري حقونو د نقض کوونکو عواملو په له منځه وړلو سره کولای شو بشري حقونه تامین کړو."

خلکو چي زیات درد لیدلی او د افغانستان د څو لسیزو جګړو قرباني شوي د دې تر څنګ چې د بشري حقونو د ټینګښت غوښتونکي دي دا نیوکه هم کوي چې د بشري حقونو ماتوونکي ولې د قانون له سترګو پټ پاتې دي؟

XS
SM
MD
LG