د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

بشر حقونه: په بلخ کې د کارګرو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی


په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلان وايي چې په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د ناامنیو زیاتوالي او همدارنګه د روان کال وچکالیو په بلخ ولایت کې د کارګرو ماشومانو حضور زیات کړی دی.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مشر سید محمد سامع سره له دې چې په بلخ کې د کارګرو ماشومانو کره شمېر نه په ډاګه کوي، خو وايي چې د مزارشریف په کوڅو او سړکونو کې د کم عمره کارګرو ماشومانو حضور ډېر شوی دی.

هغه په دې اړه خپله اندېښنه څرکنده کړه او ویې ویل:

"له بده مرغه، د کارګرو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی، عمده عامل یې په ولایتونو کې د ناامنۍ زیاتوالی او په کورنیو کې د فقر موجودیت دی، ځکه د کورنیو مشرانو ته کار نه شته او ماشومان مجبوروي چې په شاقه کارونو لاس پورې کړي."

سامع وايي، په سړکونو او کوڅو کې کار کول کارګر ماشومان د زده کړو له حقه بې برخې کړي او له ګن شمېر نورو بشري ستونزو سره یې مخ کړي دي.

ده وویل، په کوڅو کې له کارګرو ماشومانو د جنسي ګټې اخيستنې د ګواښ احتمال زیات دی او همدارنګه کارګر ماشومان له خپل توان څخه زیات دارنه کارونه ترسره کوي چې روحي ستونزې یې ورته زېږولي دي.

په مزارشریف کې اکثره کم عمره کارګر ماشومان وايي چې د ناامنۍ له وجې له خپلو اصلي سیمو د بلخ ولایت یو شمېر سیمو ته بېځایه شوي او د کورنیو مشرانو ته یې د کاري زمینې د نشتون له امله، دوی ښوونځي پريښي او په سړکونو کار کولو ته اړ شوي.

په مزارشریف ښار کې دوو تنو کارګرو ماشومانو یې په اړه وویل:

"زه عبدالرشید یم، زمونږ کور په فاریاب ولایت کې و، هلته جنګ او جګړې وې، د مزارشریف یکه توت سیمې ته راغلي یوو، دلته زما پلار کار نه کوي او زه مجبور یم چې د کورنۍ لسو غړو ته ډوډۍ پیدا کړم، ښوونځی مې تر پنځم ټولګي ولوست او اوس زده کړې نه کوم."

"زما نوم نجیب دی، د سرپل ولایت څخه مزار شریف ته راغلو، هلته جګړې وې او طالبان وو، خلک یې وژل، مونږ راګډه شو، په کورنۍ کې مې ۶ تنه دي او یوازې زه کار کوم، زه ۱۳ کلن یم او ښوونځي ته نه ځم."

په بلخ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي چې په هڅه کې دي چې کارګرو ماشومانو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابر کړي، خو دا کار ډېر وخت ته اړتیا لري.

په شمال زون کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مسؤلان وايي، په بلخ کې د کارګرو ماشومانو کورنۍ اکثره په فاریاب، سرپل، بغلان او جوزجان ولایتونو کې د ناامنۍ له وجې مزار شریف ته کډوال شوي دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG