د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

د افغان ماشومانو د مرګ ژوبلې زیاتېدو په اړه اندېښنې


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او له ماشومانو څخه د ملاتړ اداره په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو د زیاتوالي په اړه اندېښنې ښيي.

د جګړې دوام، شخړې، په جګړو کې له ماشومانو څخه استفاده،د کورنیو اقتصادي کمزورتیا او د ماشومانو وضعیت ته د حکومت لخوا نه پاملرنه په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو زیاتېدو اصلي عوامل بلل کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي ازادي راډیو ته وویل چې په هېواد کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دی.

ښاغلي صدیقي په هېواد کې هغه عوامل چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې سبب کېږي داسې بیان کړل:

بلال احمد صدیقي
بلال احمد صدیقي

"په افغانستان کې جګړې او شخړې د ماشومانو د وژنې اصلي عوامل دي، انتحاري حملې، د سړک د غاړې ماینونه، مستقیمه جګړه او هغه شخړې چې په کلیو او کورونو کې کېږي ماشومان یې قربانیان دي."

نوموړي زیاته کړه چې تېرکال د دوی ارقام ښيي چې څه باندې ۳۰۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز ښاغلی صدیقي زیاتوي چې په روان کال کې د دوی د لومړنيو شمېرو له مخې د ماشومانو مرګ ژوبله ډېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان تېره اوونۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، تېرکال د جګړو پرمهال د ماشومانو ډېره برخه مرګ ژوبله له افغانستان څخه ده.

ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله والو نښتو په نوم په خپل تازه راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو شمېر له ۳۵۰۰ څخه پورته وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترس د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د دغه راپور د خپرولو پر وخت وویل چې تېرکال په یمن، سوریې، کنګو او افغانستان کې د جګړو او وسله والو نښتو له امله له اتو زرو څخه زیاتو ماشومانو ته مرګ ژوبه اوښتي چې د نوموړی په خبره د دغې مرګ ژوبلې لویه برخه ۵۱۲ ۳ماشومان له افغانستان څخه دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې د افراطي ډلو طالبانو، داعش، الشباب او بوکرحرام ډلې لخوا تېرکال د ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونې پېښې له شپږ زرو او اتوسو څخه زیاتې وې.

په عین حال کې په ا فغانستان کې د ماشومان څخه د ملاتړ نړیواله موسسه یا Save the Children په هېواد کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې په زیاتو مواردو کې حکومت او وسله وال مخالفین له ماشومانو څخه په خپلو لیکو کې استفاده کوي.

د دغې موسسې د عامه اړیکو مسؤلې مریم عطايي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ماشومانو د حقونو سرغړونو پېښو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه داسې اسناد او شواهد موجود دي چې په افغانستان کې ماشومان په جګړو کې د ښکېلو غاړو لخوا استخدام کېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"په کورنیو کې کمزوری اقتصاد او په افغانستان کې ټولنېز وضعیت او د سیاسي ثبوت نشتون هغه عوامل دي چې ډېر ماشومان یې د خطر له مرض سره مخامخ کړي."

اغلې عطايي وايي چې یوشمېر کورنۍ د اقتصادي ستونزو د رفع کولو لپاره خپل ماشومان د کار لپاره سړکونو ته لېږي چې په ځینو مواردو کې د حکومت وسله والې ډلې له دغه وضعیت ګټه پورته کوي او هغوی په خپلو لیکو کې جذبوي.

عطايي یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان د کار لپاره سړکونو ته لېږي.
عطايي یو شمېر کورنۍ خپل ماشومان د کار لپاره سړکونو ته لېږي.

دغې موسسې پر حکومت هم انتقاد وکړ چې د ماشومانو وضعیت ته توجه نه کوي او دغه راز د حکومت د جګړو له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې په خپلو لیکو کې د ماشومانو له استخدام څخه مخنیوی وکړي او هغوی د جګړو لیکو ته ونه لېږي.

خو د دفاع وزرات ویاند دولت وزیري دغه مسئله ردوي او ټینګار کوي چې د ملي اردو په لیکو کې هغه کسان په دندو ګمارل کېږي چې له اتلسو کلونو څخه عمریې لوړ وي او د یوشمېر ضمانتونو په بدل کې نیول کېږي.

ښاغلي وزیري وویل، هر هغه څوک چې په دې اړه اسناد او شواهد لري هغه باید له دفاع وزارت سره شریک کړي.

په جنګي ډلو کې د ماشومانو په دندو ګمارل او د هغوی تلفات دا هغه موارد دي چې تېرو کلونو کې هم په دې اړه انتقادونه و چې د بېلابېلو بنسټونو لخوا په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د سرغړونې په اړه راپورنه خپاره شوې دي.

بشري حقونه: لاهم د امنیتي ځواکونو لیکو کې کم عمره سرتېري شته

مینه پال: په امنیتي لیکو کې د کم عمره ځوانانو شتون څېړل کېږي

په عین حال کې د ولسي جرګې ځینې استازي د ماشومانو د حقونو د سرغړونو د پېښو په اړه اندېښنه لري.

دو تنو وکیلانو رمضان بشر دوست او غلام فاروق مجروح په دې اړه وویل:

"په کومو سیمو کې چې حملې ترسره کېږي هلته ماشومان تېښته نشي کولي او ځان نشي ژغورلي او کومې حملې چې په کورونو کېږي د قربانیانو زیاته برخې ماشومان وي."

"دا هغه کسان دې چې د هېواد راتلونکې دوی پورې تړلې ده او له ماشومانو څخه باید سمه ساتنه وشي خو له بدمرغه افغان حکومت تر دې دمه نه توانیدلي چې په دې برخه کې کومه لاسته رواړنه ولري."

په وروستیو څو لسېزو کې افغانستان د جګړو او ناامنیو شاهد دي او اوس هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې لکه هلمند، ننګرهار، فاریاب او کندز کې ناامنۍ دي چې د دغو ولایتونو ځینو اوسېدونکو په جګړو کې خپل ماشومان هم له لاسه ورکړي.

په کندز کې په روانه جګړه کې یو وژل شوی ماشوم.
په کندز کې په روانه جګړه کې یو وژل شوی ماشوم.

د ننګرهار او کندز دو تنو اوسېدونکو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ماشومان په ختیځ کې د جګړو له امله وژل کېږي او په دې خاطر چې په ځینو مواردو کې وسله وال مخالفین او امنیتي ځواکونه پاملرنه ورته نه کوي چې له دواړو خوا څخه غواړو چې دغې مسلې ته توجه وکړي."

"ماشومان په کورونو کې دي او یاهم په کوڅو کې ساعتیري کوي چې له بدمرغهدهاوان مرمیو یا سپکو وسلو ښکار کېږي چې له امله یې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي."

په ۱۳۷۳ کال کې افغانستان د ماشومانو د حقونو له نړیوال کنوانسیون سره یوځای شو دغه راز د افغانستان په اساسي قانون کې د ماشومانو د حقونو خوندیتوب، د هغوی روحي او جسمي سلامتیا او روزنې ته اشاره شوې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، له ماشومانو څخه د ملاتړ اداره او د ولسي جرګې استازي له حکومت څخه غواړي، څو د ماشونو د ملاتړ په هدف ګټور پروګرامونه عملي کړي څو په هېواد کې د ماشومانو د تلفاتو له زیاتوالي نه مخینوي وشي.

په عین حال کې د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې حکومت تل د ماشومانو حقونو ته توجه کړی او اوس هم د ماشومانو د ملاتړ او د هغوی له حقونو څخه د دفاع په خاطر هڅې روانې دي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

"ماشومان د هېواد راتلونکی جوړوي د حکومت لخوا ټولو ادارو ته هدایت ورکړل شوی دی څو د ماشومانو د ژوند د هوساینې په خاطر لازم پروګرامونه جوړ کړي او هر اداره د ماشومانو د ژوند خوندیتوب، ښوونې او روزنې او روغتیا په برخه کې خپل مسؤلیت لري."

د ماشومانو د حقونو د برخې ځینې کارپوهان که څه هم د ملي وحدت حکومت هڅې د ماشونو څخه د ملاتړ په برخه ستايي خو ټینګار کوي چې باید دغه مسئله جدي ونیول شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ماشومانو د برخې پخوانی مسؤل او کارپوه عبدالله عابد وايي چې افغان حکومت باید د ماشومانو څخه د ملاتړ په خاطر ځانګړې بودجه تخصیص کړي او په ضمن کې هغه قوانین چې د ماشومانو ژوند د هوساینې لپاره جوړ شوي هغه په سم ډول عملي کړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG