د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

بشري حقونه: لاهم د امنیتي ځواکونو لیکو کې کم عمره سرتېري شته


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنه ښيي چې اوس هم د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې کم عمره سرتېري موجود دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، سره له دې چې افغانستان د ماشومانو د حقونو د نړیوال کنوانسیون اصولو ته ژمن دی، خو اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کم عمره سرتېري لیدل کېږي.

د دې کمیسیون د مرکزي دفتر غړي عبدالله عابد د شنبې په ورځ له ازادي راډیوته وویل، له دوه زره یوولسم میلادي کال وروسته یوځل بیا دا اندېښنې پیداشوي چې د امنیتي ځواکونو لیکې، په بشپړه توګه له کم عمره ماشومانو څخه پاکې شوي نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د جنګ قوانین بشپړ صراحت لري چې د جنګونو په جریان کې ښکیل اړخونه باید زیاته هڅه وکړي چې په نښتو کې د ملکي خلکو او په تېره د ښځو او ماشومانو تلفات تر ډېره حده کم شي، سربېره پردې په ۱۳۹۳لمریزکال کې په نظامی قطعاتو کې د ماشومانو د شاملېدو د منع قانون هم تصویب شوی چې کلک ضمانتونه په کې شوي، خو د دغو ملي او نړیوالو ضمانتونو سره سره په دې برخه کې اندېښنې پرځای پاتې دي."

په ورته وخت کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د شمال ختیځې څانګې مشرحیات الله امیري ځینو رسنیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونه د جنګ د ټولو نړیوالو اصولو خلاف، ځینې ماشومان په پوځي برخو کې روزي او جنګ ته یې استوي.

د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د شاملېدو په اړه د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال محمد اکبر انوري ازادي راډیو ته وویل، د ولایت په مرکزي سیمو کې د دې کار مخه نیول شوې، خو په لېرې پرتو سیمو کې امکان لري چې ځینو کم عمره هلکانو د دولت په پلوۍ وسلې اخیستي وي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ یو شمېر دوستان چې له لېرې سیمو کې دي وايي چې د اربکیانو په لیکو کې دا ډول موضوعګانې شته او داستونزه لیدل شوې او ځینو هلکانو وسلې اخیستې دي د اربکیانو په لیکو دي."

د کندز ځینې اوسېدونکي هم تائیدوي چې په امنیتي ځواکونو کې کم عمره سرتېري موجود دي.

د نوروز په نامه د کندز ښار یوه اوسېدونکي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ما پخپله ترڅوارلسو او پنځه لسو کلونو پورې هلکان لیدلي چې د اردو په نظامي برخه کې دندې اجرا کوي، دوی د جلب او جذب لخوا سوق او اداره کېږي."

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي او وايي چې په وروستیو کلونو کې د امنیتي ځواکونو له ټولو لیکو څخه کم عمره سرتېري ایستل شوي دي.

دانش: له ټولو لیکو څخه کم عمره سرتېري ایستل شوي دي.
دانش: له ټولو لیکو څخه کم عمره سرتېري ایستل شوي دي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي:

"کم عمره افراد د ټول هېواد په امنیتي ځواکونو او په تېره په پولیسو کې یو تن هم نه لرو، تېرکال او سږکال مو یوه ارزیابي وکړه، پخوا موجود وو، خوسږکال د هېواد په یوه سیمه کې هم داسې افراد نه لیدل کېږي."

د افغانستان د فاع وزارت هم وايي چې د ملي اردو له ټولو لیکو څخه کم عمره سرتېري ایستل شوي دي.

امنیتي ځواکونه داهم وايي، په روان کال کې د جمهور رئیس د حکم په اساس د هېواد ټول امنیتي ځواکونه ارزول شوي او کم عمره سرتېري ځینې ایستل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، اوسمهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۳ هېوادونو کې څه باندې ۲۵۰۰۰۰ کم عمره هلکان او نجونې په امنیتي ځواکونو کې د سرتېرو په توګه جنګې دندې ترسره کوي.

راپورخان محمد سیند

XS
SM
MD
LG