د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

م.م: تېر کال تر ټولو زیات ماشومان په افغانستان کې وژل شوي دي


ملګري ملتونه وايي، تېر کال د نړۍ په سحطه تر ټولو زیات ماشومان په افغانستان کې وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د هغو هېوادونو په سر کې دی چې په تېر مېلادي کال کې په کې جګړو او تاوتریخوالي زیات ماشومان وژلي دي.

د دې سازمان په تازه راپور کې چې د ماشومانو او وسله والو جګړو تر عنوان لاندې خپور شوی دی راغلي دي چې درې نیم زره افغان ماشومان په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د جګړو او تاوتریخوالي قرباني شوی دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس په دې راپور کې چې د پنجشنبې په روځ خپور شوی، ویلي دي چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په سوريې،کانګو ،یمن، او افغانستان کې څه د پاسه اته زره ماشومان وژل شوی دي چې ۳ زره او پینځه سوه او ۱۲ يې افغان ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان په جګړه کې پر ښکېلو خواو غږ کړی دی چې د ماشومانو خوندیتوب ته جدي پام وکړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې تېر کال د طالبانو، داعش،الشباب، او بوکوحرام په شان سخت دریځو ډلو لخوا د ماشومانو له حقونو څخه د سرغړونې موارد د ۶ او او اتو زرو ترمنځ ثبت شوي دي.

ملګرو ملتونو د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کړی چې د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.
ملګرو ملتونو د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کړی چې د ماشومانو ژوند ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو ویاند ویلي د دې سازمان سرمنشي نه یوازې په جګړو کې د ماشومانو د وژل کېدو بلکې پر کم عمره هلکانو او نجونو د جنسي تېریو او پر ښونځیو او روغتونونو د بریدونو له امله هم سخت خواشینی دی.

په دې راپور کې یو شمېر هېوادونه او سخت دریځې ډلې د ماشومانو د استخدام،جنسي تیریو،اختطاف او پر روغتونونو او ښونځیو د بریدونو له امله په هغه تور لېست کې چې له دې راپور سره یو ځای خپور شوی دی، شامل دي.

په دې راپور کې بیا د هغو هېوادونو او ډلو نومونه هم یاد شوي دي چې د ماشومانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره زیاتې هلې ځلې کړي دي.

ملګرو ملتونو تېر کال د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ سیمه ییز ائتلاف د زیاتو ماشومانو د وژلو له امله د تور لېست په سر کې راوستی و خو د سعودي لخوا د زیاتو فشارونو له امله يې د دې هېواد نوم له تور لېست څخه وویست.

د سږني کال په تور لېست کې بیا دا ائتلاف د هغو هېوادونو او ډلو په لېست کې شامل دی چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره يې زیاتې هڅې کړي دي.

XS
SM
MD
LG