د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

"سېف د چلډرن": د سوریې له رقه ښاره وتلي ماشومان په رواني ناروغۍ اخته دي


د ماشومانو د ساتنې یوه مرستندویه امریکایي ټولنه وایي، هغه ماشومان چې د سوریې له رقه ښاره وتلي، د جګړو له امله په سختو رواني ناروغیو اخته دي چې که درملنه‌یې ونه‌شي، اغېز به‌یې لسګونه کلونه پر هغوی پروت وي.

د ماشومانو د ساتنې یا «سېف د چلډرن» په نوم امریکایي مرستندویه ټولنه وایي، هغه ماشومان چې د سوریې له شمالي ښار رقه څخه تښتېدلي، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د واکمنۍ په کلونو کې یې په دې ښار کې له سختو کړاونو ډک ژوند تېر کړی دی.

دغې ټولنې د دوشنبې په ورځ وویل، پر رقه چې د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې نیولی او هغه‌یې په سوریه کې د خپل خلافت مرکز اعلان کړی، په وروستیو کې مخ په زیاتېدونکو هوایي بمباریو هم د دې ښار د ځوانانو اوسېدونکو روانې ستونزې زیاتې کړې دي.

رقه ښار دغه‌راز له مختلفو لورو، د سوریې، عربو او د پېشمرګه په نوم کرد ملېشه ډلو چې د امریکا ملاتړ ورسره دی، محاصره کړی دی.

د سوریې لپاره د سېف د چلډرن د دفتر مشرې سونیا خوش وویل، د رقه ماشومان به له ظاهري پلوه عادي ښکاري، خو ډېر یې له باطني پلوه په رواني ناروغیو چې ظاهراً نه‌لیدل کېږي، اخته دي.

هغې زیاته کړه، د رقه ماشومانو د خپلو عزیزانو مړینه په خپلو سترګو لیدلې او خاطرې یې په ذهن کې دي او په وینا یې، که د دغو په رواني ناروغیو اخته ماشومانو درملنه ونه‌شي، د دې خطر شته چې د ماشومانو دغه نسل به د ټول عمر لپاره له دغو ناروغیو کړېږي.

د ماشومانو د ساتنې د ټولنې په وینا، د ځوانانو لپاره به کلونه کلونه وخت ونیسي چې د رواني ناروغیو درملنه‌یې وشي.

د سوریې ډموکراتیک ځواک یا هغه ائتلاف چې د سوریې عرب او کرد ملېشې په‌کې شاملې دي، پر رقې د محاصرې کړۍ تنګه کړې او د امریکا د هوایي ملاتړ په مرسته هم پرې د وروستۍ حملې لپاره تیاری نیسي.

اټکل کېږي چې ۲۰ زره کسان به په دې ښار کې د اسلامي دولت ډلې د سخت دریځو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسي چې شااوخوا نیمایي یې هم ماشومان دي.

دغه د ماشومانو د ساتنې امریکایي مرستندویه ټولنه په ۱۹۳۲ کال کې په متحده ایالاتو او نړۍ کې د ماشومانو د ژوند د ښه کولو په هدف تأسیس شوې چې د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG