د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان حکومت باید ژر تر ژره د بشري حقونو هغه دوه فعالان خوشې کړي چې د لوګر ځینو ښوونځیو کې له زدهکوونکو د جنسي ناوړه استفادې په اړهیې افشاګرۍ کړې دي.
دغه سازمان د محمد موسی محمودي او احسانالله حمیدي نیول د نړیوالو قوانیو سرغړاوی بللی.
پر همدې مسئلې صفيالله ستانکزي د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې له مرستیال عمر وړایچ سره مرکه کړې.
د مرکې اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: